د "غاټول" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته |
|||
۱ کرښه:
[[File:Tulip agenensis ZE.jpg|بټنوک|
'''د غاټول گل''' (په فارسي گل لاله) چې ځینې خلک یې خاټول هم بولي د سوسن کورنۍ چې په افغانستان او گاونډیو هېوادونو کې یې د لومړي کال لمانځلو یواځینې لامل گڼلی شو. ددې گل څه باندې ۱۰۰ تر ۱۵۰ مختلف ډولونه ثبت شوي. دا گل د نړۍ په هره برخه کې راشنه کېږي، مگر په خپل سر راټوکېدونکي گلانو سیمه یې بیا د مرکزي اسیا هېوادونه دي چې د وښو په څېر راشنه کېږي. د راټوکېدو موسم یې د پسرلي (بهار) موسم دی. دا گل په افغانستان، ترکیه، ایران، د اورال غرونو د سیندونو په سواحلو، د سوریې په لودیځه برخه، د خزر او تور سمندرگي پر څنډو، یونان، ایټالیا، اسپانیا او د شمالي افریقې د مدیترانه یي سمندرگي په غاړو راشنه کېږي. د بوټپوهنې له پلوه دا بوټي په دوه برخو وېشل شو: غټ روزل کېدونکي لاله گلان او کوشني خپلسري راټوکېدونکي لاله گلان. د خپلسري راټوکېدونکو گلانو په نسبت روزل شوي گلان د غټو پاڼو او جام لروکي وي. او همدارنگه مختلف النوعه گلان په کې پیداکېږي.
|