د "ميرويس هوتک" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
۸۴ کرښه:
کروسینسکي یو لهستاني یا پولندي کشېش دی چې د مېرویس د جلا وطنې په وخت کې په اصفهان کې وواو هم په ۱۷۲۲ ز کال کې په همدغه ښار کې کله چې افغانانو اصفهان کلابندي کړی وو بیا هم په اصفهان کې وو ؛ کروسینسکي د یوه یاددښت لېک په ترڅ کې د میرویس خان د پوهې ، ننگ و ناموس او ملي پت پالنې په اړه لېکلي دي: مېرویس خان د افغاني ټبرونو او توکمونو په منځ کې پر ټولو گران او د درناوي وړ سړی وو. له حده وتلی له ویاړ او پرتمه ډک ، کارپوه ، هوښیار، ځېرک د تورې او ډ گر سړی وو او له دې چې افغانانو ورته ډیر درناوی او غاړه اېښوونه درلودله نو ډیرپر ځان ډاډه وو او د هندوستان وگړو ته ډیر لېواله وو. د ډیرو پانگو په لرلو یې سفرونه کول او له شماره وتلې گټه یې راټوله کړې وه. گرگین خان د خپلې نېنگلتیا (طمعې) ، غړک یا حسد د ډیروالي له امله د مېرویس خان د شتمنۍ د نیولو او هغه ته د سپکاوي لستوڼي رابډ وهل، هغه یې راوغوښت ، د هغه درناوی او پالنه یې وکړه او د ځان له پلوه یې ورته ډاډ ورکړ او په دې پلمه چې ته یو پوه او هوښیار مشر یې نو د خپلو یو شمیر کارونو او چارو د سمبالتیا لپاره غواړم تا اصفهان ته واستوم ، هغه ته یې له درناوي ډکې ژمنې وکړې او د هېلو ټولې کړکۍ یې پر مخ ور پرانیستلې <ref>تاريخ سياح مسيحى، تحشيه او تعليق فقيرمحمد خيرخواه . ١٣٦٣ کابل،پ ١٨</ref>
 
کروسېنسکي په خپل کتاب کې چې د اصفهان پرځېدنه نومېږي د مېرویس خان په اړه لیکي : مېرویس خان د کندهار راهېټ یا ښاروال وو ، د کندهار د وگړو په منځ کې د خپل ښه چال چلند له امله په کاري ډگر کې یو ازمویل شوی سړی وو او د گرگین په سترگو کې ویره را پیدا شوه او په دې لټه کې شو چې له قندهاره یې لېرې کړي. گرگین خان د مېرویس خان په اړه، پاچا ته د خپل گزارش په ترڅ کې خپله بدگوماني لېکلې وه او وړاندېز یې کړې وو چې نوموړی دې په اصفهان کې په جلاوطنۍ کې وساتل شي. ..... شکمن مېرویس خان هرو مرو او باید په اصفهان کې تر څار لاندې وای ، د خپلې پوهې له امله یې نه یوازې دربار ته لاره وموندله بلکه د کروسینسکي پر وینا د پاچهت د [[پلاز]] له وزیرانو سره یې د زړه خواله وموندله او تل به د هغوی ښه راغلاست ته چمتو وو. مېرویس خان چې په خپله ککره کې د یوه لوی گام د اوچتولو لپاره تابیا نېوله اجباري جلا وطني او په دربار کې د هغه استوگنه یوه بډایه شېبه وه او له دغې شېبې څخه په گټې اخیستنې هغه وکولای شوای چې د ایران اکر یا حالت تر څار لاندې ونیسي . هغه په دربار کې د استوگنې په موده کې د درباریانواو چارواکو ترمنځ د یو بل پر وړاندې د مخالفت او سیالۍ لوخړۍ له نیږدي و څېړلې او د فرانسوي کشیش دوسرسو په وینا کله چې دی د درباریانو تر منځ د ډله ییزو سیالیو په تورو لوخړو خبر شو نو پرېکړه یې وکړه چې د دواړو ډلو منځ ته لاره ومومي او له دواړو خواوو څخه گټه پورته کړي او خپله لاره په داسې یوې هوښیارۍ پرانیزې چې د یوې ډلې شک او شوپيان هم پرې ونه لگیږېږي(۱۳) <ref>سقوط اصفهان، بروايت کروسنيسکى ،بیا لېکنه د سيد جواد طباطبائى، پ٣١- ٣٢،چاپ ١٣٨٢ ش</ref>. وروسته مېرویس خان د خپلې پراخې پوهې له بډایتوبه په گټې اخیستنې و کولای شول د سروزیر (اعتمادالدوله) او د دیوان بیگي پام چې د گرگین ورور وو ځانته را واړوي او شاه حیسن د گرگین پر وړاندې بد گومانه کړي او د کروسینسکي پر وینا له چې دې ډیر پوه وو نو د خپل کار لوړې او ژورې به یې په ډیر ځیر سنجولې او د دغې پوهې له برکته صفوي پاچا نه یوازې مېرویس خان د بندیتوب له منگولو خوشې کړ،بلکه هغه ته یې کندهار ته د بیرته تگ اجازه هم ورکړه.
 
خو مېرویس خان کندهار ته له راتگه مخکې حج ته ولاړ. حج ته د مېرویس خان سفرپه خپلې تومنې کې د کندهار د وگړو په پاڅون کې د پام وړ پایلې وزېږولې. ښایي مېرویس خان غوښتل د کندهار د وگړو پاڅون ته مذهبي بڼه ورکړي ځکه یوازې دیني پاڅون کولای شوای د افغان د ټولو توکمونو په منځ کې یو والی رامنځ ته کړي چې ټول وگړي به پرته له توپیره د پاڅون سرمشرۍ ته غاړه کېږدي. نو مېرویس خان په دغه سفر کې په دین کې له پوهو کسانو سره د خبرو اترو پرټغرکښېناسته او د کروسېنسکي پر وینا هغوی ته یې وویل: