د "بېلجیم" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۴ کرښه:
د بلجيم سلطنتي هېواد د [[لودیځې اروپا]] له هېوادونو څخه دى چې د اروپايي اتحاديې له بنسټګرانو هم شمېرل كيږي او همدغه راز د شمالي انټلانټيك يا ناټو له بنسټګرانو هم دى. په دې سیمه کې چې نن بلجیم بلل کېږي د مسيح ع له ميلاده ۵۰ كاله وړاندې په كې د سلت قوم ژوند كاوه .
 
==پلازمېنه==
ددغه هېواد پلازمينه برسل یا [[بروكسل]] د اروپايي اتحاديې اصلي مقر دى .
Line ۹ ⟶ ۱۰:
معتدل ، مرطوب باراني اقليم لري او د ټيټې ارتفاع لرونکی ټاټوبى دى چې څه له پاسه نيمايي برخه يې جلګو پوښلې ده .
==خپلواکي==
 
بلجيم د اوږدې مودې لپاره د فرانسې، هالنډ او هسپانيې د ښکېلاک برخه ګڼل كېده . بالاخره په ۱۸۳۰ ميلادي كال د لومړي ځل لپاره خپلواك شو .
 
Line ۳۲ ⟶ ۳۳:
فډرال حكومت همدغه راز مسئوليت لري چې كلي قوانين وضع كړي او د هېواد اقتصادي، کولتوري او ټولنیز تګلوري هم وټاكي .
 
==ژبې==
د بي بي سي د راپور له مخې د دوه ژبو فرانسوي او هالنډي د وګړو ترمنځ تاوتريخوالى كله ناکله راپورته کېږي، او هالنډي يا ښي لاسي د فلندر د سيمې د خپلواكۍ غوښتنه كوي، په ورته وخت كې رايه ورکونې ددې ښودنه كوي چې زياتره بلجيميان د فډرال حكومت پلويان دي.
 
==اقتصاد :==
 
بلجيم په يوه ډېره صنعتي سيمه كې پروت هېواد دى. ددغه هېواد اقتصاد په خصوصي برخه څرخيږي. په ۲۰۰۶ ميلادي كال ددغه هېواد كورنى ناخالص توليد ۳۴۲.۵ ميليارده ډالره وو. په دغه هېواد كې د بيو تورم هم ۱.۸ سلنه دى .
 
==صنعت او کاري ځواک==
 
كابو ۴.۹ ميليونه كسان كاري ځواك لري چې يوه سلنه يې په كروندګرۍ ، ۲۴.۵ سلنه يې په صنعت او ۷۴ سلنه يې د خدماتو په برخه كې په كار بوخت دی. په دغه هېواد د بېكارۍ كچه ۸.۱ سلنه ده او څلور سلنه خلك يې د فقر له كرښې لاندې ژوند كوي .
Line ۵۱ ⟶ ۵۴:
 
==خلك : ==
 
په ۲۰۰۷ ميلادي كال كې ددغه هېواد نفوس ۱۰۳۹۲۲۲۶ كسان وو چې منځنى عمر په كې ۴۱.۱ كاله دى او ژوند ته په كې تر ۷۸.۹۲ كلونو پورې هيله شته .
 
==دین او سیاست==
 
د بلجيم اساسي قانون له سياسته د دين په بېلوالي او له كليسا څخه د حكومت په لېرې والي ټينګار لري. په همدې دليل په بلجيم كې رسمي دين نشته خو كاتوليك كليسا بيا د هېواد په ډېرو سيمو كې استازولۍ لري .
 
==ایډز==
د ۲۰۰۳ ميلادي كال د رسمي احصائيو له مخې د دغه هېواد ۰.۲ سلنه خلك د ايډز په ويروس ككړ وو .
 
==اړيكتيايي چارې :==
 
په بلجيم كې ۴.۷۱۹ ميليونه ثابتې ټېلفوني كرښې فعاليت لري او او ۹.۶۶ موبايلونه هم پكې شته دي . ۲۵ ټلويزیوني چينلونه په كې خپرونې کوي. بلجيم د نورو اروپايي هېوادونو په خلاف يوه واحده حكومتي رسنۍ نلري بلكه حكومتي رسنۍ يې په دوه برخو ويشل شوې دي چې هره يوه يې يوه راډيو او ټلويزیون لري .
Line ۷۴ ⟶ ۷۸:
 
{{د اروپايي اتحاديې غړي هېوادونه}}
 
 
 
 
 
[[وېشنيزه:بلجيم]]