د "ميرويس هوتک" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
۸۲ کرښه:
خو وگړي د حکومت له ناتار او شډلتیا څخه تر دوه وو سوږمو را رسېدلي ول او د لارو چارو د موندلو او لټولو په موخه یې مېرویس خان ته را مخه کړه. مېرویس خان د صفوي شاه حسین پر نامه یو لېک ولېکه او په ترڅ کې یې د گرگین له لاسه غاو یا احتجاج او د چارو د سماونې غوښتنه کړې وه او په دې هېله چې د گرگین او د هغه د ناتارگر ځواک لاسونه د خلکو له گریوانونو څخه خلاص شي نو د مېرویس خان او د ښار د نورو مخورو مشرانو له لاسلېکونو وروسته دغه لېکنه د توکم د پاپوټکرو یا صادقو کسانو له لارې د اصفهان دربادر ته ولېږل شوه. خو د صفوي خوسا او ککړ دربار دغسې سرټکونو ته د ځواب وسه نه درلودله. گرگین هم د خپل ورور له پلوه چې د صفوي په دربار کې یې د [[دیوان بیگي]] دنده درلودله له دغې سرټکونې څخه خبر سو،مېرویس خان یې له دندې گوښه او هر چا چې په دغه لېک کې لاسلېک کړی وو له مېرویس خان سره یې یو ځای د سرتیرو تر څار او د تورو تر سیوري لاندې د [[ایران]] دربار ته ولېږه او هغوی یې د ایران د دولت یو میرڅی او دښمن ور وپیژندل (۱۰۷) .
د یوه لېږد یا روایت پربنسټ صفوي دولت مېرویس خان او د هغه نور ملگري دربار ته نېږدې یوه زندان ته ولېږل <ref>ايران ، کلده وشوش، تأليف د میرمن ژان ديولافوا، او شواليه لژيون دونور، پاريس١٨٨٧، د على محمدفره وشى ژباړه ، د تهران دپوهنتون چاپ ١٣٧١ ش ،پ ٢٥٦</ref>. مېرویس خان ډیر ژر د خپل بند په موده کې د پاچا پر ځان پالنې ، وږو سولو او ناپوهې چې د خواجه سرایانو او ملایانو د لاس ناوکۍ گرځېدلې وو پوه شو. نو مېرویس خان لارې چارې و پلټلې او ځان یې د گرگین له تورونو څخه خلاص کړ. همدا شان هغه د دولت خټه او تومنه په ځيـر ولېدله او پوه شو چې دربار په خوسا لوخړو کې ډوب دی ، پاچا بېوړه یا بې کفایته سړی او د دربار مأمورین خپل سري او لټ دي. په کار پوه کسان او بولندویان رټل شوي او د هغوی ځای بیکاره، بډي خوړونکو او خرافاتي کسانو ته ځای ورکړل شوی. اداري چارې گډې وډې او پاچا د حرم له انډایوالانو سره پر تعویذونو ، دعاگانو ، فال لېدلو ، جفر یا علم الحروف او باڼدارونو بوخت او د دولت د چارواکو، خانانو او ملایانو د ناتار او د ملا ماتوونکو مالیاتو تر دروند پیټي لاندې اوبه د وگړو تر ترخځه رارسېدلې دي. مېرویس خان ډاډه شو چې له دغسې یوې ککړې دولتي ادارې څخه د خپلواکۍ تر لاسه کول اسانه کار دی خو د هغې د تر لاسه کولو لپاره د [[افغانستان]] د وگړو ملي یو والی لومړنی آړ یا شرط دی . له بلې خوا د خلکو لارښوونه د سېمه ییزو پیاوړو ځمکوالو ، خانانو او ملایانو په لاس کې ده او دغه خانان په یوه ډول نه په یوه ډول له صفوي چارواکو سره غاړه غړۍ او په خپلو منځو کې لاس او گریوان او په سیالۍ کې ډوب دي او ملایانو هم وگړي د اسلامي وروڼو پرمخ د تورو له را ایستلو څخه بیرول <ref>غبار، ص ٣١٨، تاريخ قاضى عطاءالله خان ټوک ١ پ ٥٦-٥٧، ملسون، تاريخ افغانستان، د منشى احمد‌ جان ژباړه پ ٢٠٦-٢٠٩</ref>
کروسینسکي یو لهستاني یا پولندي کشېش دی چې د مېرویس د جلا وطنې په وخت کې په اصفهان کې وواو هم په ۱۷۲۲ ز کال کې په همدغه ښار کې کله چې افغانانو اصفهان کلابندي کړی وو بیا هم په اصفهان کې وو ؛ کروسینسکي د یوه یاددښت لېک په ترڅ کې د میرویس خان د پوهې ، ننگ و ناموس او ملي پت پالنې په اړه لېکلي دي: مېرویس خان د افغاني ټبرونو او توکمونو په منځ کې پر ټولو گران او د درناوي وړ سړی وو. له حده وتلی له ویاړ او پرتمه ډک ، کارپوه ، هوښیار، ځېرک د تورې او ډ گر سړی وو او له دې چې افغانانو ورته ډیر درناوی او غاړه اېښوونه درلودله نو ډیرپر ځان ډاډه وو او د هندوستان وگړو ته ډیر لېواله وو. د ډیرو پانگو په لرلو یې سفرونه کول او له شماره وتلې گټه یې راټوله کړې وه. گرگین خان د خپلې نېنگلتیا (طمعې) ، غړک یا حسد د ډیروالي له امله د مېرویس خان د شتمنۍ د نیولو او هغه ته د سپکاوي لستوڼي رابډ وهل، هغه یې راوغوښت ، د هغه درناوی او پالنه یې وکړه او د ځان له پلوه یې ورته ډاډ ورکړ او په دې پلمه چې ته یو پوه او هوښیار مشر یې نو د خپلو یو شمیر کارونو او چارو د سمبالتیا لپاره غواړم تا اصفهان ته واستوم ، هغه ته یې له درناوي ډکې ژمنې وکړې او د هېلو ټولې کړکۍ یې پر مخ ور پرانیستلې (۱۲)<ref>تاريخ سياح مسيحى، تحشيه او تعليق فقيرمحمد خيرخواه . ١٣٦٣ کابل،پ ١٨</ref>
 
کروسېنسکي په خپل کتاب کې چې د اصفهان پرځېدنه نومېږي د مېرویس خان په اړه لیکي : مېرویس خان د کندهار راهېټ یا ښاروال وو ، د کندهار د وگړو په منځ کې د خپل ښه چال چلند له امله په کاري ډگر کې یو ازمویل شوی سړی وو او د گرگین په سترگو کې ویره را پیدا شوه او په دې لټه کې شو چې له قندهاره یې لېرې کړي. گرگین خان د مېرویس خان په اړه، پاچا ته د خپل گزارش په ترڅ کې خپله بدگوماني لېکلې وه او وړاندېز یې کړې وو چې نوموړی دې په اصفهان کې په جلاوطنۍ کې وساتل شي. ..... شکمن مېرویس خان هرو مرو او باید په اصفهان کې تر څار لاندې وای ، د خپلې پوهې له امله یې نه یوازې دربار ته لاره وموندله بلکه د کروسینسکي پر وینا د پاچهت د [[پلاز]] له وزیرانو سره یې د زړه خواله وموندله او تل به د هغوی ښه راغلاست ته چمتو وو. مېرویس خان چې په خپله ککره کې د یوه لوی گام د اوچتولو لپاره تابیا نېوله اجباري جلا وطني او په دربار کې د هغه استوگنه یوه بډایه شېبه وه او له دغې شېبې څخه په گټې اخیستنې هغه وکولای شوای چې د ایران اکر یا حالت تر څار لاندې ونیسي . هغه په دربار کې د استوگنې په موده کې د درباریانواو چارواکو ترمنځ د یو بل پر وړاندې د مخالفت او سیالۍ لوخړۍ له نیږدي و څېړلې او د فرانسوي کشیش دوسرسو په وینا کله چې دی د درباریانو تر منځ د ډله ییزو سیالیو په تورو لوخړو خبر شو نو پرېکړه یې وکړه چې د دواړو ډلو منځ ته لاره ومومي او له دواړو خواوو څخه گټه پورته کړي او خپله لاره په داسې یوې هوښیارۍ پرانیزې چې د یوې ډلې شک او شوپيان هم پرې ونه لگیږېږي(۱۳). وروسته مېرویس خان د خپلې پراخې پوهې له بډایتوبه په گټې اخیستنې و کولای شول د سروزیر (اعتمادالدوله) او د دیوان بیگي پام چې د گرگین ورور وو ځانته را واړوي او شاه حیسن د گرگین پر وړاندې بد گومانه کړي او د کروسینسکي پر وینا له چې دې ډیر پوه وو نو د خپل کار لوړې او ژورې به یې په ډیر ځیر سنجولې او د دغې پوهې له برکته صفوي پاچا نه یوازې مېرویس خان د بندیتوب له منگولو خوشې کړ،بلکه هغه ته یې کندهار ته د بیرته تگ اجازه هم ورکړه.