د "حديث" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
 
۱ کرښه:
{{اسلام}}
'''حديث''' د حضرت [[محمد]] مصطفی صلی الله عليه وسلم اقوالو، افعالو او تقاريرو ته ويلې کېږي. اقوال یعنې چې هغه څه ويلی دی او امر یې کړی دی. افعال هغه کارونه چې پېغمبر صلی الله علیه وسلم په خپله کړی خو امر يې پرې نه دی کړی. تقارير هغه کارونه چې نورو صحابه و د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مخکې کړي او هغه ترې نه منع کړې او نه یې پرې امر کړی دی د حديثو په اړه د زياتو معلوماتو لپاره لاندې سوال او ځواب مطالعه کړﺉ
اقوال یعنې چې هغه څه ويلی دی او امر یې کړی دی.
افعال هغه کارونه چې پېغمبر صلی الله علیه وسلم په خپله کړی خو امر يې پرې نه دی کړی.
تقارير هغه کارونه چې نورو صحابه و د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مخکې کړي او هغه ترې نه منع کړې او نه یې پرې امر کړی دی
 
د حديثو په اړه د زياتو معلوماتو لپاره لاندې سوال او ځواب مطالعه کړﺉ
س : دحديث د علم ځينې اهميتونه ( ارزښتونه ) بيان كړه؟
ج : د حديث علم د شرعي علومو له جملې څخه يو اوچت علم دى، چې په دې علم باندې نور شرعي علوم بناء شويدي، او كه د چا سره ددې علم په باب معلومات نه وي نو په خپله خطاوې كوي او نور هم په خطا كې اچوي، اوكه په خپله خپلې خطاوي ته متوجه شي او كه نشي د سمې او صحيحې لارې څخه وځي، برابره ده كه دا انسان مفسر وي اويا فقيه، اويا اصولي وي او يا مبلغ او يامؤرخ. ځينې به داسې مفسر وي چې د قرآن شريف آيتونه تفسيروي او په تفسيرولو كې له خورا زيات كوښښ څخه كار اخلي، مگر سره دداسې كوښښ او هڅې د صواب (سمې) له لارې څخه وځي او دا له دې سببه چې دغه مفسر د ضعيفو اوموضوعه و ( له ځانه جوړ شوي) احاديثو په رڼا كې اوپه داسې اثر چې له ويونكي څخه ثابت شوى نه وي د آيتونو تفسيريې كړى دى.
ځينې به داسې مفسر وي چې د قرآن شريف آيتونه تفسيروي او په تفسيرولو كې له خورا زيات كوښښ څخه كار اخلي، مگر سره دداسې كوښښ او هڅې د صواب (سمې) له لارې څخه وځي او دا له دې سببه چې دغه مفسر د ضعيفو اوموضوعه و ( له ځانه جوړ شوي) احاديثو په رڼا كې اوپه داسې اثر چې له ويونكي څخه ثابت شوى نه وي د آيتونو تفسيريې كړى دى.
اوځيني به داسې فقيه وي چې د يوې فقهي مسئلې په ليكلو كې به سوچ او فكر كوي، اودخپل توان په اندازه به غواړى چې دهغې مسئلې په حكم كې حق (صواب) ته ورسيږي، مگر هغه نه بريالۍ كيږي، ځكه چې خپل نظريې په ضعيف حديث باندې بناء كړي دي چې په خپلې غلطۍ نه پوهيږي.
همداراز داصولو علماو په نسبت هم (دمثال په توگه) داصول عالم (پوه) به وي ولې يوه قاعده به د اصولو له قاعدو څخه چې ورباندې احكام بناء كيږي جوړ كړي، او په هغې باندې به ددين مسايل بناء كړي، حال داچې دا قاعده به په ضعيف حديث بناء شوي وي، نو په نتيجه كې دغه قاعده او هغه څه چې په دغې قاعدې بناء شويدي هغه به دين ته زيات زيان ورسوي نسبت هغې گټې ته چې دغه اصولي عالم ور څخه هيلمن دى. (په دي باب د (ضعيف الاحاديث القدسية – لاحمد العيسوى) كتاب وكتل شي.)
"https://ps.wikipedia.org/wiki/حديث" نه اخيستل شوی