د "ميرويس هوتک" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
۷۷ کرښه:
 
هرگوره ، گرگین په دوه مخۍ او درغلۍ د سدوزي دولت خان له منځه وړلو څخه مخکې ، د میرویس خان پر وړاندې خپله هر ډول بد نیتي پټه وساتله او خپل ټول پام یې د دولتخان او د هغه د ټبر پر پرزولو او دړې وړې کولو ور نېغ کړ . هغه د ابدالي د ټـبر یو شمیر سیال کسان وموندل او له هغوي څخه یې د دولت خان په نېولو کې د مرستې غوښتنه وکړه. په خواشېنۍ چې دغو لنډ باورو سیالانو (عزتخان او اتل خان سدوزي) د یوې شپې په نېمایي تورتم کې گرگین او د هغه وینې څښونکی لښکر شهر صفا ته (د کندهارد ختېزپه ۳۰ میلي واټن کې) د دولت خان تر کلا راوست. د گرگین ځواکونه تر کلا را تاو شول ، د کلا وَر یې ور مات کړ او د کلا پر انگړ ور ننوتل. دولت خان د تېښتې پر ځای د گرگین د ښه راغلاست لپاره د باندې راووت او گرگین د سترگو په رپ کې دولتخان وواژه . بیا یې زوی نظر محمد خان د گرجي لښکر په غیشواو شلگرو مړ کړ. رستم خان او [[محمد زمان خان]] د دولتخان دوه نور زامن، د شپې له تیارې څخه په گټې اخیستنې په تېښته بریالي شول او ځانونه یې [[ارغسان]] د خپل د ټبر زړه ته ورسول. د دغې پېښې په خبرېدا د ارغسان ابدالیو وسلې را پورته کړې او له گرگین او د هغه له لښکرڅخه یې د غچ اخېستلو ژمنه وکړه. گرگین له دغه اکر او حالت څخه په ویره کې ولوېد او سولې ته یې غاړه کښېښودله او د دولتخان زوی رستم خان یې د ټـبـر د مشر په توگه په رسمېت وپیژانده او د ابدالي ټـبرد راتلونکو شونو پېښېدونکو غښکو او خطرونو د مخنیوۍ لپاره یې له رستم خانه، محمد زمان خان (د ستر احمد شاه بابا پلار) د یرغمل په توگه وغوښت او په بېړه یې د ساتونکو تر غیشو لاندې کرمان ته ولېږه چې هلته د یرغمل په توگه تر څار لاندې وساتل سي. گرگین څلور کاله وروسته رستم خان هم په چل او درغلنې زېندۍ کړ ، او بیا یې د شلگرې یا نېزې په زورد ارغسان له سېمې څخه ټول ابدالیان د [[گرشک]] او [[فراه]] ترمنځ ( په بې اوبو او بې وَښو دښتو کې ) شړونې ته اړ کړل . ابدالیانو بله لاره نه درلودله مگر دا چې د شورابک او فراه په دښتو کې په شپنتوب او پوَندگلوي بوخت شي او یوه برخه یې [[د هرات ولایت]] او اسفزار په څېرمو سیمو کې خواره واره شوه او یو شمېر یې [[کـِرمان]] ته په شړونې اړ شول. ۱۱۱۹ ق /۱۷۰۷ ز
څرنگه چې وویل شول د گرگین سرتیري چې ټول د هغه هېوادوال گـُرجيان ول د سوبمن لښکر په توگه یې د کندهار پر وگړو له ډیر ناتار او تیرغمالۍ ( ظلم) څخه کار اخېست او د (پښتو تأریخ ) پر وینا د هغوی له لاسه نه سپین ږیري ، نه ځوان او نه ښځې هېڅ چا ښه ورځ نه درلودله (۹)<ref>[[قاضي عطا الله|قاضى عطا الله]] - دپښتنو تاريخ، ټوک ١ پ ٥٦ د حربي پوهنتون چاپ ١٣٥٦</ref>. له دې امله ورځ په ورځ د صفوي د واکمنۍ پر وړاندې د ناراضیانو شمېر زیاتېده. د دغو ناراضي کسانو په ډله کې یو پوه او دور اندېشه سړی د مېرویس خان پر نامه وو چې په پوهې او هوښیارۍ یې د یوه لوی پاڅون لپاره لاره پرانېستله.
 
== دهوتکي دور پلازمینه او د کندهار د زاړه ښار تاریخي کلا ([[د نارنج ماڼۍ]]) ==