د "ميرويس هوتک" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
۶۶ کرښه:
 
== د کندهار پر نېونې شخړه ==
له هغې شېبې وروسته چې د کندهار د نېونې سکالو (موضوع) د ایران او هند د دولتونو تر منځ را برسیره شوه ، نو دواړه د ایران صفوي دولت او د مغولي هند د سترواکۍ سترواکان د کندهار د نېونې پر سر له یو بل سره په شخړو کې را پرېوتل او څو څو ځله شاه جهان او عالمگیر د کندهار د نېولو لپاره خپلې لښکرۍ پردغې سېمې را تاو کړې. په ۱۵۲۰ ز کال کې مخکې لدې چې بابـُرد هند پر لور خپلې لښکرې سمې کړې نو د لومړي ځل لپاره یې کندهار ونېو او خپل زوی کامران مېرزا یې د هغه ځای د حکومت واکمن و ټاکه. خو د ډیرې لنډې مودې له تېرېدلو وروسته صفوي سام مېرزا (د هرات واکمن) په همدغه کال( ۱۵۲۰ ز) کې د کندهار د نېولو لپاره خپلې لښکرې سمبال کړې او دغه ښار یې کلابندي کړ. خو [[کامران مېرزا]] د [[سام مېرزا]] پر وړاندې مقاومت وکړ او د سام مېرزا کلابندي یې ور ماته کړه او سام مېرزا اړ شو چې په شاشي ،سیستان ته ولاړ او له هغه ځایه بیرته هرات ته ستون شو (۴)<ref>[[مير غلام محمد غبار|غبار]] ، افغانستان در مسيرتاريخ ، ټوک١ ، پ ٢٩٤-٢٩٥</ref>
. خو د بابـُر زوی او ځای ناستي [[همایون]] ، صفوي دولت ته د صفوي دولت له هغې مرستې څخه چې د افغاني سورویانو له لاسه یې د ډیلي پاچاهي بیرته نېولی وو په ۱۵۴۴ ز کې کندهاریې ایران ته ورکړ. د شهزاد گي مـُراد تر سروالۍ لاندې صفوي لښکرو قندهار په لاس کې واخیست خو دغه شهزادگی یو کال وروسته په کندهار کې ومړ او همایون کندهار [[بیرم خان]] ته وسپاره او د ایران لښکر یې رخصت کړ (۱۵۴۵ ز). خو د صفوي دولت له زړه څخه د کندهار د دولت هېله هېڅکله ونه وتله او یو ځل بیا یې د هغه د نېولو لپاره لښکر ور ولېږه.
 
په ۱۵۵۶ ز = ۹۶۴ ق کې [[لومړي شاه طهاسب]] کندهار له هندي مغولو څخه ونېو خو د هند پاچا [[اکبر]] هغه ځای بېرته د ایران له منگولو را خپل کړ. لومړي شاه عباس ، په ۱۶۲۲ ز = ۱۰۳۲ ق دغه ولایت د هند له سترواک [[جهانگیر]] څخه ونېو ، خو شپاړلس کاله وروسته (۱۶۳۸ ز) جهانگیر بېرته دغه ځای ونېو. په ۱۶۴۸ ز (۱۰۵۸ ق ) کې دویم شاه عباس د خپلو پنځوس زرو سرتیرو پر مټ یو ځل بیا دغه ولایت ونېو او دا ځل یې [[بـُست]] او [[زمېنداوَر]] هم د واکمنۍ په لمنه کې را گډ کړل. صفوي شاه د [[مهراب خان]] تر مشرۍ لاندې خپل لس زره سرتیري په کندهار کې پرېښودل او د [[فراه]] او هرات له لارې [[مشهد]] او بیا [[اصفهان]] ته ستون شو. له هغه وروسته تر ۶۰ کالو (تر ۱۷۰۹ ز = ۱۱۲۱ ق پورې) کندهار د ایراني صفویانو په لاس کې پاتې شو او هندي پاچایانو ونه شوای کولای چې پر دغه ولایت بر لاسي شي (۵). په دې توگه له ۱۵۲۰ ز تر ۱۷۰۹ ز پورې کندهار تر پنځوسو کالو د هندي پاچایانو او تر یو سلو شلو کالو پورې د ایران د صفوي دولت په ولکه کې را گېر پاتې شو.