د "تور ويلني" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Darios (خبرې اترې | ونډې)
د "{| style="margin: 0 0 1em 1em; border-collapse:collapse; font-size: 90%;" border="1" cellpadding="2" align="left" cellspacing="0" |- style="background-color: ; ! co..." تورو مخ جوړ شو
(بې توپيره)

د ۱۲:۳۷, ۱۵ مې ۲۰۱۵ بڼه

Mentha piperita
تور ويلنى
مملکه بوټي
څانگه Tracheobionta
طایفه د دوو تیفه گانو نباتونه
کورنۍ نعناعیانو (Lamiaceae)
جېنس تور ويلنى (Mentha)

تور ويلني (په لاتين: Mentha piperita) د څو کلنه یو درملي بوټي دي چی په اروپا او آسيا کې شته کېږي. نوموړي بوتي پرته له درملنې نه په سينگار کي کارېږي او په خواړو او څښاکو کې زياتېږي.

تاريخ

د تاریخ پوهانو په نظر چي په مصر کی په اهرام کې یی د تور ويلتي پانې پيدا وکړل، نو وايي چې تور ويلني د لرغونو درملو بوټو څخه دي چی په لرغوني مصر کې ۳۰۰۰ کاله مخکې کارشوي وو. خو دغه بوټي په لرغوني يونان او روم کی هم کارېده. په اروپا کی تور ویلني د درمل په توگه د ۱۸ پېړی څخه راهیسی کارېږي.

توصيف

تور ویلني د نعناعیانو څخه دي چی د Lamiaceae په کورنی او د ويلني په جنس پورې اړه لري: د تور ولينې ساقه څلور كنجه او ارغواني ته ورته سور رنگ لري او د ساقې په مخ په هره گنډه كې دوه متقابلې پاڼې خارجېږي.

د تور ويلني پاڼې بيضوى ډوله ، تېره څوكه او غاښوره ( دندانه ) لرونكې دي. گلان يې د نعناعیانو په ډول پورې اړه لري، كېداى شي چې سره ، ارغواني او يا سپين وي.

نوموړې بوټي په معتدلو او لمر درلودونكو ځايونو كې ښه وده كوي او د سرطان ( چنگاښ ) د مياشتې نه تر اسد( زمري) مياشتې پورې گلان نيسي . منتا پي پريتا ( Mentha piperita) يو يوناني ( هبريد) محصول دى چې د اولسمې پېړۍ په اواخرو كې د مشهور انگليسي بوټي پېژندونكي ( جي. رى) په وا سطه تشريح شو . او دا سې ښكاري چې د نعناع ټول ډولونه چې اوس مهال كرل كېږي. پكې شامل دي . تور ويلني په پراخه پيمانه په ا روپا ، د اسيا په سهېل ختيځ ، شمالي او جنوبي امريكا او ستراليا كې كرل كېږي. او په وحشي او خپل سر ډول هم راټوكېږي .

تور ويلني په طب کی

د پخواني طب له نظره تور وِیلنی نسبتا وچ او گرم دى، تور ويلني غاز ماتوونكى دى او د گېډي او كولمو گاز را كموي، گېډه ( معده) قوي كوي ، د معدې درد تسكينوي، د ويروس قوي ضد ځانگړنې( خواص) لري چې كولاى شي د د انفلونزا ( گريپ) د عامل ويروس ، سنوزيت، د ستوني درد، د رېزش له كبله التهاب ، د تناسلي آلې د تب خال سره مقابله وكړي او هغو ي له پښو وغورځوي. همدارنګه د والگي په درملنه كې گټور دى او د ستونې د درد د لرې كولو لپاره يي غړغړه كولاى شۍ.