د "لمريز غونډال" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
ود سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۲۰ کرښه:
دنننۍ سیارې (Inner Planets):
څلور دنننۍ سیارې-- لکه عطارد، زهره،[[زهره]]، ځمکه، او مریخ تر نورو سیارو کوشنۍ او لمر ته ډېرې نږدې دي. دا ډبرینې سیارې (terrestrial planets) هم بولي. هغه په دې خاطر چې دا ځمکې ته ورته دي ــ یانې ډبره او اوسپنه یې د جوړښت اصلي توکي دي. بهرنۍ او دنننۍ سیارې د سیاره‌وزمو د کړۍ (asteroid belt) له لارې سره بېلې شوي دي.
 
بهرنۍ سیارې (Outer Planets):
په څلورو بهرنیو سیارو کې لومړنۍ دوې-- لکه مشتري او زحل د ګازي بلاوو (gas giants) په نامه پېژندل کېږي چې هایډروجن (hydrogen) او هیلیم (helium) یې د جوړښت اصلي توکي دي. پاتې دوې-- لکه اورانوس او نیپټون بیا کنګلنۍ بلاوې (ice giants) بولي. دا دوې بیا له اوبو، امونیا (ammonia)، او میتان (methane) څخه جوړې شوي دي. د څلورو بهرنیو سیارو په ګډون، ډېری پېژندل شوي سیاره‌ګیانې په کنګلنۍ سیمې (ice zone) کې دي او د نیپټون ها خوا ته، چې د کایپر کړۍ (Kuiper Belt) یې بولي، د ډېرو لکیورو د پیدا کېدو ځای دی.
 
که څه هم د دنننیو او بهرنیو سیارو تر مېنځ تخنیکي توپیرونه ډېر دي خو یو څو عام یې په لاندې ډول دي:
دنننۍ سیارې - Inner Planets
(عطارد، زهره، ځمکه، او مریخ) بهرنۍ سیارې - Outer Planets
(مشتري، زحل، اورانوس، او نیپټون)
سیارې یې کوشنۍ دي
په دې کې ځمکه تر ټولو غټه (قطر: ۱۲۷۵۶ کیلو متر) او عطارد بیا تر ټولو کوشنۍ سیاره ده (قطر: ۴۸۷۸ کیلو متر). سیارې یې غټې دي
په دې کې مشتري تر ټولو غټه (قطر: ۱۴۲۹۸۴ کیلو متر) او نیپټون بیا تر ټولو کوشنۍ سیاره ده (قطر: ۴۹۵۳۲ کیلو متر).
کلکې (جامدې) سطحې لري
د تیوري په توګه، یو څوک کولای شي چې د دې سیارو پر مخ ودرېږي (که څه هم یوازې پر ځمکه ژوندی پاتې کېدای شي). سطحې نه لري بلکې د ګازونو پنډوسکي دي
بهرنۍ سیارې له ګازونو څخه جوړې شوي دي او کېدای شي چې یو وړوکی جامد یا مایع مرکز هم ولري، خو دا بیا ناشونې ده چې څوک دې پر ودرېږي.
لوړ کثافت (density) لري
د توکو لوړ کثافت یې د سیارو د کچ (size) او جوړښت لامل دی. د دنننیو سیارو رغنده توکي یو بل ته ډېر نږدې اوډل شوي او همدا لامل دی چې څلور سره سیارې کوشنۍ او جامدې دي. ټیټ کثافت لري
د غټوالي سربېره، د دې سیارو رغنده توکي یو بل ته نږدې نه دي اوډل شوي او همدا لامل دی چې دا سیارې د خپلو حجمونو په پرتله سپکې دي.
بېلابېلې هوا‌وېجې (اټموسفیرونه) لري
په دې کې د سیارو د هوا‌وېجو جوړښتونه یو له بل څخه توپیر لري. د بېلګې په توګه، عطارد هوا‌وېجه نه لري، که څه هم په پورتنۍ سطحه کې یو څه سوډیم (sodium) او هیلیم لري. د زهرې د هغې زیاته برخه کاربن ډای‌اکسایډ (carbon dioxide) او لږه یې نایټروجن (nitrogen) ده. د ځمکې د هوا‌وېجې زیاته برخه نایټروجن، یو څه اکسیجن (oxygen)، او ډېره کمه برخه یې نور ګازونه دي. د مریخ دا هم لکه د زهرې هغې زیاته برخه یې کاربن ډای‌اکسایډ، لږه یې نایټروجن، او ډېر نری اټموسفیر لري. ورته هوا‌وېجې لري
د بهرنیو سیارو د هوا‌وېجو زیاتې برخې له هایډروجن (hydrogen) او هیلیم څخه جوړي شوي دي. د اورانوس او نیپتون هغې میتان او ځینې نور ګازونه هم لري.
پخوانیو پېژندې
دنننۍ سیارې زرونه کاله وړاندې لا پېژندل شوي وې. پخواني ستورپوهان که څه هم په دې نه پوهېدل چې دا څلور سره سیارې دي خو په شتون یې خبر ول. پخوانیو نه پېژندې
په بهرنیو سیارو کې یوازې مشتري او زحل د پخوانیو ستورپوهانو له خوا لیدل شوي وې. حال دا چې اورانوس په ۱۷۸۱ او نیپټون بیا په ۱۸۴۶ کې وپېژندل شوې.
محوري حرکت یې سوکه دی
په محوري حرکت کې یوه سیاره پر خپل محور را څرخي چې شپه او ورځ هم له همدې څخه پیدا کېږي. په دنننیو سیارو کې ځمکه تر ټولو چټکه ده چې یو محوري حرکت په ۲۳ ساعته او ۵۶ دقیقو کې بشپړوي. زهره بیا په ۲۴۳ ځمکنیو ورځو کې یوه پلا پر خپل محور را څرخي او هغه هم له نورو سیارو څخه پر مخالف لور ــ یانې د زهرې یوه ورځ د ځمکې ۲۴۳ ورځې کېږي. محوري حرکت یې چټک دی
د ټولو بهرنیو سیارو محوري حرکت د دنننیو هغو په پرتله چټک دی. مشتري په ۹ ساعته او ۵۵ دقیقو کې، زحل په ۱۰ ساعته او ۳۹ دقیقو کې، اورانوس په ۱۷ ساعته او ۱۴ دقیقو کې، او نیپټون هم په ۱۶ ساعته او ۶ دقیقو کې یوه پلا پر خپل محور را څرخي. مشتري او زحل د خپل ګړندي حرکت په لامل پیت (هموار) او د استوا پر کرښې پراخ مالومېږي.
چورلیزه موده (orbital period) یې لنډه ده
په چورلیز حرکت کې یوه سیاره پر لمر را څرخي چې کال هم له همدې څخه جوړېږي ــ او د یوه حرکت بشپړېدا چورلیزه موده بلل کېږي. لمر ته د ډېر نږدېوالي له کبله، د دنننیو سیارو چورلیز (مداري) حرکت ډېر ګړندی دی. عطارد په ۸۸، زهره په ۲۲۴، ځمکه په ۳۶۵، او مریخ په ۶۸۷ ځمکنیو ورځو کې پر لمر را چورلي ــ یانې د مریخ یو کال د ځمکې ۶۸۷ ورځې کېږي. چورلیزه موده یې اوږده ده
له لمر څخه د ډېر لیریوالي له کبله، د بهرنیو سیارو چورلیز حرکت ډېر سوکه دی. مشتري په ۱۲، زحل په ۲۹، اورانوس په ۸۴، او نیپټون په ۱۶۵ ځمکنیو کلونو کې پر لمر را چورلي ــ یانې د نیپټون یو کال د ځمکې ۱۶۵ کاله کېږي.
لږې سپوږمیانې لري
عطارد او زهره سپوږمیانې نه لري. په دې کې یوازې ځمکه یوه او مریخ دوې سپوږمیانې لري. ډېرې سپوږمیانې لري
ټولې بهرنۍ سیارې سپوږمیانې لري. په دې کې مشتري ۶۳، زحل ۶۰، اورانوس ۲۷، او نیپټون ۱۳ پېژندل شوي سپوږمیانې لري.
کړۍ نه لري
په دنننیو سیارو کې هیڅ یوه هم کړۍ (ring) نه لري. کړۍ لري
ټولې بهرنۍ سیارې کړۍ لري. دا کړیانې له اره (په اصل کې) د دوړو او ډبرو ټیکلي (discs) دي او داسې برېښي لکه ټوټې شوې سپوږمیاني چې وي. په دې کې د زحل کړۍ د نورو سیارو په پرتله ډېره لیدوړه ده.
ډېرو تشیالبېړیو لیدنې ځنې کړي دي
په دې خاطر چې ځمکې ته نږدې دي، مریخ او زهرې ته ډېرې تشیالبېړۍ تللي دي. له عطارد څخه یوازې دوو تشیالبېړیو لیدنې کړي دي. يوازې یوې تشیالبېړۍ لیدنې ځنې کړي دي
د وایجر ۲ په نامه تشیالبېړۍ که څه هم مشتري او زحل ته څو پلا تللې خو له اورانوس او نیپټون څخه یې یوازې یوه پلا لیدنه کړې ده.
 
زموږ لمریز غونډال د اسمانلار په ښکاري مټ (Orion Arm) کې دی چې د ستورټلیځ (کهکشان) له مرکز څخه کابو ۲۶۰۰۰ نوري کاله لیرې دی. په دې ستورټلیځ کې په ملیارډونو نور لمریز غونډالونه او په پینۍ (کاینات) کې بیا په ملیارډونو ستورټلیځونه شته چې ښایي ځینې به يې مېشتوړ (habitable) ــ یانې د اوسېدا لپاره وړ شرایط هم ولري. زموږ په لمریز غونډال کې واټنونه په ستورپوهنیز یوون (Astronomical Unit, AU) سره کچل کېږي. یو (AU) د لمر او ځمکې تر مېنځ واټن سره برابر دی چې کابو یو نیم سل (۱۵۰) ملیون کیلو متره کېږي.