د "د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ" د بڼو تر مېنځ توپير

ورځ چې د پښتنو او بلوڅو لخوا لمانځل کېږي
Content deleted Content added
د "له پښتنو او بلوڅو سره د پیوستون ورځ چې د سنبلې په نهمه هر کال د افغانستان د قومونو او قبایلو..." تورو مخ جوړ شو
(بې توپيره)

د ۱۸:۵۱, ۱۹ مې ۲۰۱۵ بڼه

له پښتنو او بلوڅو سره د پیوستون ورځ چې د سنبلې په نهمه هر کال د افغانستان د قومونو او قبایلو وزارت له خوا لمانځل کیږی. په ۱۳۲۸ کال کې په کابل کې د یوې سترې غونډې په ترڅ کې چې د لر او بر قومي مشرانو او سیاسي ګوندونو استازو په کې ګډون کړی وو، د وږې نهمه د لر او بر پښتنو او بلوڅو د پیوستون د ورځې په نامه ونومول شوه. پخوا به د وږې نهمه په ډېرو شاندارو مراسمو نمانځل کېده، خو د ډاکټر نجیب الله د حکومت تر سقوط وروسته دغه ورځ له پامه ورغورځول شوه او په وروستیو څو کلونو کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له خوا یوازې د یوې تشریفاتي غونډې په بڼه نمانځل کېږي. په داسې حال کې چې له یوې خوا لر او بر پښتانه په لوی لاس افراطیت او جګړې ته هڅول کېږي او له بلې خوا یو شمېر مغرضو کړیو د دغه واحد قوم په جلا کولو پسې راخیستې ده، نو افغان حکومت باید د داسې ملي او تاریخي ورځو له نمانځنې څخه د لر او بر افغانانو په پیوستون او همغږۍ کې د یوه فرصت په توګه کار واخلي. پښتانه او بلوڅ د تاریخ په اوږدو کې له یو بل سره نږدې پاتې شوي دي، ګډ دیني، فرهنګي او تاریخي مشترکات لري، د لر او بر دښمنان به هېڅکله ډیورنډ کرښې ته څېرمه پراته وروڼه قومونه سره جلا نه شي کړای.