د "محمد" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
{{ويکيسازنه}}
{{اسلام}}
'''محمد بن عبدالله بن عبدالمطلب''' د اسلام د وروستي پيغمبر نوم دی. مسلمانان په دې گروهه دي چې محمد د الله وروستی پيغمبر دی او تر هغه وروسته پيغمبري يا نبوت ختم شوی نو له همدې کبله د هغه د خاتم النبيين په نامه هم پېژندل کېږي. دې کایناتو دپيداکوونکى په انسانيت باندې دټولو نه لوى احسان دا دی چې ددوى دهدايت لپاره یې وخت په وخت دنياته انبياء <sup>عليهم السلام</sup> راليږلي دي او بيا په تيره تيره دټولو نه اخر ته یې زمونږ خوږ نبى <sup>صلى الله عليه وسلم</sup> درحمت اللعالمين په حيث راوليږلو اودهغوي بلنه او د[[ژوند]] حالات یې دا رنگ په حفاظت کې وساتل چې دهغې بېلگه د نړۍ په يوانسانى تاريخ کښېکې هيچرته هم نۀ شى موندل کيدی. درسول پاک <sup>ص</sup> دژوند ورځې شپې مونږته دارنگ په حفاظت اومکمل ډول رارسيدلى دى چې يو طرف ته خودهغې د دريښتنوالى داسې انتظام وشو چې تراوسه پورې د هغې په صداقت کې څوک چوڼ قدر له هم نۀ شى کولی اوبل طرف ته داوږدوالى یې داحال دی چې دحضور (ص) ويناگانې دژوند تيرولو لارې چارې کړه وړه ناسته پاسته خبرې اترې داستوگنې چلونه کلى کلولى اولاتيریدا چې د [[خوراک]] [[څښاک]] ، د ویده کيدو ويښيدو اودو شتو ټوکو پورې واړه حرکتونه دامت مشرانو محفوظ ساتلى دى
 
لنډه دا چې دهغوى (ص) پحقله يونيم زر کاله پس نن هم مونږ دهرڅه نه خبر يو اوداځکه چې دهغوى (ص) تعليمات ترقيامته پورې پاتې کيدونکى دى دلته زۀ صرف دحضور (ص) داولنى ژوند مبارک په حقله څوټکى عرض کول غواړم .
 
دحضور پاک (ص) دژوند مبارک دحالاتو نه وړاندې داضرورى ده چې مونږ دهغه زمانې تاريخى حالت ته لږه ډيره توجه وکړو کوم چې په هغه وخت کښېکې دعربو يادخواوشا دملکونو وه اودا ځکه چې ددې نه بغير مونږه دنبوت اهميت نه شو محسوسولی اسلام چې کوم تعليم پيش کړی دی دهغې بنياد په توحيدرسالت اواخرت دی داهغه رڼاده چې ددې نه هغه زمانې کښېکې نه صرف عرب بلکې ټوله دنيا بې خبره او په تيارۀ کښېکې پرته وه داصحيح ده چې درسول پاک نه وړاندې دالله تعالى ډير نازولى نبيان دنياته راغلى وو اودزمکې هرگټ ته ئې دتوحيدتعليم رسولی ؤ دگمراهۍ په تياروکښې بد بد راگير وو سپوږمۍ ،نمر، ستورى اوفرښتې غرونه، ماران اوکاڼى بوټى ئې ځان له دخدائى تعالى په نوم نيولى وو دبې شميره خدايانو په لاس کښېکې ئې د ژوند واگې ورکړې وې او يوحقيقى الله پاک ترې نه هيرؤ .
 
سياسى اعتبارسره په دغه زمانه کښېکې دوه ښه طاقتونه موجود وو يوفارس اوبل روم دفارس مذهب مجوسيت ؤ او دروم عيسائيت ددې دوو نه علاوه يهوديانو اوهندوانو هم وجود لرلو اوپه خپل خپل ډول کښېکې ؤ درښتياوالى دعوى کوله په ايران کښېکې دستورو عبادت عام ؤ نوره دنياهم په رنگ رنگ اوتوبوتو سر وه لنډه دا چې په هر لور دکفر تور تم وه انسانيت دخپل خلاصون دپاره دچاخوا خوږى په انتظار کښېکې خپلې دوه سترگې څلور کړې وې دعربو په يوه لويه حصه کښېکې يعنې قرى وادى ،خيبر اووزک کښېکې ديهوديانو اکثريت ؤ مدينه کښېکې هم ديهوديانو شمير زيات ؤ په ملک کښېکې دشرک دود دستور راج ؤ خلقو دبتانو کاڼو فرښتو اوپيريانو عبادت کولو .
 
ليکن ددې هرڅه باوجود ديوخدائې تصور هم خلقو کښېکې موجود ؤ خوداتردې حده پورې چې هغه به ئې د نورو خدايانو نه لوئى خدائې گڼلو ولې دا عقيده ئې دومره کمزورې وه چې عملاً به ئې په خپلو لاسونو جوړ شوى خدايان هرڅه گڼل اوپه دې غرض ئې خانه کعبه کښېکې چې اسلام نه اگاهو به ورته بيت الحرام وئيلی شو درې سوه شپيتۀ بتان ايښودى وو چې دژوند هره کشاله کښېکې به عربو دوى ته دخپلې حاجت روايۍ پحقله منت زارى کوله اولسى حيثيت سره هم هر رنگ بدى په دوى کښېکې پيدا شوې وې ولې بياهم دعربو بعضې صفتونه دقدر وړ دى په دې کښېکې ميلمستيا پياوړتوب، دسختۍ ژوند تيرول دژبې فصاحت ،دحافظې مضبوطى اوپه لوظ قول ټينگ پاتې کيدل وغيره.
 
== زيږيدنه ==
"https://ps.wikipedia.org/wiki/محمد" نه اخيستل شوی