د "تور ويلني" د بڼو تر مېنځ توپير

۱ بايټ ورگډ شو ،  ۵ کاله مخکې
و
و
د تور ولينې ساقه څلور كنجه او ارغواني ته ورته سور رنگ لري او د ساقې په مخ په هره گنډه كې دوه متقابلې پاڼې خارجېږي.
د تور ويلني پاڼې بيضوى ډوله ، تېره څوكه او غاښوره ( دندانه ) لرونكې دي. گلان يې د نعناعیانو په ډول پورې اړه لري، كېداى شي چې سره ، ارغواني او يا سپين وي.
نوموړې بوټي په معتدلو او لمر درلودونكو ځايونو كې ښه وده كوي او د سرطان ( چنگاښ ) د مياشتې نه تر اسد( زمري) مياشتې پورې گلان نيسي . منتا پي پريتا ( Mentha piperita) يو يوناني ( هبريد) محصول دى چې د اولسمې پېړۍ په اواخرو كې د مشهور انگليسي بوټي پېژندونكي ( جي. رى) په وا سطه تشريح شو . او دا سې ښكاري چې د نعناع ټول ډولونه چې اوس مهال كرل كېږي. پكې شامل دي . تور ويلني په پراخه پيمانه په [[اروپا|ا روپا]] ، د [[آسيا|اسيا]] په سهېل ختيځ ، شمالي او جنوبي [[امريکا لويه وچه|امريكا]] اوستراليا كې كرل كېږي. او په وحشي او خپل سر ډول هم راټوكېږي . تور ويلنی یو شمېر طبيعي توکې لکه [[مېنټول]] (۵۰ ٪)، مېنتهون (۱۰ ٪)، پيپېروټ، ټانين، فلافړنويډونه،فلافونويډونه، اسېټيک اسيډ لري.
 
==تور ويلني په طب کی==
د پخواني طب له نظره تور وِیلنی نسبتا وچ او گرم دى، تور ويلني غاز ماتوونكى دى او د گېډي او كولمو گاز را كموي، گېډه ( معده) قوي كوي ، د معدې درد تسكينوي، د ويروس قوي ضد ځانگړنې( خواص) لري چې كولاى شي د د انفلونزا ( گريپ) د عامل ويروس ، سنوزيت، د ستوني درد، د رېزش له كبله التهاب ، د تناسلي آلې د تب خال سره مقابله وكړي او هغو ي له پښو وغورځوي. همدارنگه د والگي په درملنه كې گټور دى او د ستونې د درد د لرې كولو لپاره يي غړغړه كولاى شۍ.
۶٬۴۶۹

سمونې