د "قطب نما" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Darios (خبرې اترې | ونډې)
ود سمون لنډیز نسته
Darios (خبرې اترې | ونډې)
ود سمون لنډیز نسته
۳ کرښه:
'''قطب نما''' ([[انگرېزي ژبه|په انگرېزی]]: ''Compass'') یو ابتدایی رهبرکوونکی (چلوونکي) سامان دی چی د جغرافي سمتونو لور د تعیینولو لپاره ورڅخه کار اخيستل کېږي. نوموړي آله د شمالي قطب لورد مځکې د مغناطیسی میدان په مرسته اشاره کوي.
==تاريخ==
قطب نما په ۲۰۶ ق.م. کی په [[د خلکو جمهوري چين|چين]] کی د خان د حکمرانانو په وخت کی اختراع شوه دغه قطب نما د مقناطیسی [[اوسپنه|اوسپنی]] څخه د څمڅه په شکل جوړه شوي وسیله وله چی لاستی یی جنوب ته اشاره کاوه. خو په دی وخت کی دغه وسیله یوازې د غیب وینو (پېش گویی) لپاره کارېدله. د جنوبی سونگ په امپراطوری دوره کی داسی قطب نما جوړه شوه چی د اوبو په سطح باندی ولاړه وه. د قطب نما په باب لومړنی يادونه په هغه [[کتاب]] کی ليدل کيږی چی د ميلاد نه ٣ مه پيړۍ دمخه د چين د مشهور متفکر هان فی له خوا ليکل شوی وو. ور پسی د جنوبی سونگ په امپراطوری وخت کی يعنی ٧ سوه کاله دمخه قطب نما عموميت پيدا کړ ٠ قطب نما لومړی په بحر پيمايی کی استعماليده ٠ په تاريخی اسنادو کی ليکل شوی چی له ١٠٩٩ م کال نه تر ١١٠٢ م کاله پوری چينايانو په بحری تگ راتگ کی قطب نما استعمالوله. يو بل مثال دا وو چی يو چينی تجار د کوريا څخه خپل وطن ته د ستنيدو نه وروسته په خپل سفری يادداشت کی ليکلی چی ماښام بيړۍ په بحر کی نشي پاتی کيدای خو په شپه د ستورو سره سم حرکت کوی ٠ که [[شپه]] تپه تياره او اٌسمان وريځ وی نو د قطب نما په وسيله د بيړۍ تگ لاره تشخيص کولی شي.دا په بحر پيمايی کی د قطب نما د استعماليدو لومړی يادونه ده. په ۱۳ پېړی کی قطب نما [[آسیا]] او [[اروپا]] ته پراخه شوی وه.عصری قطب نما د ۲۰ پېړی په پیل کی جوړه شوه.
==د قطب نما ډولونه==
 
* اساسی قطب نما د قطب نمانونو څخه تر ټولو پخوانی ډول دی.
*الکترونیکی قطبنما
*جیروسکوپی قطب نما
[[وېشنيزه:وسيلې]]