د "عطارد" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
ود سمون لنډیز نسته
ود سمون لنډیز نسته
۵ کرښه:
 
عطارد خپله هواوېجه (اټموسفیر) نه لري چې د لمر تودوښه خوندې کړي، نو ځکه د مخ تودوښه یې له نورو سيارو څخه توپیر لري--- یانې تودوښه یې د شپې ۱۰۰ كالوينه (- ۱۷۳ درجو) او د ورځې له خوا په ځينو استوايي سيمو كې ۷۰۰ كالوينه (۴۲۷ درجو] ته رسېږي. قطبونه يې په پر‌له‌پسې توگه تر ۱۸۰ كالوينه (- ۹۳ درجو) ټيټ دي. د نورو سيارو په پرتله د عطارد د محور كږوالى لږ [یانې كابو ۱/۳۰ درجې] دى، خو چورلیزه وتنه (orbital eccentricity) يې بيا تر نورو سيارو ډېره ده. همدا لامل دى چې د نورو سيارو په تېره بیا ځمكې په شان موسمونه نه لري. په اوج (aphelion) كې د حضیض (perihelion) په پرتله یو نیم وار له لمره ليرې وي. د عطارد مخ هم لکه د سپوږمۍ هغې ګڼشمېر کندې لري چې د دې ښکارندویي کوي چې دا له ملیارډونو كلونو راهیسې په ځمکپوهنیزه توگه ناچارنده (غير فعاله) ده.
 
په لمریز غونډال کې د عطارد چورلښت بېساری دی. دا سیاره داسې پر لمر را چورلي لکه سپوږمۍ چې پر ځمکې را څرخي--- یانې د چورلښت پر مهال د سپوږمۍ یوه خوا تل د ځمکې پر لور وي، نو د عطارد دا هم یوازې یوه خوا د لمر پر لور وي چې دې ته په ستورپوهنه کې نیولی چورلښت (captured rotation, tidal locking, gravitational locking) وایي.
"https://ps.wikipedia.org/wiki/عطارد" نه اخيستل شوی