د "اسلامي دینار" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د "'''د سرو زرو دینار''' یا '''د سرو زرو نوی دینار''' ('''اسلامي دینار''') په حقیقت کې د اسلامي سرو زرو..." تورو مخ جوړ شو
 
د سمون لنډیز نسته
۳ کرښه:
کارول یې د عثمانیه خلافت څخه وروسته بند شوی وه. د دوهم ځل لپاره پیل یې د اسلامي عالم شیخ عمر وادیلو په واسطه په کال ۱۹۹۲ میلادی کې چې د اسپانیه اوسیدونکی دی وشو.او نبوي سنت یې یوه پیړۍ وروسته را ژوندی کړ.
د سرو زرو دینار د بیا احیا پلويان خورا ډیر دی. د مثال په توګه شیخ عبدالقادر الصوفي، شیخ عمر وادیلو، جناب عبدالرحمن مهدی،شیخ عمران نزار حسین،جناب آصف شیراز، دوکتور احمد کامیل احمد محی الدین میرا و احمد تهامسن وغیره.
 
==تاریخچه==
د محمد ص په وخت کې د ساسانیانو سکې کارول کیدې چې وزن به یې ۴،۴۴ ګرام نه تر ۴،۵ ګرامو پورې وه.
عربانو به تبادله د وزن په اساس کوله. ولې محمد د دینار وزن یو مثقال تعین کړ چې د ۷۲ وربشو سره معادل دی.
او د معیار په اساس اوسنی وزن یې ۴،۲۵ دی. د عمر رض په وخت کې تولید یې قطع شو، وزن یې تر یوه مثقال پورې راوستل شو.
او یو معیار یې تعین کړ چې د اووه دینارو وزن له ۱۰ درهم سره سم وه.
نو په دې اساس د یوه درهم وزن ۲،۹۷۵ ګرام تقریبا (۳ ګرامه) وه.
او د عثمان (رض) په وخت کې بسم الله پرې ولیکل شوه په لومړي ځل علی بن ابی طالب،عبدالله بن زبیر او معاویه رض خپلې سکې وکارولې.
وروسته عبدالملک بن مروان خپلې سکې د مسلمانانو تر منځ اجرا کړې چې وزن یې په ډیر احتیاط سره ۴،۲۵ ګرامه تعین شوی وه.