د "ميرويس هوتک" د بڼو تر مېنځ توپير

۱۲۱ تورى ورگډ شول ،  ۵ کاله مخکې
ستر ملي مبارز الحاج میرویس خان نیکه
سدوزي [[دولت خان]] چې کله د خپلې واکمنۍ د سېمې لمنه تر [[غزني]] او له غزني د سلېمان تر غرونو وغځوله نو له یوې خوا یې په کندهار کې د صفوي واکمن پر وړاندې سرغړاونه وکړه او د خپلواکۍ او کورواکۍ غږ یې پورته کړ ( چې مخکې مو ورته گوته ونېوله) خو له بل پلوه یې خپل د اکا زوی [[حیات سلطان]] دومره وزبېښه چې دې ته اړ شو چې له خپلې ټولې شتمنې او پلرنې ځمکې لاس پر سر او له خپل ورور لښکر خان او څه ناڅه د ابدالي ټبر له شپږ زرو کورنېو سره یو ځای [[ملتان]] ته په کډوال کېدنې اړ شو <ref>[[عبدالحی حبيبي|حبيبى]] ، تاريخ مختصر افغانستان، ابداليان پ ٢٣٥</ref>. سدوزي دولت خان ښایي د خپلې کورنۍ د سیالانو له زورواکۍ کډوالۍ څخه ځان سوبمن باله ، خو د خپلې ځواکمنۍ او بریا په شېبو کې یې د صفوي [[بیگلربیگي]] اغیزه د کندهار د پوځي کلا په کوټوالۍ کې هم ور لنډ کړې وه.
فرهنگ د دغې بلوا لامل د کندهار د یوه ځمکوال سدوزي دولت خان سرغړاوی بولي او لېکې : د صفوي د لړۍ وروستنی پاچا [[شاه حسین]] چې په ۱۶۹۴ ز کال کې یې د اصفهان پر پاچاهۍ ډډه ولگوله یو بې واکه ،بې پرېکړې ، ضعېف النفس او خرافاتي سړی وو. د هغه د دربار لوړ پوړو چارواکو له یو بل سره سیالي کوله او د هغوی د دروهو او دسېسو له امله د [[دولت]] اغیزه په مرکز او ولایاتو کې بې اغېزې شوې وه. د ابدالي د ټـبر راهېټ یا کلانتر(ښاروال) سدوزي دولت خان چې د سدو خان (د دغه توکم یو مشر) له پښته وو د خپلې توکمېزې اغېزې په ملاتړ په کندهار کې له صفوي والي څخه سرغړاوی وکړ او په هغې سېمې کې اکر یا حالت خړ پړ شو. د [[اصفهان]] دربار پرېکړه وکړه چې د دولت خان د ټکونې لپاره په کندهار کې ټک سری او زمبک (سختگیر او با انظباط) والي و ټاکي او د دغه د تر سره کولو لپاره یې د [[گيورگي واختانگ]] په نامه تن نوی مسلمان شوی گـُرجي چې په تاوتریخوالي ، پرغزناکۍ یا قهر او بد چال چلند کې یې نوم درلود و ټاکه . گئورگى چې افغانانو د گرگین پر نامه پېژانده د شاهنواز خان ، بیگلر بیگي یا حاکم اعلی د درناوي نوم په لرلو سره په ۱۷۰۴ کال کې د گرجیانو او قزلباشانو له ډلو څخه جوړ یوه ځواک سره کندهار ته راغی او هڅه یې وکړه چې د خانانو او سېمه یېزو واکمنو اغیزمن مختورتوب ته د پای ټکی کښېږدي او په کندهار کې د مرکز تر نېغې څارنې لاندې یوه اداره رامنځ ته کړي. خو گرگین له خپلو ټولو ځانگړتیاوو سره سره یو درغلي سړی هم وو او په لومړي سر کې یې د دولت خان له سیالو ابدالي مشرانو سره د همغږۍ اومېنې تارونه و غځول او د غلزیو له مشرانو څخه یې نامتوهوتک امیر خان چې د میرویس په نامه پیژندل کیږي د پاموړ و گرځاوه <ref>[[مير محمد صديق فرهنگ|فرهنگ]]، افغانستان در پنج قرن اخير، ټوک ١، پ ٧٥</ref> <ref>ميرغلام محمدغبار، احمدشاه بابا، دویم چاپ ، پېښور ١٣٧٨، پ ١١ </ref>.
 
هرگوره ، گرگین په دوه مخۍ او درغلۍ د سدوزي دولت خان له منځه وړلو څخه مخکې ، د میرویس خان پر وړاندې خپله هر ډول بد نیتي پټه وساتله او خپل ټول پام یې د دولتخان او د هغه د ټبر پر پرزولو او دړې وړې کولو ور نېغ کړ . هغه د ابدالي د ټـبر یو شمیر سیال کسان وموندل او له هغوي څخه یې د دولت خان په نېولو کې د مرستې غوښتنه وکړه. په خواشېنۍ چې دغو لنډ باورو سیالانو (عزتخان او اتل خان سدوزي) د یوې شپې په نېمایي تورتم کې گرگین او د هغه وینې څښونکی لښکر شهر صفا ته (د کندهارد ختېزپه ۳۰ میلي واټن کې) د دولت خان تر کلا راوست. د گرگین ځواکونه تر کلا را تاو شول ، د کلا وَر یې ور مات کړ او د کلا پر انگړ ور ننوتل. دولت خان د تېښتې پر ځای د گرگین د ښه راغلاست لپاره د باندې راووت او گرگین د سترگو په رپ کې دولتخان وواژه . بیا یې زوی نظر محمد خان د گرجي لښکر په غیشواو شلگرو مړ کړ. رستم خان او [[محمد زمان خان]] د دولتخان دوه نور زامن، د شپې له تیارې څخه په گټې اخیستنې په تېښته بریالي شول او ځانونه یې [[ارغسان]] د خپل د ټبر زړه ته ورسول. د دغې پېښې په خبرېدا د ارغسان ابدالیو وسلې را پورته کړې او له گرگین او د هغه له لښکرڅخه یې د غچ اخېستلو ژمنه وکړه. گرگین له دغه اکر او حالت څخه په ویره کې ولوېد او سولې ته یې غاړه کښېښودله او د دولتخان زوی رستم خان یې د ټـبـر د مشر په توگه په رسمېت وپیژانده او د ابدالي ټـبرد راتلونکو شونو پېښېدونکو غښکو او خطرونو د مخنیوۍ لپاره یې له رستم خانه، محمد زمان خان (د ستر احمد شاه بابا پلار) د یرغمل په توگه وغوښت او په بېړه یې د ساتونکو تر غیشو لاندې کرمان ته ولېږه چې هلته د یرغمل په توگه تر څار لاندې وساتل سي. گرگین څلور کاله وروسته رستم خان هم په چل او درغلنې زېندۍ کړ ، او بیا یې د شلگرې یا نېزې په زورد ارغسان له سېمې څخه ټول ابدالیان د [[گرشک]] او [[فراه]] ترمنځ ( په بې اوبو او بې وَښو دښتو کې ) شړونې ته اړ کړل . ابدالیانو بله لاره نه درلودله مگر دا چې د شورابک او فراه په دښتو کې په شپنتوب او پوَندگلوي بوخت شي او یوه برخه یې [[د هرات ولایت]] او اسفزار په څېرمو سیمو کې خواره واره شوه او یو شمېر یې [[کـِرمان]] ته په شړونې اړ شول. ۱۱۱۹ ق /۱۷۰۷ ز
۱۰٬۱۵۰

سمونې