د "محمد" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
{{ويکيسازنه}}
{{اسلام}}
'''محمد بن عبدالله بن عبدالمطلب''' د اسلام د وروستي پيغمبر نوم دی. مسلمانان په دې گروهه دي چې محمد {{ص}} د الله وروستی پيغمبر دی او تر هغه وروسته پيغمبري يا نبوت ختم شوی نو له همدې کبله د هغه د خاتم النبيين په نامه هم پېژندل کېږي. دې کایناتو دپيداکوونکى په انسانيت باندې دټولو نه لوى احسان دا دی چې ددوى دهدايت لپاره یې وخت په وخت دنياته انبياء <sup>عليهم السلام</sup> راليږلي دي او بيا په تيره تيره دټولو نه اخر ته یې زمونږ خوږ نبى <sup>صلى الله عليه وسلم</sup> درحمت اللعالمين په حيث راوليږلو اودهغوي بلنه او د[[ژوند]] حالات یې دا رنگ په حفاظت کې وساتل چې دهغې بېلگه د نړۍ په يوانسانى تاريخ کې هيچرته هم نۀ شى موندل کيدی. درسول پاک <sup>ص</sup> دژوند ورځې شپې مونږته دارنگ په حفاظت اومکمل ډول رارسيدلى دى چې يو طرف ته خودهغې د دريښتنوالى داسې انتظام وشو چې تراوسه پورې د هغې په صداقت کې څوک چوڼ قدر له هم نۀ شى کولی اوبل طرف ته داوږدوالى یې داحال دی چې دحضور (ص) ويناگانې دژوند تيرولو لارې چارې کړه وړه ناسته پاسته خبرې اترې داستوگنې چلونه کلى کلولى اولاتيریدا چې د [[خوراک]] [[څښاک]] ، د ویده کيدو ويښيدو اودو شتو ټوکو پورې واړه حرکتونه دامت مشرانو محفوظ ساتلى دى
 
لنډه دا چې دهغوى (ص) پحقله يونيم زر کاله پس نن هم مونږ دهرڅه نه خبر يو اوداځکه چې دهغوى (ص) تعليمات ترقيامته پورې پاتې کيدونکى دى دلته زۀ صرف دحضور (ص) داولنى ژوند مبارک په حقله څوټکى عرض کول غواړم .
"https://ps.wikipedia.org/wiki/محمد" نه اخيستل شوی