د "زلمی خليلزاد" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
۱۶ کرښه:
 
== د زلمي خلیلزاد په هکله د نظر خاوندانو څرگندونې ==
٫٫ افغانستان د پرمختگ په لور روان دی او ډېر روښانه پرمختگونه د وسایلو او پیسو کارولو لخوا چې افغانستان ته یې ځانگړې کړل د يادولو وړ دي ،،(خلیلزاد د افغانستان لپاره د امریکې استازی ۲۰۰۴م زېږديز) ـ د خلیلزاد دغو څرگندونو ته په نغوته يوې مشهورې خبريالې کيرا کوشيلاینک دا گڼي چې د زلمي خلیلزاد دغه څرگندونې يوازې دا په ډاگه کوي چې ښاغلی خلیلزاد پرمختگ د پیسو او دوی ته د سهولتونو د ورکړې ته وايي او د ځمکني حقایقو څخه سترگې پټوي چې له ۲۰۰۱م زېږدي څخه تر ۲۰۰۳م زېږدي پورې يې ډېر بشري تېروتنې ترسره شوې چې د خلکو مرگ ژوبلې باندې وواؤښتلې . همدارنگه خبرياله وړاندې د ۱۰ بیليونه ډالرو يادونه کوي چې يوازې د امریکې لخوا لگول شوي او د برلین په ښار کې د مرستو لپاره غونډې ته اشاره کوي وايي : چې د اپرېل لومړۍ ۲۰۰۴م زېږدي کې په برلین کانفرانس کې د ۸.۲ بیليونه ژمنه وشوه چې لومړیو کالونو کې به ۴.۵ بيليونه به شمدستي په افغانستان کې لگول کېږي ، خو له هماغه راهیسې وینو چې تر اوسه د افغانستان لپاره دغسې ژمنو والا پيسې د امریکا په پوځ لگول شوي چې د اسامه بن لادن په درک پسې گرځېدل خو د افغانستان په وگړو يوه ايکۍ هم نده لگول شوې او ډېری وگړي اوزگاره دي کارونه ورته نشته ټولنه ویجاړه پرته د څو گوتو په شمار ودانیو او يو څو سرتړلیو موټرونو نور هېڅ کوم پرمختگ ندی شوی او خلکو کې خوارځواکي رامنځته شوې نو پرمختگ د چا لپاره؟ . امریک چې په افغانستان کې ۷م د اکتوبر ۲۰۰۱م زېږدي جگړه پیل کړې يقينآ چې پایته نده رسېدلې او پر ځای يې نورې بدمرغۍ هم له ځان سره راوړي لکه د اتمي بمونو (کلستر بمونه) کارول ، مينونه خښول ، د کاناډا هېواد د ناټو غړی هم ورپسې کاږل او يو بېکاره دولت ملاورتړل چې په خلکو کې ناوړه لاسپوڅی بلل کېږي او هېڅ د ښو شهرت نلري . په لومړیو دؤو کالونو کې د لومړنیو مرستو څرک هم نه لگېږي چې لمخې یې خلکو ته نه ښوونځي ودان شوي نه يې خلکو ته کورونه ورجوړ کړي او پخپله افغان حکومت ددې توان نلري چې ښه څانگواله کدرونه ولري چې لمخې یې بدمرغي له نېکمرغي لا ډېره شوې . همدارنگه د ښځو او ماشومانو په ورځيني ژوند کې د پام وړ مثبت بدلون ندی ښکاره شوی ، د بېلگې په توگه د فراح يه ولایت کې هره ورځ يوه ښځه او څو ماشومان مړه کېږي ، د نظیر شاه بېلگه د يادولو ده چې د ۲۶ کلنې ښځې پلار دی وايي لور يې له ډېرې بدبختۍ او لاچارۍ څخه ځانته اور واچاؤه . د خلیلزاد پشان صفیرانو وراشې د امریکا ، کاناډا ، انگلستان ، اروپايي ټولنو او ناټو هېوادونو همدارنگه د پرمختگ ويناوې او خبرونه يوازې پدې موخه خپرېږي چې د نړۍ خلک په دغې جگړې ډاډمن کړي او د خلکو سترگو کې خاورې وشيندي . افغانان وروسته له فلسطینيانو څخه دوهمه لويه د کډوالو او خوروورو لادرکه خلکو ډله ده .
 
== د خلیلزاد شرکت ==