د "ميرويس هوتک" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
۸۷ کرښه:
 
خو مېرویس خان کندهار ته له راتگه مخکې حج ته ولاړ. حج ته د مېرویس خان سفرپه خپلې تومنې کې د کندهار د وگړو په پاڅون کې د پام وړ پایلې وزېږولې. ښایي مېرویس خان غوښتل د کندهار د وگړو پاڅون ته مذهبي بڼه ورکړي ځکه یوازې دیني پاڅون کولای شوای د افغان د ټولو توکمونو په منځ کې یو والی رامنځ ته کړي چې ټول وگړي به پرته له توپیره د پاڅون سرمشرۍ ته غاړه کېږدي. نو مېرویس خان په دغه سفر کې په دین کې له پوهو کسانو سره د خبرو اترو پرټغرکښېناسته او د کروسېنسکي پر وینا هغوی ته یې وویل:
له یوه اوږده وخته را پدېخوا عجم پاچایان پرموږ واک چلوي چې رعیت یې گرځېدلي یو. له شماره وتلی ناتاراوتیري کوي او اوس یې یو ناپوه او لیونی واکوال سره له بې ایمانه لښکر چې هغه هم تیري گر، ناتارگر، برماڼو او وحشي دي پر وگړو واکمن کړېدی. پرموږ یې د ناورین ډول ډول اورونه بل کړي داسې ساتونکي یې را تپلي چې د شریعت له ټولو حکمونو څخه یې پښه اوږده غځولې ده. پرموږ زور زیاتی کوي زموږ ټاټوبي او ناموس ته لاسونه را اوږدوي. میړانه او زړه سواندی نه لري. زموږ کوشنیان په بلوسني یا غضب او غلا له مېندو تښتوي، گرجستان ته یې لېږي، هلته یې پلوري او زموږ ښځمني د تورو په زور ځانته واده کوي. که موږ پت، غیرت او دین ولرو، آیا د شریعت له مخې موږ اجازه لرو چې د هغوی پرمخ تورې را وباسو او هر چیرې یې چې ووېنو ویې وژنو، یا په یوه موټي یا په مورچلونو کې ورسره جگړه وکړو؟ که جگړه وکړو آیا موږ ته روا ده چې خپلې جگړې ته د جهاد نوم ورکړو او آیا زموږ وژل شوی کسان د لوی څښتن په لاره کې شهید گڼل کیږي؟ که موږ جگړه وگټو او سوبه وکړو آیا د هغوی د ناموس پلورل او وېنه موږ ته حلاله ده. .... د خبرو رېښتنوالي ته په کتلو موږ ته په خپل قلم فتوی ولېکـﺊ چې پر خپل کار پوه شو (۱۴)<ref>کروسينسکى ، تاريخ سياح مسيحى،د فقيرمحمدخيرخواه پر اهتمام، پ ٢١ </ref>. په دې ډول مېرویس خان د مکې له مذهبي پوهانو څخه د افغانستان د وگړو په نامه خپل د خوښې وړ فتوی تر لاسه کړه.
 
د شاه عباس د پاچاهت پرمهال هم د مکې دیڼې پوهانو د رافضیانو پروړاندې د تورې په مټ د پاڅون جواز ورکړی وو. د حجاز د پوهانو په فتوی کې راغلي ول چې : که یو مسلمان یو مسیحي جنگیالی ووژني نو ثواب یې گټلی دی. خو که څوک یو ایرانی شیعه ووژني نو داسې ثواب یې گټلی چې اجر یې د هغه په پرتله ۷۰ ځله زیات دی (۱۵)