د "ویرا غیر فعال څارونکی سیستم" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Darios (خبرې اترې | ونډې)
ود سمون لنډیز نسته
Darios (خبرې اترې | ونډې)
ود سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
[[دوتنه:Verasm 2.jpeg|بټنوک|400px|کيڼ|ویرا غیر فعال څارونکی سیستم]]
'''ویرا غیر فعال څارونکی غونډال''' ( [[چيکی ژبه|په چېکی]] :Pasivní sledovací systém Věra ) دالیکترونیک یو ډول اېلېکترونیکی غونډال دی چې [[ چېک جمهوريت|د چېک په جمهوریت کې]] جوړېږی . دغه څارونکی غونډال د الوتکو او نورو موخو د څارلو لپاره کارېږی.د ویرا غیر پوځي ماډل په هوایي سرویس کې کارېدلای شي. دغه غونډال د سمندري سرویس د څارولو لپاره هم کار کولای شي. دغه څارونکی غونډال [[اېسټونيا]]، [[پاکستان]] او [[د امریکا متحده ایالات|امریکا]] ته لېږل شوي . [[ چېک جمهوريت|چېک]] حکومت غوښتل چې د ویرا څارونکی غونډال د [[د خلکو جمهوري چين|چېن]] هېواد ته هم ولېږدي، خو [[جورج واکر بوش|امریکایی حکومت]] پر چېکي سیاستوالو سیاسي فشار وغورځاوه او چېک سیاستوالان اړ شول چې له دغه سوداګري څخه ډډه وکړي.
== څارونکی غونډال ==
د غیر فعال څارونکي غونډالونه [[ چېک جمهوريت|د چېک په جمهوریت]] کې د ۱۹۵۵ز. کال څخه جوړېږي او د ویرا غیر فعال څارونکي غونډال د هغو غونډالونو څخه وروستي موډل يا بڼې دي. د ویرا غیر فعال څارونکی غونډال د ۱۹۹۴ ز. کال څخه راپه دېخوا جوړېږي اود [[چېک جمهوريت|چېکي]] پوځ په ۱۹۹۵ز. کال کې له دغه غونډال څخه په رسمي توگه کار واخیست. د ویرا غیر فعال څارونکی غونډال د درې (اې اس ام) (ESM) دانتنونو او یو قبلولو مرکز څخه يي بڼه رامنځته شوې. د انتن وزن ېې ۲۵ کیلوگرام دی. دغه غونډال کولای شي ۳۰۰ موخ ييزې نښې وڅاري. دغه غونډال کولای شي د الوتکې رادارونه، دهواپېژندنې رادارونه، آی اېف اېف غونډال (IFF) او د تاکتیک د هوایي چلوونکي غونډال ( TACAN) وڅاري. د وېرا څارونکی غونډال څخه اېلکټرومګنېټېک (برېښنايي مقناتيسي ) سیگنالونه (electromagnetic signals) راووځي او د شمېرپوهنې په مرسته د الوتکې او نورو اهدافو موقعت تعینوي. دا پدې مانا چې کله د دښمن الوتکه په جگړې کې خپل رادار یا بل الېکټرونیکي غونډال پرانيزي نو ویرا څارونکی غونډال د دغې الوتکې شتونځای مومي او ملي پوځ کولای شي دغه الوتکه په نښه کړي. په اوس وخت کې ۶ د ویرا موډلونه يا بڼې ېې جوړېږي .