د "لارښود:وېشنيزه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د "وېشنیزه یا د لیکنو ډلبندۍ لپاره که موږ وغواړو چې یوه لیکنه په وېشنیزو او ډلبندیو ووېشو او ی..." تورو مخ جوړ شو
(بې توپيره)

د ۲۲:۳۰, ۱۴ مارچ ۲۰۱۵ بڼه

وېشنیزه یا د لیکنو ډلبندۍ لپاره که موږ وغواړو چې یوه لیکنه په وېشنیزو او ډلبندیو ووېشو او یا یې سره راټولې کړو نو مونږ باید د هرې لیکنې په پای برخه کې په دې توګه وېشنیزه جوړه کړو. لکه څرنګه چې دا یوه مرستندویه پاڼه ده، نو ددې پاڼې په پای کې د مرسته وېشنیزه جوړوو.

[[وېشنیزه:مرسته]]

نوې وېشنیزه جوړول

نوې وېشنیزه هم همداسې جوړېږي لکه یوه نوې پاڼه چې جوړوو، توپیر په کې دا دی چې له نوم څخه مخکې د وېشنیزه: متن لیکل کېږي. فرض کړئ تاسو د افغانستان وېشنیزه جوړول غواړئ. نو په پورته کیڼ اړخ په پلټن ځای کې وېشنیزه:افغانستان ولیکئ او وپلټئ. که چېرې له مخکې څخه په دې نامه وېشنیزه نه وه موجوده، نو بیا د پلټنې پایله کې به مو د وېشنیزه:افغانستان الفاظ په سره کرښه کې ښکاره شي، چې پرې کلیک کولو سره به یوه نوې پاڼه ستاسې مخ ته راخلاصه شي. اوس په دې پاڼه کې ددې وېشنیزې تفصل دا وېشنیزه د افغانستان اړونده ده ولیکئ او بیا یې خوندي کړئ.