د "افغان" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و "افغان" وژغورل شو ([سمول=يوازې تاييد شوي کارنان] (لامحدوده) [لېږدول=يوازې تاييد شوي کارنان] (لامحدوده))
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
{{ويکيسازنه}}
د افغان کلمه چې اوس د [[افغانستان]] د ټولو خلکو ملي نوم دی او د اسيا په زړه کې تر ټولو تاريخي، وټه ييزه او ټولنيزو شرايطو لاندې يو نه بيلېدونکی واحد دی چې ځینې يې اووه سوه ( ۷۰۰ ) کلن تاريخي لرغونتوب گڼي او ځینې يې لکه هیونتسنگ هم د (نقش رستم) د کتيبې په شان د سلېمان غره په لړ کې د (اې - پې ـ گان) په نامه د ځينو خلکو يادونې کوي . دا ټول لفظونه یعنې (اسواغان، اب گائین، اپاکان او اې پې گان) د لفظ افغان سره ډېره نژدېوالی لري او امکان لري چې ددې لفظونو ريښه هم د ارمني ژبې لفظ (اوغان) وي . ددې نه دا اټکل کېدای شي چې د لومړي شاه پور په منصبدارانو کې په دې لفظ (اوغان ـ ابگان ـ افغان) موسوم ځينې خلک موجود وو، او دا نوم به په اغلب گمان دوی د خپلو غرنیزو سیمو په وجه ايښودلی وي . عبدالحی حبیبي د خلکو او عامه ذهنيتونو د روښانولو په خاطر ، او د هغوی د سیمې لارښوونې لپاره د شک او تردید د ورکولو په خاطر د (افغان) کلمه ښه راڅپړلې ، او وايي چې د (افغان) کلمه يوزرواووه سوه ۱۷۰۰ کاله لرغونتوب د تاریخي اسنادو، شواهدو، او لاسوندونو په رڼا کې لري .او ملي اصالت لري.
 
په افغانستان کې دننه او دباندې ځينې کسان فکر کوي چې دانومونه د احمدشاه ابدالي په لاس د افغاني دولت تر بيا جوړولو وروسته په اتلسمه پېړۍ کې رامينځ ته شوي او زمونږ هغه هېوادوال چې له تاريخي پېښونهپېښوڅخه خبر نه دي تل له مانه پوشتيپوښتي چې ايا دا نومونه لرغونی تاريخ لري کنه؟که نه؟ نو ځکه په دې ليکنه کې په ډېر لنډيز سره د خپل ملي تاريخ دا موضوع درنو لوستونکو ته وړاندې کومکېږي.
د افغان نوم تر کومه ځايه چې ماته څرگند دی په تاريخ کې اوږدې ريښې لري او په همدې سيمه کې د هلمند او سند د دوو لويو سيندونو تر مينځ په همدې نامه يوې ډلې وگړو ژوند کاوه چې تفصيل يې دادی.
 
شل کاله پخوا (اوس پنځه پنځوس کاله مترجم) د ايران د شېراز په نقش رستم کې د شيکاگو د ختيځې موسسې د لرغونپوهانو يوې ډلې د هغه ځای په ډبر ليکونو کې د زردشت په کعبه کې په دوو پهلوي اشکاني (پارتي) او يوناني ژبو يو ډبر ليک وموند چې هغه د ساساني کورنی دوهم بادشاه لومړني شاه پورتر ۲۶۰ ميلادي کال او د او يسي په جگړه کې د روم د امپراتور واليرين ( valerian ) تر ماتې او اسارت وروسته دلته د زردشت د کعبې د ديوال په ډبرو ليکلي دي.
۵۳ کرښه:
کله چې بابر په ۹۳۲ ه‍ ( ۱۵۲۶ )ع کال له افغانستان نه د هند په لور ولاړ او په ډيلي کې يې د هند د مغولو امپراتوري جوړه کړه نو دال بابر په اکثرو تاريخونو کې وينو چې همدا د افغانستان نوم په همهغه واړه جغرافيايي مفهوم موجود او مستعمل دی او د دې سيمې خلک تل د هند د تيموريانو او دايران د صفويانو د يرغلگرو امپراتوريو په مقابل کې د خپل ژوند او ازادۍ د ساتلو په جگړه بوخت دي – څو چې په همدې افغانستان کې ددووپېړيو د اوږده مقاومت او مقابلې په نتيجه کې د ميرويس او احمدشاهد مېړنيو قيامونو په وسيله يو ځل بيا ددې خاورې په سياسي وحدت، بيا احياء او دلوي افغانستان په جوړولو بريالي شولاو دادی موږ اوس د افغان يو زر اووه سوه کلن او دافغانستان اووه سوه کلن وياړ من نومونه د خپل ملي وحدت او تاريخي سوابقو د وياړ وړ پيل او مبداء په توگه پېژنو ( ۳
 
== افغان مخینه ==
د افغان کلمه د لرغوني افغانستان د اوسېدونکو لپاره له پخوا راهيسې دود ده . د افغان او پښتون کلمې په ډېرو ځايونو کې په مترادفه (هممانيزه) توگه کارېدلي دي . د پښتون کلمه د (پکت) او (پکتويکي) له مفاهيمو څخه اشتقاق شوې ده، (پکتوکي) يا (پکتويکي) يوولس گونو آريايي ټبرونو نه يو ټبر دی، چې د پښتون له کلمې سره سمون لري. دغه مطلب د پروفيسور ډورن (Dorn) په آند ، د هېرودوټس په کتاب (Istorii) کې راغلی دی . او ويلي ېې دي چې اوسينی پښتون او افغان د همدغه (پکت) له کلمې نه جوړ شوی دی. د هيرودوټس (Herodotus) په ارزښتمن اثر د (گندهارا رپوټ) کې راغلي دي چې د (کسپاتورس) ښار ، يانې (پېښور ) په دغه پکتويکي کې موقعيت لري .
پروفيسور گارډونگورډن (Gordon) هم دا مني او تائيدويگڼي چې، پښتانه د ( پکتيکوس) يا (پکتويس ) له نسله دي. په لرغونو شرقيختيځو آثارو کې معمولاً د (افغان) او (پښتون) ترمېنځ کوم توپير نشته دا ځکه چې ددغه ټاټوبي اوسېدونکي ټول اکثریت پښتانه (افغان) ؤ، او د دوی تر اړخ نور واړه واړه ټبرونه راټول او ځانو ته يې د افغانانو خطاب وکړ. دا په دې مانا ده چې اصل او اساس د دې کلمې له پارهلپاره هماغه آريايي د (پکت) يا (پکتويکي) ټبر موجوديت دی ، موږ د (پښتون ) او د (افغان) کلمې يو دبل څخه نه شو بېلولای ، خو دا جوته ده چې پښتنو قومونو ځانته (افغان) وئيل ، او پښتون قوم ېې د افغان په نامه پېژانده . دې خلکو خپله نظريه په دې بنسټ قايمه کړې ده چې پښتون افغان دی ، او دا لفظ د ټولو پښتنو لپاره وکارېده. دې نامه دومره پراختيا او عموميت وموند چې د ټول پښتون قام نوم افغان وگرځېد او هغه ټول خلک د افغان په نامه مشهوره شول. افغان د پښتنو يو ملي نوم دی ، نه قومي او تاريخي د پروفيسور مورگن ستيرنه په عقيده (افغان) د دغې اصطلاح نوې بڼه او پښتون ېې کلاسيکه بڼه بولي ، او پختون (پښتون) د شمال ختيځو سيمو د اوسېدونکو د محلي گړدود دی. دی هم د بېلي(Baily) پشان تائيدوي چې Kht خت وروستی ډياليکتيکي بڼه ده او Sht (شت) احتمالآ هم د يونان Kt نه منل شوی دی. او په دې دليل د دغو غږونو ورته والی او يووالی ردوي، خو دا څرگنده ده چې پښتون (پختون) له (پکتيوس ) سره گډه ريښه او ټينگه اړيکه لري هنري بېلو(Henry Bellow)، هېنري لوونتال (Henery Lowental)، اولف کارو او د آف اېنډيا سروې کتاب مولف جورج گريرسن (George Grerson)، د هیرودوټس (پکت)، (پکتويس) او پکتويک (پکتيکا) او (پختويس) په عبارتونو کې دا الفاظ په ترتيب د نننۍ (پختونخوا) او (پښتون) د کلمو معادل بولي، څومره چې مالومه ده د (افغان) کلمه د (اوغان) له کلمې نه معربه ده، چې د اسلام ا عربو په دوره کې د (اوغان) پر ځای د ليکوالو له خوا ليکل شوې ده . (اوغان) يا (افغان) د پښتنو د ټبر ډېر پخوانی نوم دی، چې د پکت يا پښت يا پښتون هممانيزه دي . او د پښتون د ټبر لپاره د پخوا نه استعمالېده . دا يوه پخوانۍ آريايي کبمه ده . دغه کلمه د (افغان) په بڼه هم راغلې او بيا ېې زيات شهرت او پراختيا موندلی ده . دا شهرت دومره زيات او عام شو چې ، دا نوم په دوولسمه هـ لمريزه پېړۍ کې د افغانستان د ټولو پښتنو او نورو اوسېدونکو نوم وگرځېد . د (افغان) د لفظ په باره کې د يو شمېر څېړونکو عقيده دا ده چې دا تر ټولو د مخه د ايران د (نقش رستم) په هغې کتيبې کې راغلې ده چې په درېيمې زېږدي (ميلادي) پېړۍ کې د ساسانيانو د يوه واکدار ، لومړي شاه پور ، په هدايت او حکم په پارتي او يوناني ژبو ليکل شوې ده، (دشپرنگ لنگ) يا (دشپرنگ لن) په خپلې هغې مفصلې ليکنې کې چې سرليک ېې (( لومړيشاه پور د زردشت پر هديره باندې )) دی ، د دغې کتيبې د تشريحاتو په ترڅ کې يو ځای ليکي چې دی ، د دې کتيبې د (ابگان) يا (اوگان) کلمې ته معاصر (افغان) له نامه نه بل غوره معادل نه شي پيدا کولی څينې نوميالي پوهان بيا په دې عقيده دي چې د (افغان) نوم د لومړي ځل لپاره يوه لرغوني هندي منجم (وراهه ميهيرا) د (اوگان) په بڼه يد کړی دی. (اچ کرن) چې (براټ سنهتيا) ېې آن په کال ۱۳۴۸ هـ.. ل. (۱۸۶۹ ز. ) کې په انگرېزي ژباړلی دی. د (اوگان) وی ېې د (افغان) په بڼه ليکلی دی. دا داسې مانا لري چې (کرن) بيخي باور درلود چې د (وراهه ميهيرا ) د اوگان وی د افغان سره کټ مټ يو شی دي. (جورج گرېسن ) هم وايي چې ده وراهه میهیرا د اوگانه لفظ په ډېر ډاډ سره د (افغان) له کلمې سره يو شی گڼل شوي دي. الکسانډر کننگهم د هند په لرغوني جغرافيه کې اوپوکين يا افغان تر سرليک لاندې يوازې يو ځل په يو لنډ عبارت کې ياد کړی دی. او د هغه موقيعت د (Fa-La-na) لمنه يعنې بنو او غزني تر مېنځ د بنو شمال لوېديځ او د غزني جنوب غرب تخ ښودلی دی، کننگهم خپله په دې باور دی چې د هيون تسنگ د اپوکين مطلب هرومرو افغان دی. ځکه د چیني ژبو په هجايي حرکاتو (سېلابونو) کې د (افغان) لفظ له دې په زياته څرگندتيا نه شي اداکېدلای . دا د افغانانو تر ټولو نه لرغونې يادونه ده . د آخوند دروېزه مخزن الاسلام کې ، هم د پښتون د کلمې ياد په کراتو شوی دی د (ابگان) او (اوگان) له پاره معاصر (افغان) پرته ، لیکونکي کومه بله غوره کلمه نه شي موندلای . نو ټولې هغه کلمې چې په لرغوني حالت شته ، د (افغان) کلمه ترې نه اشتقاق کېدای شي. که د ساساني عصر (اپگان) او (اوگان) ته اعتبار ورکړو، نو په هغه صورت کې به دا ډېر لرغونی سند وي، چې دغه نوم په کې یاد شوی او د میلادي درېيمې پېړۍ نه راوروسته د استعمال ځای لري. تر کومې اندازې چې معلومه شوې ده د(افغان) کلمه د لفظ (اوغان) نه معربه ده چې په اسلامي دوره کې د مؤرخینو له خوا د پښتنو له پاره کارول شوی ، ابو نصرمحمد عبدالجبار العتبي په تاریخ يمني کې په څرگند ډول دا لیکي چې په (افغان) کې د (اوغان) تعریب دی په اسلامي مؤرخینو کې ابو ریحان البېروني ، فردوسي طوسي ، ابوالفضل بیهقي ، منهاج السراج، او داسې نورو مؤرخینو هم د افغان نوم بيا بيا د دې خلکو (پښتنو)له پاره کارولی دی . سره له دې په اتمه هجري پېړۍ کې داسې مؤرخین هم ؤ ، چې هغه لرغونی لفظ (اوغان) ېې کارولی دی ، لکه ظفرنامه ، ملفوضات، تېموري مطلع السعدین او نور.
سنسکرېټ په لرغونو لغاتو کې (اب گائن) د يوداسي قوم د پاره کارول شوی دی چې موسیقي نه لري ، احتمال لري چې دا لفظ به د پښتنو لپاره استعمال شوی وي . او وروسته به هم دغه لفظ د زمانې په تېرېدو سره به په افغان اوښتی وي، مشهور چیني سېلانی هیون تسنگ هم د (نقش رستم) د کتيبې په شان د سلېمان غره په لړ کې د (اې - پې ـ گان) په نامه د ځينو خلکو يادونې کړي . دا ټول لفظونه یعنې (اسواغان، اب گائین، اپاکان او اې پې گان) د لفظ افغان سره ډېره نژدېوالی لري او امکان لري چې ددې لفظونو ريښه هم د ارمني ژبې لفظ (اوغان) وي . ددې نه دا قياس او اټکل کېدای شي چې د لومړي شاه پور په منصبدارانو کې په دې لفظ (اوغان ـ ابگان ـ افغان) موسوم ځينې خلک موجود وو، او دا نوم به په اغلب گمان دوی د خپلو غرنیزو سیمو په وجه ايښودلی وي . عبدالحی حبیبي د خلکو او عامه ذهنيتونو د روښانولو په خاطر ، او د هغوی د سیمې لارښوونې لپاره د شک او تردید د ورکولو په خاطر د (افغان) کلمه ښه راڅپړلې ، او وايي چې د (افغان) کلمه يوزرواووه سوه ۱۷۰۰ کاله لرغونتوب د تاریخي اسنادو، شواهدو، او لاسوندونو په رڼا کې لري . د افغان کلمه چې اوس د افغانستان د ټولو خلکو ملي نوم دی او د آسيا په زړه کې تر ټولو تاریخي ، اقتصادي، او ټولنیزو شرايطو لاندې يو نه بېلېدونکی واحد جوړ کړی او يو غښتلی، لرغونی او ملي اسالت لري. د افغان نوم په تاريخ کې اوږدې ريښې لري او په همدې سيمه کې د هلمند او سندهـ د دوؤ لويو سیندونو تر مېنځ په همدې نامه ، همدې خلکو ژوند کاوه. د افغان کلمه چې تر دا اوسه پورې په عملمي اثارو کې لیدل شوې ده د هغو ټولو مېشتو وگړو نوم دی چې د تاریخ په اوږدو کې ېې په آريانا ، خوراسان، او افغانستان کې ژوند کړی دی . د افغانانو څانگې او ډلگۍ ډېرې دي ، خو دوی ټول افغانان او د واحد افغان ملت بچيان دي . موږ د اسلام نه دمخه د افغان د کلمې په باب همدا ياد شوي درې لرغوني سندونه لکه ساساني ، هندي، او چينايي لرو او لدې نه وروسته په اسلامي دوره کې ددې نامه ياد د (دري) او عربي ژبو په اثارو کې په مکرر ډول راځي چې ډېر زوړ ياد ېې په حدود العالم کې دی . چې په نهه سوه اودوه اتيا ۹۸۲ زېږيز کال کې د جوزجان د آلفريغون له کورنۍ او يا مربوطينو نه گڼې لیکلي ېې دي . پدې کتاب کې د عبدالجبار العطبي په تاریخ يمني کې فغان د سبکتگین او دده د کورنۍ په عصر کې په وار وار ياد کړی. آن چې ابن اثیر په الکامل کې هغه د ابغان په زړه املا هم لیکلې، بيا وروسته نورو مؤرخانو لکه فخر مدبر په آداب الحرب و الشجاعه ،قاضي منهاج السراج جوزجاني په طبقات ناصري حمدالله مستفي، په تاریخ گزیده او محمد قاسم فرشته او نورو هم افغان او اوغاني قبايل په وار وار ياد کړي دي .
 
۷۹ کرښه:
دټکسلا سیمه هم دبودائي دین دخپریدو یوه سیمه ده چې دهمدې دین ډیر اثار اوس هم دټکسلا په موزیم کې چې د گندهارا دتمدن بیلا بیلې بیلگې ښیئ خوندي شوي دي او ټکسلا هم لکه پیښور ، ننگرهار ، لغمان ، کاپیسا ، کابل ، بامیان اونور و سیمو په لرغونې سیمه ده چې د بودیزم دفرهنگ نما یندگي کولای شي .دچین مشهور مؤرخ او جغرافیه پوه � هیون تسنگ � هم له دغو یاد شووسیمو څخه په هغه مهال کې لیدنه کړې وه چې داسلام مقدس دین لا په دغو برخو کې خپور شوی نه ؤ . نوموړی داوومې پیړۍ په دریمه لسیزه کې له � لیانک چو � نه سرقند ته ورسید ، بیا دافغا نستان خلم ، بلخ ، بامیان ، کا پیسا ،کابل ،لغمان ، ننگرهار ، پیښور ، ټکسلا او دگندهارا نورې سیمې ولټولې اوبیا تر هنده پورې ورسیداو وروسته له دولس کالو بیرته راستون شو.
== د گڼ شمېر څېړنيزو لیکنو څخه اخځ ==
د � او ، پو ، کین O-po-Kien � په نامه یوه سیمه دبنو او غزني تر منځ په گوته کوي چې دغه سیمه ځنې لرغون پو هان د � رو � په نوم هم بللې ده چې ممکن د کورمې ، گوملې اونورې په دغه جغرافیوي موقیعتکې پرتې سیمې د � او ـــ پوـــ کین � یعنې افغان استوگنځی وي چې جنرال کنگم د� او ـــ پو ــ کین لفظ د � اوه گان � یعنې افغان سره تطبیق کړ .
 
موږ دمخه وویل چې دافغان کلمه داسلام دسپیڅلي دین له خپریدو دمخه او وروسته په بیلا بیلو بڼو ذکر شوې ده . پخوا تر هغی چې دا کلمه پښتو ادبیاتو ته
"https://ps.wikipedia.org/wiki/افغان" نه اخيستل شوی