د "عطارد" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
ځینې تړنې کې فعاله شوې.
د سمون لنډیز نسته
۲ کرښه:
 
[[وېشنيزه:لمريز نظام]]
په [[لمريز غونډال]] كې، عطارد تر ټولو كوشنۍ او [[لمر]] ته نږدې [[سياره]] ده چې په ۸۸ ځمکنیو ورځو کې یوه پلا پر لمر را چورلي. دا له [[ځمکه|ځمکې]] لیدل کېږي او داسې برېښي چې يوه ورځ يې د ځمکې له ۱۱۶ ورځو سره برابره ده. عطارد په خوځښت (حرکت) کې د لمريز غونډال تر بلې هرې سيارې ګړندۍ ده. كېداى شي چې د همدې ګړنديتوب له كبله يې د (Mercury) نوم پر ايښى وي چې د روم په لرغوني دين كې هغه استازى وو چې په ډېرې چټكتيا يې ځان تر خدايانو رساوه. دا سیاره کومه پېژندل شوې [[پنځیزه (طبیعي) سپوږمۍ]] نه لري.
 
عطارد خپله هواوېجه (اټموسفیر) نه لري چې د لمر تودوښه خوندې کړي، نو ځکه د مخ تودوښه یې له نورو سيارو څخه توپیر لري--- یانې تودوښه یې د شپې ۱۰۰ كالوينه (- ۱۷۳ درجو) او د ورځې له خوا په ځينو استوايي سيمو كې ۷۰۰ كالوينه (۴۲۷ درجو] ته رسېږي. قطبونه يې په پر‌له‌پسې توگه تر ۱۸۰ كالوينه (- ۹۳ درجو) ټيټ دي. د نورو سيارو په پرتله د عطارد د محور كږوالى لږ [یانې كابو ۱/۳۰ درجې] دى، خو چورلیزه وتنه (orbital eccentricity) يې بيا تر نورو سيارو ډېره ده. همدا لامل دى چې د نورو سيارو په تېره بیا ځمكې په شان موسمونه نه لري. په خپل اوج كې د حضیض په پرتله یو نیم وار له لمره ليرې وي. د عطارد مخ هم لکه د سپوږمۍ هغې ګڼشمېر کندې لري چې د دې ښکارندویي کوي چې دا له ملیارډونو كلونو راهیسې په ځمکپوهنیزه توگه ناچارنده (غير فعاله) ده.
"https://ps.wikipedia.org/wiki/عطارد" نه اخيستل شوی