د "زلمی خليلزاد" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
۱۳ کرښه:
 
== اووه طرحې او افغانستان اشغالول ==
مخکې لدې چې امریکا په افغانستان برید وکړي ، زلمي خلیلزاد په ۱۹۹۸م زېږدي کې د بل کلنټن په ادارې نیوکې پیل کړي وې چې ولې په افغانستان کې په طالبانو برید نه کوي . په هماغه کال کې بل کلنټن د خوست په ولایت يو څو بالیستک مزايله وتوغول خو د هوايي برید امر یې ورنکړ . د زلمي خلیلزاد سره يوځای د پاول ولفوېچ چې د امنیت ادارې مشر و دلیلونه پدې روان و چې په تنزانيا او نورو افریقايي او آسيايي سیمو کې د امریکا په سفارتخانو بریدونه وشول د طالبانو د ملاتړي اسامه بن لادن لخوا تنظيم شوي ول. همدې سره يې پدې ټينگار درلود چې دوی په منځيني ختيځ کې په سوډان ، سوماليه او افغانستان کې تره گريزه کمپونه پرانیستي چې وگړي سختدريځۍ ته روزي. په همدې پیر کې ښاغلي خلیلزاد د نظار شورا مشر احمدشاه مسعود سره څو ځلې ولیدل او سلامشورې ورسره شریکولې . وروسته چې کله د جورج بوش اداره واک ته ورسېده نو ښاغلي بېمن او خلیلزاد د پاول ولفويچ او زبېگنیو برېژنسکي سره يوځای همدې ادارې ته ورننوتل او خپل د تېرو نیوکو لپاره يې ښه فرصت د ۲۰۰۱م زېږدي کال د ۱۱ م سپتمبر بریدونو کې ولید . په همدې مهال برهاند الدین رباني هم د خلیلزاد لپاره ځینې سپارښتنې درلودلي چې وروسته یې د امنیت ادارې (رېنډ کورپس)د يو کارکوونکي ډینيل بېمن سره يوځای منځيني ختیځ ته صدام او ټولې نړۍ ته يې اسامه بن لادن خطرونه بلل . دواړو د واشنگټن کوارټرلي په يوې ژمني گڼې کې يوه لويه لیکنه په ۲۰۰۰م زېږدي کې چمتو کړې وه چې سرلیک ېې داسې دی (Afghanistan consolidation of a Rougue State) . په همدې لیکنه کې يې په خانگړي توگه افغانستان ته د اووه ترحو په وړاندې کولو د بوش په ادارې ټينگار کړی و چې وخت رارسېدلی چې افغانستان د تره گرۍ ځالې څخه وژغوري . او يوه ځای کې يې نغوته داسې کړې وه چې (ولې باید موږ فکر وکړو؟)دېته په کتلو دواړو خلیلزاد او بېمن داسې لیکلي و چې د متحدې امریکې د وگړو لپاره هر ځای په بهر کې او دننه امریکا لپاره هم ډېر لوی گواښ په مخکې شته چې په تېروخت کې بل کلنټن ورته پام نه ؤ کړی خو اوس د بوش اداره باید دېته پام وکړي او پرته له پوځي برید څخه ناشونې ده چې په منځني اسيا کې د ترهگرو ځالې ته د پای ټکی کېښودل شي . د بوش لپاره د ښاغلي خلیلزاد او ډينيل بېمن اووه ترحې داسې وې :
# '''د واک په موازنې کې بدلون'''! خليلزاد او بېمن دواړواستدلال کاوه چې دوی طالبان بې واکه کولی شي او دا کار د شمالي ټلوالې په ملاتړ شونې ده او بيا بېرته د حاکمو قبائيلي پښتنوځينې غړي په مقابل د طالبانوکې درول پکار دي . دا هاغه پښتانه باید وي چې د طالبانو څخه ځپل شوي وي. ترحه ليکونکو امريکې ته د قناعت ورکولو سره سم ويئل چې امريکا بايد د طالبانو پر ضد د روسيې ، چين، او ايران سره هماهنگي وکړي. او د خپلو غيرمتحدينو سره دې خپله گټه ملگرې کړي تر دې چې د طالبانيزم د تگلارې د تبليغ خپراوی بند شي او دوی بې واکه شي.
# '''د طالبانو د تگلارې او نظرياتو مخالفت''' ! خليلزاد او بېمن سلا ( مشوره) ورکوي چې د امريکا غږ راډيو خپرونه دې افغانستان لپاره وغځوي او لدې لارې اسلامي ماډرېټان او نور د طالبانو مخالفين دې د طالبانو په مقابل چمتو او راوچت کړي.
# '''پاکستان د فشارلاندې نيول تر څو د طالبانو ملاتړ پرېږدي'''! پاکستان د طالبانو تر ټولو مهم ملاتړی دی. د ليکوالانو د ليکلو څخه چې يې وېلې ؛ پاکستان خپل د دې ناوړي عمل مسئوليت په غاړه لري او کولی شي چې د طالبانو د حکومت په نسکوريدو کې يو ځانگړی رول ولوبوي . دې سره د پاکستان امریکا ته دا مشوره وه چې دوی دې د هند د پاکستان په لورې تگلارې باندې لگ څه فشار واچوي چې مخه بلې خواته کړي .
# '''طالب_ځپلو خلکو سره مرسته'''! خليلزاد او بېمن دااستدلال کاوه چې بشري مرستې د طالبانو د کمزورۍ لپاره يوه بله ذريعه ده.
# '''د ماډرېټو ملاتړ''' ! لکه څنگه چې دايوه برخه د دغو هڅو بلل کېده نو ترحه ليکونکيو په خپلومشوروکې داسې څرگندوله : چې د يوې لويې غونډې يا دوديزه ټولي يادول، چې [[لويه جرگه]] نومېږي اړینه ده. دا يوه عنعنوي د قبائيلود دود ټولنيزه بڼه ده او مجلس دی .لويه جرگه دې د افغانستان پخواني تښتېدلي پاچا، [[محمد ظاهر شاه|ظاهر شاه]]تر څارنې لاندې راوغواړي .
# '''د افغانستان اهميت پخپله کوروالو ته په وټه ورلوړول''' ! خليلزاد او بېمن ليکي، ؛؛روان غفلت يا د بې پروايۍ يواځينی لامل د گډوډۍ او د تشدد مانا ورکوي او دغه روانه بې پروايي چې د امريکې د گټو لپاره به گواښ اود ناراحتۍ سبب حتمي وگرځي. نو ځکه بايد په بېړه خپل اقدامات وکړي او د امریکايي دخل د ملاتړ لپاره په وټه ييزو مرستو د سیمې ولږي خلک دېته چمتو کوي چې د هېواد اهميت ورته په امریکايي ملاتړ کې څرگند شي.
# '''د سختدريځه کړیو په مقابل نړیوال راپارول''' ! دواړو بېمن او خلیلزاد دنړېوالو مرسته په پوځي او بشري اړخونو کې يوه اهمه وروسته له ماموريته مهمه بلله .
د خليلزاد په دغه نرمې مقالې کې چې سپارښتنې شوې وې د تورکيې د بهرنيو چارو د وزارت يوې انگرېزي مجلې کې خپرې شوې وې چې نه يوازې د سپارښتنې لخوا پزړه پورې او د يادونې وړ خبرې وې ، په هماغه وخت کې د بوش ادارې غړو د يوولسم د سپتمبر د غميزې لپاره يو څه د خواخوږۍ غږ او پېغمبرانه کتنه بلله . د همدې پر بنسټ د بوش اداره د افغانستان په خوا ميدان ته راووتله اود خلیلزاد او بېمن ټینگار یې خپل د لارې او تگلارې يوه نژدې لاره وگڼله .
 
== په عراق کې د امریکې استازی ==