د "پاکستان" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
۶۴ کرښه:
== تاریخ ==
پاکستان يو وخت نیم د هند برخه وه او نیمه نوره د هند لوېديځې برخې چې له چین هېواد سره د بلتستان د پولې څخه نیولې تر لاندې سنده او بلوچستان پورې د اوسني افغانستان پخوانۍ برخې وې . يو مهال د پښتنو قبایلو تر منځ د تربگلوۍ له کبله دغه سیمې په څو نومونو بېلې شوې چې يو لړ نومونه یې روهستان ، روهیله ، پښتونخوا ، شمال لوېديځه سرحدي ولایت او نور نومان پرې سیمه واکو پښتنو او وروسته بیا انگرېزانو ايښي .د پاکستان د هېواد تاریخ ډېر لنډ دی او يوه پېړۍ لا نه کېږي چې رامنځته شوی . ۶۹ کاله کېږي چې د پاکستان هېواد تاسيس شوی . د نن پاکستان د انگرېزانو او په ځانگړي توگه د امریکا سره د افغان جهاد پر مهال اړیکې د پوځي دیکتاتور ضياالحق لخوا ټینگې شوې چې لمخې یې د امریکا يو ولسمشر رونالډ رېگن پاکستان د امریکا ناوې هېواد گڼلای چې لا تراوسه هم د انگرېزانو تر ولکې یې نظام چلېږي. پاکستان په اسيا کې سوېل ختيځو هېوادونو کې راځي چې په ۱۹۴۷م زېږدي کې په ۱۴م د اگسټ يې د پاکستان نوم خپل کړ . انگرېزانو دغه هېواد له پيل څخه په فدرالي نظام وېشلی دی چې د ۱۹۷۳م زېږدي اساسي قانون لمخې یې په څلورو ايالتونو د قامونو په تناسب بېل کړی دی . دغه څلور ایالتونه پدې توگه ول : د پنجاب ايالت ، د شمال لوېديځې پولې ايالت چې اوسنی پښتونخوا ده ، د سنده ايالت او د بلوچستان ايالت . د هېواد پلازمېنه اسلام آباد نومېږي او کراچۍ ، لاهور ، فیصل آباد او راولپنډۍ يې نور صنعتي او نامتو لوی ښارونه دي .
په دغه هېواد کې برسېره پر ۶گو غټو توکمنو سلهاؤ مذهبي فرقې هم شتون لري چې په غټو توکمونو کې یې پنجابيان تر ټولو ډېره ډله بيا پښتانه دوهم لوی توکم دی ، سندهيان ، بلوڅان ، سرايکان ، هندکيان او هندوان شامل دي . په دیني لحاظ پاکستان کې ۹۷ سلنه مسلمانان دي چې په لسهاؤ فرقو او پیرانو وېشل شوي ، ۷۰ سلنه یې سوني اسلام منلی ، ۲۰ سلنه شعيه گان دي او ۵3 شاوخوا سلنه هندوان او عيسويان هم شته. همدارنگه په نړۍ کې د قاديانيانو تر ټولو لويه ډله د پاکستان هېواد پورې تړاؤ لري .
د 1947 نه وړاندې پاکستان،[[هند]] او [[بنگله دېش]] يو هېواد و چې د (برصغیر هند) يا د هند وړې وچې په نوم بللې کيدل . دغه وخت په هند کې د [[انگرېز|انگرېزانو]] واکمني وه۔