د "فیودور داستایفسکي" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
'''فیودور ميخايلوويچ داستاېفسکي''' ''(په روسي کې: Фёдор Миха́йлович Достое́вский)'' د ۱۸۲۱ ز کال د اکټوبراکټوبر۳۰ ۳۰[نوامبر ۱۱] - د ۱۸۸۱ د جنوري ۲۸ [د فبرورۍ ۹] په نړۍ کې د روسيې یو له ډېرو نامتو سترو او اوڅارو ليکوالو او اندیالو څخه دی .
 
=خټه او نسب=
داستاېفسکي د پلار له لوري د “ رتيشېوي “ په کورنۍ پورې تړاو درلود ، چې د سردار “ ایوان واسيلېويچ “ له نږدې خلکو څخه وو . د داستاېفسکي مور “ مارييا فیودورونا “ ( ۱۸۰۰ – ۱۸۳۷ ) په شتمنې روسۍ سوداګريزېسوداگريزې کورنۍ ، چې (( نېچایویخ )) نومېده پورې تړاو درلود. داستاېفسکي د ۱۸۲۱ ز کال د اکټوبر پر ۳۰ په [[مسکو]] کې زېږېدلی دی . دی د مور او پلار له اوو ژوندیو پاتې شویو اولادونو څخه وو .
 
=د ليکوال زلمیتوب او پنځوونکی ژوند=
کله چې داستاېفسکي ۱۶ کلن شو ، نو مور یې له نري رنځ څخه مړه شوه ، او پلار يې خپل مشران زامن “ فيودور “ او “ ميخاییل “ ، چې وروسته دی هم ليکوال شو ، پیتربورګپیتربورگ ته ولېږل او هلته یې په ليليه کې شامل کړل .
۱۸۳۷ زېږدي کال د داستاېفسکي لپاره یو ارزښتناک کال وو . همدغه کال هم د ده د مور د مړينې کال وو او هم د ستر روسي شاعر [[پوشکين]] د مړينې کال . پر همدغه کال دی پیتربورګپیتربورگ ته ځي ، هلته د انجينرۍ په لوی کالج کې شامليږي ، چې نن ورځ د انجينرۍ پوځي – تخنيکي پوهنتون دی . داستاېفسکي په همدغه کالج کې زده کړې وکړي او هممهال يې خپلو کولتوري زده کړو ته هم وده ورکړه . پر ۱۸۳۹ ز کال ده ته د خپل پلار د وژنې خبر ورسېد ، چې د نيمه مريي بزګرانوبزگرانو له خوا وژل شوی وو . داستاېفسکي د [[بېلينسکي]] په ډله کې شامليږي . د پوځي خدمت له پای ته رسېدو څخه یو کال مخکې د [[بالزاک]] د “ ېفګېنيېېفگېنيې ګراندېگراندې “ اثر روسي ژبې ته راژباړي . ( ۱۸۴۳ ز کال ) . یو کال وروسته يې لومړني اثر “ بې وزله خلک “ چاپیږي او دی سملاسي نامتو کیږي . [[بېلينسکي]] د ده دغه اثر پر لوړه کچه وارزاوه ، خو د بل راتلونکي اثر “ دووينيک “ يې کوم نامتووالی په برخه نه شو.
پر راتلونکي لنډ مهال د “ بې وزله خلک “ اثر له چاپه وروسته پر ۱۸۴۹ ز کال ، دی د [[پیتراشېفسکي]] د پلویانو ، چې ازاد خیاله خلک ول ، په تور ونیول شو . که څه هم پخپله داستاېفسکي ویل چې دی ګناهگناه کار او پړ نه دی ، خو محکمې دی د “ یو له مهمو جنایت کارانو څخه “ په نامه یاد کړ . د محکمې پرېکړه ډېره وچه او سخته وه ، یانې چې پر ده يې د اعدام امر صادر کړ . د داستاېفسکي لپاره يې په “ سیمیونوفسکي پلاڅ “ کې د اعدام سامان چمتو کړل ، خو په وروستۍ شېبه کې پرېکړه بدله شوه او له اعدام څخه وژغورل شو ، خو د سخت فزيکي کار پر بند محکوم شو . له ده سره پر اعدام باندې له نورو محکوم شویو کسانو څخه یو کس “ ګريګوریېفگريگوریېف “ ان لېونی شو . هغه احساس چې ده له اعدامېدو نه لږ مخکې درلود ، داستاېفسکي د “ بېړا “ په رومان کې د سردار “ میشکين “ په خبرو کې څرګندڅرگند کړی دی . د درنو او شاقه کارونو بندې خانې ته د تګتگ پر مهال لیکوال پر ۱۸۵۰ ز کال د جنوري پر ۱۱- ۲۰ نېټو د دیکابریستانو له مېرمنو سره وکتل . د دیکابریستانو مېرمنو ده ته یو [[انجيل]] د ډالۍ په توګهتوگه ورکړ او [[لیکوال]] دغه انجيل د ژوند تر پایه له ځان سره ساتلی وو.
داستاېفسکي څلور کاله د “ اومسک “ د درندو او شاقه کارونو په زندان کې تېر کړل . پر ۱۸۵۴ ز کال له زندانه خوشي شو او [[سایبيریا]] ته د سرتېري په توګهتوگه واستول شو . په “ سيمي پالاتينسک “ کې يې د پوځي خدمت پر مهال له قزاقي سیلاني او ګرزندویگرزندوی [[چوکان ولیخان]] سره وپېژندل . ولیخان وروسته بیا نامتو سیلاني شو . د ۱۸۵۵ ز کال د فبرورۍ پر ۶ د روسيې امپراتور لومړی نيکولای مړ کيږي . داستاېفسکي د امپراتور کونډې “ الېکساندرې فیودورونې “ ته یو [[شعر]] ليکي او په هغه کې ځان د یو ژمن تبعه په توګهتوگه ښيي . په پایله کې داستاېفسکي د ټيټې رتبې افسر کيږي . ليکوال د ۱۸۵۷ ز کال د فبرورۍ پر ۶ له “ مارييا ايسایوا “ سره واده وکړ .
پر ۱۸۶۰ ز کال له خپل ناسکه زوي او مېرمن سره پیتربورګپیتربورگ ته ستنيږي ، خو د مهال د [[حکومت]] له خوا په ده پسې پټ څار ان تر ۱۸۷۰ زېږدي کاله دوام درلود. د ۱۸۶۱ ز کال له پیله له خپل ورور سره “ ورېمیا “ ( مهال ) مجلې په چاپولو کې مرسته کوي . [[مجله]] پر ۱۸۶۳ ز کال بنديږي او پر ځای يې دواړه وروڼه په ګډهگډه د “ اېپوخه “ په نامه د بلې مجلې پر چاپولو او خپرولو پیل کوي . د دغو مجلو په بېلابېلو ګڼوگڼو کې د ليکوال دا اثار خپريږي لکه “ سپک شوي وګړيوگړي “ ، “ د مړه کور یادښتونه “ ، “ د دوبي د خاطرو په اړه ژمني یادښتونه “ او “ زاپیسکي ايز پدپولیا “ .
وروسته داستاېفسکي له یوې ځوانې ښځې سره ، چې “ اپولینارییا سوسلووا “ نومېده [[اروپا]] ته سفر کوي . په بادن بادن ښار کې د قمار په لوبو کې ښکېليږي او پر همدغه مهال ( ۱۸۶۴ ز کال ) مېرمن او زوی له لاسه ورکوي .
د ده د ورور له مړينې نيم کال وروسته د “ اېپوخا “ خپرونه هم په ټپه دريږي ، ( د ۱۸۶۴ ز کال فبروري ) . داستاېفسکي په داسې حال کې چې له سختو وټيزو ( اقتصادي ) ستونزو مخ دی ، د “ جرم او سزا “ رومان څپرکي یو په بل پسې ليکي او په “ روسکي وېستنيک “ کې يې د چاپ لپاره [[م . ن . کاتکوف]] ته لېږي . د ۱۸۶۶ ز کال په اکټوبر کې د ۲۱ ورځو په بهیر کې د [[قمارباز]] رومان ليکي .
ليکوال داستاېفسکي ته د [[کاتکوف]] له خوا د “ جرم او سزا “ رومان پر سر ډېره ښه [[لاسباړه]] ورکول کيږي ، ليکوال د دې لپاره چې پوروړي ترې دا پیسې وا نه خلي ، له خپلې نوې مېرمنې [[اننا سنيتکينا]] سره له هېواده بهر ځي .
اننا سنيتکينا د ليکوال ژوند جوړ کړ ، د هغه ټولې وټيزې مسلې يې پر خپله غاړه واخيستې او ليکوال هم له ۱۸۷۱ ز کاله وروسته د “ رولېتکه “ لوبه د تل لپاره پرې ښوده .
داستاېفسکي د خپل ژوند اته وروستي کلونه د [[نووګوردنووگورد]] [[ولایت]] د [[ستارایا روسه]] په [[ښار]] کې تېر کړل . د ليکوال د ژوند دا کلونه ډېر ثمر بښوونکي ول : پر ۱۸۷۲ ز کال يې د [[ابليسان]] ، پر ۱۸۷۳ ز کال يې د [[د ليکوال یادښتونه]] ، پر ۱۸۷۵ ز کال يې د [[تنکی زلمی]] رومان ، پر ۱۸۷۶ ز کال يې د [[کروتکایا]]، پر ۱۸۷۹ او ۱۸۸۰ ز کلونو يې د [[کارامازووا وروڼه]] رومان وليکه . دا مهال دوې پېښې د ليکوال لپاره ډېرې مهمې وې ، له هغوی نه يې لومړۍ پر ۱۸۷۸ ز کال امپراتور [[دویم الېکساندر]] دی خپل حضور ته راوباله او ليدنه کتنه يې ورسره وکړه . دویمه پېښه د ده له مړينې یو کال مخکې پر ۱۸۸۰ ز کال ده په مسکو کې د پوشکين د [[پژۍ]] د پرانيستلو پر مهال خپله نامتو وینا وکړه . ليکوال په دغو کلونو کې ځانساتو ( محافظه کارو ) رسنوالو ، تاريخ پوهانو او متفکرینو ته نږدې کيږي .
له دې سره سره چې ليکوال د خپل ژوند په وروستيو کې نامتو شو ، خو د ده نړیواله اوڅارتیا په رښتیا هم له مړينې وورسته د ده په برخه شوه . له هغه شمېر نه [[فریدریخ نيشه]] ویل ، چې داستاېفسکي هغه یوازینی ارواپوه وو ، چې کولای يې شول کوم څه ترې زده کړي .
 
=د ليکوال مړينه=
د ۱۸۸۱ ز کال د جنوري پر ۲۶ د داستاېفسکي خور “ وېرا ميخايلووا “ د داستاېفسکي کور ته راغله ، د دې لپاره چې هيله ترې وکړي ، او د [[ریازان]] له جایداد څخه دې ته خپله برخه وربېله کړي ، هغه جایداد چې داستاېفسکي ته له خپلې ترور نه په میراث ورپاتې وو . د داستاېفسکي د دویمې لور “ ليوبوف فيودورونا داستاېفسکایا “ په وینا ، د جایداد د موضوع پر سر د داستاېفسکي په کور کې شورماشور جوړ شو ، اوښکې تویيدې ، چې په پایله کې د ليکوال داستاېفسکي له خولې څخه وینه راووته . ښايي چې همدغه جنجالي خبرو د ليکوال د تنفسي جهاز ناروغي سخته کړې وي ، چې دوه ورځې وروسته ومړ . ليکوال فيودور میخاییلوویچ داستاېفسکي د سانت پیتربورګپیتربورگ په “ الېکساندرا نېفسکایا لاورا “ کې خاور ته وسپارل شو .
=اخځ=
#http://ru.wikipedia.org/wiki/Достоевский,_Фёдор_Михайлович