د "زلمی خليلزاد" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
۹ کرښه:
خلیلزاد خپلې لومړنۍ زده کړې له غازي لېسې څخه په کابل کې پیل کړې ، بيا یې وروسته د کېلفورنيا ايالت منځنۍ زده کړو ښوونځي ته د AFS اې اېف اېس لخوا چې د بین الکولتوري تبادله ييز بهیر لړۍ ده ورڅخه مخخه کړه . خلیلزاد د لبنان په امریکايي پوهنتون کې خپله د لسانس او ماسترۍ زده کړه ترسره کړه . همدارنگه یې خپله دوکتورا په سياسي علومو کې د شیکاگو پوهنتون څخه په بري ترسره کړې .
== سياسي مخینه ==
خلیلزاد له ۱۹۷۹م زېږدي څخه تر ۱۹۸۹م زېږدي پورې د کولمبيا پوهنتون په نړېوال ښوونځي کې د عامه اړیکو زده کړو څانگې کې مرستيال پروفیسر و . په هماغه پېر کې ده د جیمي کارټر په اداره کې د [[زبېگنيو برېژنسکي]] سره يوځای کار کاوه . د جېمي کارټر اداره د افغان مجاهدينو د پاليسي چوکاټ جوړوونکي ول چې د پخواني متحدې روسيې په مقابل يې مقاؤمتي جگړه پیل کړې وه .
==== د افغانستان په اشغال کې کارنده ونډه ====
په ۱۹۸۴م زېږدي کې خلیلزاد د يو کال قونسلي مشاور دنده د بهرنيو اړیکو څانگې کې ومنله او د امریکې سټېټ ډيپارټمنټ ( کورنيو چارو دولتي اداره ) سره د منځیني ختيځ او سوېلي اسيا په هکله د مشاور په توگه دنده د ريچارډ مرفي تر مشرۍ لاندې درلوده . له ۱۹۸۵م زېږدي تر ۱۹۸۹م زېږدي پورې خلیلزاد د رونالډ رېگن په اداره کې د سټېټ ډيپارټمنټ لخوا د متحدې روسيې په مقابل جگپوړي مشاور او لارښود دنده درلوده همدارنگه يې د ايران او عراق جگړو پر مهال هم مشاور و . په همدې مهال دی د سټېټ ډيپارټمنټ لخوا افغانستان لپاره د پالیسي او پلان جوړوونې ادارې ځانگړی استازی او د همدې ادارې د پازوال مايکل ـ اېچ ـ آرمکوسټ مرستيال سکرتر و . د دغې دندې موخه دا وه چې مجاهدینو لپاره نړېواله مرسته راټوله کړي او د مجاهدینو شهرت د متحدې روسيې په خلاف جگړه کې په نړېواله کچه ورزيات کړي . له ۱۹۹۰م زېږدي ـ ۱۹۹۲م زېږدي پورې خلیلزاد د جورج ـ اېچ ـ ډبليو ـ بوش په ادارې د دفاع په وزارت کې د تگلارې د پلان مرستيال سکرتر مقرر شو .
 
== اووه طرحې او افغانستان اشغالول ==
== په عراق کې د امریک استازی ==
== د خلیلزاد شرکت ==
== سرچینې ==
 
== سرچينې ==