د "ژان ژاک روسو" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و "ژان ژاک روسو" وژغورل شو ([سمول=يوازې تاييد شوي کارنان] (لامحدوده) [لېږدول=يوازې تاييد شوي کارنان] (لامحدوده))
د سمون لنډیز نسته
 
۱ کرښه:
{{ويکيسازنه}}
[[دوتنه:Jean-Jacques Rousseau (painted portrait).jpg|بټنوک|کيڼ|ژان ژاک روسو]]
'''ژان ژاك روسو''' (28 د جون، 1712 ز. - 2 د جولای، 1778 ز.) ''([[انګرېزيانگرېزي ژبه|په انګرېزيانگرېزي]]: Jean-Jacques Rousseau)'' د 18 مې پېړۍ د رومانتيسيزم پېر د ژنيو د ښار يو فيلسوف، ليکوال او كمپوزر و. د هغه سياسي فلسفه د فرانسې پر انقلاب ژوره اغېزه وکړه همداراز د نوي سياست، ټولنيز او تعليمي آند پرمختګپرمختگ يې هم اغېزمن کړی. تر زېږېدو شل ورځي وروسته يې مور مړه شوه، روسو په دې اړه داسي ليكي:
 
"زه خوار او معيوب نړۍ ته راغلم او مور مي تر ما قربان شوه، زما زېږېدنه زما لومړنۍ بدمرغي وه."
۱۰ کرښه:
"په ما كي تر فكر مخكي احساس راوټوكېد، چي له دغه خطرناكه ډول څخه شهواني غريزه را پكي وخوځېده چي په وړكتوب كي زما په نس پوري تړلې وه.
روسو په اته كلنۍ كي د آكا د زوى سره په بوسي"Bossey" كلي كي اوسېدوى چي پيسې او خرڅ حكومت وركاوه. د بوسي زړه وړونكى پنځ(طبيعت) او شنو نندارو د روسو په زړه كي له پنځ سره مينه رازرغونه كړه، خو دوه كاله وروسته لاړ شو چي بېرته د آكا له زوى سره ژنيو ته ولاړ شي.
روسو غوښته چي مذهبي لارښود شي، خو پلار او آكا يې هيله درلوده چي هنرمن شي، هغه و چي په ديارلس كلنۍ كي د يوه ځان غوښتي او سخت زړي ډبرتوږونكي سره شاګردشاگرد كړ.
درې كاله يې په ډبرو ستونزو، ښكنځلو او رټنو ورسره تېر كړل، كله چي يې د استاد زور او وهلو ټكولو نور د ده د زغم كاسه نسكوره كړه، نو د 1728كال د مارچ پر 14_مه په پټه او تش جېب له ژنيو څخه وتښتېد، لالهانده ل يوه ښاره بل ته تلى او د ژوند تېرولو لپاره يې ډېرو ټيټو او سپكو كارونو ته لاس اچاوه، كله به د مذهبي لارښود له كوره راوتى او كله هم له "تورن" يتيمتون څخه او اخر هم له رنډۍ خانې څخه، ديارلس كاله دغه ډول سرګردانسرگردان ګرځېد،گرځېد، له ډېرو پېښو سره مخ شو او له ډېرو ښځو سره يې وپېژندل.
 
په 1741م كي بېرته پاريس ته راغى، يو كال وروسته له يوې نجلۍ "ترز" سره چي كوچنى مېلسمتون يې درلود او هم يې د مور وپلار ساتنه كوله آشنا شو، دا مهال يې د منشيتوب او موسيقۍ د نوټو له لاري څه پيسې ميندلې، د پلار يو څه پاتمړي يې چي ور رسېدلي وو ژر خلاص كړل او يو مخ فقير شو، دا مهال د ترز كوچنى په نس كيږي او روسو په دې اړه سخت اندېښمن كيږي، دا ځكه چي دى به ونه شي كولاى چي خپله لږ ګټهگټه به خپل كوچنى وروزلاى شي، سربېره پر دې كېداى شي چي د ده خپل ژوند له سره ګډوډگډوډ شي، ځكه نو كله چي يې كوچنى پيدا شو، هغه يې په اصطلاح په مسجد كي كښېښود چي هر چا يووړى.
د روسو پنځه اولادونه پيدا كيږي او د ټولو سره همداسي چم كول. خامخا به وروسته روسو په دې كار له خپل وجدانه شرمېدلى وي او زړه به يې د پښېمانۍ په اور كي سوځېدلى وي او د دغي ګناگنا د اغېز له مخي د "امگېل" كتاب په لومړۍ برخه كي ليكي:
"څوك چي د پلارولۍ دنده نه شي تر سره كولاى د پلار كېدو حق نه لري."
په هر حال، دا چي روسو منظمي زده كړي نه وې كړي او هم يې ډېر كمال او هنر نه و زده كړى، خو څنګهڅنگه چي ډېر حساس، د سرشاره ذوق څښتن، ښورنده او پياوړى قلمكار و او هم ډېر هڅاند و، نو ويې شواى كولاى چي د فرانسې د هغه مهال د سترو ليكوالو ځاى خپل كړي. د ده خبرو غالباً له دوديزو عقايدو او څرګندوڅرگندو عقلي حكمونو سره توپير درلود، خپله يې هم دې شي ته پام و او داسي وايي:
"دا مي ډېره هيله ده چي د توپيرونو څخه ډك سړى واوسم آن چي د خيالونو، اندېښنو او وهمونو سړى."
كه د روسو نظر د زياترو سره جوړ نوي، خو ډېر ښه، كنه نو بيا به هم دى هغه نړۍ ته اعلان كړي كه څه هم خبره رسوايي ته ووزي. په دې ډول نو نژدې تر څلوېښت كلنۍ پوري يې كوم مهم اثر ونه ليدل شو.
 
په 1719كال كي روسو په "مركوردو فرانس" ورځپاڼه كي ولوستل:
د "ديژن" ښار فرهنګونفرهنگون لاندي موضوع سيالۍ ته وړاندي كوي:
(آيا د پوهي او صنعت پرمختګپرمختگ به د خلګوخلگو دودونه او خويونه چگټل كړي؟ يا سم؟)
روسو هم په دې سيالۍ كي برخه واخيسته او "د پوهنو او صنعتونو په اړه خبري" تر سرليك لاندي يې خپل عقايد او نظريې فرهنګونفرهنگون ته ورسولې. كار وروسته روسو خبريږي چي مقالې يې جايزه وړې ده، له دې ځايه نو د روسو نوم خولو ته لوېږي او انګازېانگازې خپريږي.
روسو په دې مقاله كي په رښتيا سره زبات كړې وه چي د پوهي پراخي او پرمختګپرمختگ په ښكاره انسان ته هوسايي بخښي، خو معنويت يې چټلوي. پوه سړى هنرمن كيږي، خو انسان كيږي نه.
د دې مقالې خپرېدو ډېره توده قلمي جګړهجگړه رامنځته كړه، پر روسو سخت او بې زړه سويه بريدونه وشول. روسو به ځينو ته ځواب او ځيني به يې بې ځوابه پرېښول.
په هر حال دا مقاله له روسو څخه نوموتى ليكوال او د خلګوخلگو پاموړ ګرځويگرځوي. روسو د ايټاليايي موسيقۍ د خاطراتو د يادوني تر اغېز لاندي "د كلي پټي ليدونكى" تر سرليك لاندي ننداره وليكله او په "قونتن بلو" كي د سلطنتي كورنۍ نندارې ته وړاندي شوه او د روسو د لا زيات نامه لامل شوه. "دوك دومون" هيله وكړه چي دى پاچا ته ور وپېژني خو ده ونه منله.
درې كاله وروسته د "ديژن" ښار فرهنګونفرهنگون بيا د سيالۍ لپاره نوې موضوع په دې ډول را وړاندي كړه:
خلګوخلگو په منځ د نابرابرۍ سرچينه څه ده؟ آيا دا نا انډولي د طبيعي قانون له مخي سمه ده؟"
روسو په "د خلګوخلگو په منځ كي د ناانډولۍ خبري" كي فرهنګتونفرهنگتون ته ځواب وليكى. د خبرو شيره يې دا وه چي:
د خلګوخلگو تر منځ ناانډولي د مدنيت او ټولنيز ژوند له امله توپيرونه په طبيعي ډول د دوى لپاره خطرناك نه دي. طبيعي انسان، ښه، خپلواك او خوښ دى، خو ټولنيز انسان بد، غلام، سراښ او ناخوښه دى. په ټولنيز ژوند كي، زه او ته، زما شتمني، ستا شتمني، رامخته كيږي، سراښتوب او تمه سره اېشي، ګډوډيگډوډي رامنځته كيږي او دا ګډوډيگډوډي د جنګجنگ جګړيجگړي لامل كيږي، په پايله كي قاضي، قانون، آمر، مامور په پاى كي حكومت او ټولو د مدنيت غوښتنو ته اړتيا پيدا كيږي. انسان د لارو چارو، چل او تېرايستلو هـڅه كوي، پوهه او صنعت رامنځته كوي او هر څه چي پرمختګپرمختگ وكړي په زياتو چټليو كي ننوزي، په پايله كي له خپله ځانه(پنځ) څخه ليري كيږي.
 
د روسو د فسلفې بنسټ له پنځ سره مينه ده، عواطف د چارو مدار ګڼي،گڼي، هغه چي زړه يې ګواهيگواهي وركوي، دى باوري دى چي پنځ رښتيا ښيي او زړه هم رښتيا ګواهيگواهي وركوي، ټولي ناوړي له هغه ځايه پيليږي چي انسان له خپله درانه عقل څخه په چارو كي كار اخلي.
څرګندهڅرگنده ده چي دغه ډول فكر او نظر د هغه مهال د پوهانو له فكر سره، چي له پوهي او تمدن سره يې لېونۍ مينه درلوده، زيات واټن درلود او د روسو د وروسته شخړو او نيوو لامل شو.
ولټر د روسو د مقالې"د ناانډولۍ په اړه خبري" په ځواب كي ليكي:
"ذوق او قريحې هـيڅكله موږ حيوانيت ته نه يو كش كړي، كله چي انسان ستا كتاب لولي، نو زړه يې غواړي چي پر څلورو ولاړ شي."
دا چي روسو د انسان ټولي بدمرغۍ او ناوړي چاري له تمدن او ټولنيز ژوندانه زېږېدنه ګڼي،گڼي، دې ته يې هم پام دى چي خپل طبيعي حالت ته بېرته راتلل ناشونى دى. نو ټولنيز ژوند ښايي چي د ځينو تړونونو او آرونو پر بنسټ يو څه طبيعي حالته ته نژدې كړو، څنګهڅنگه چي له تمدنه څخه برخمن يو، نو له پنځ څخه هم بايد بې برخي نه شو. د روسو په اند دا كار كېدونى نه دى، خو له دوو لارو كېداى شي:
يو خو د يوه ټولنيز تړون او د مدني ژوندانه د تنظيم له مخي او بل د وګړووگړو د روزني له لاري. نو د دغو عقايد تر اغېز لاندي يې دوه ارزښتمن كتابونه "ټولنيز تړون" او "اميل" وليكل.
كه چيري د يوې فلسفې ارزښت د هغې د قضيو د سمون، د ځواب وركولو د ډو ل او د دليلونو د پوخوالي له مخي، نيوكه پر وشي او وارزول شي، نو د روسو فلسفه ډېره نيمګړېنيمگړې ده، خو كه يې ارزښت د نامه او خپرېدو له مخي وارزول شي، نو خبره يو مخ توپير لري. كارلايل په خپله نوموتي كتاب"اتلان" كي روسو د فرانسې د اوښتون لامل ګڼي،گڼي، چي دا بېشكه مبالغه ده، ځكه هغه څه چي يو ولس اوښتون ته هڅوي، د هغه د ژوند ځيني شرطونه دي چي يو يې هم اقتصادي وضع ده، خو رښتيا خبره دا ده چي كله د فرانسې انقلابئان د باسنيل تر نيولو وروسته د خپلو ورانيو د بيارغوني په فكر كي شول، نو د دوى ستر روڼاندي د روسو د نظريو په اړه سره راټول شول او د روسو ځيني نظريې تر يو مهاله د خپلو كړنو مرستندوى وټاكلې.
 
روسو د ټولنيز ژوند د بنسټ د ټينګښتټينگښت د هغې ټولني د وګړووگړو د ښې روزني له مخي ګڼيگڼي او په دې اړه يې د ښووني او روزني يو كتاب "اميل" لكلى دى.
اميل چي د روسو په نظريو خيالي كوچنى دى، د هغو آرونو له مخي چي په پام كي يې ور ته نيولي دي، پالنه يې كوي، دا كتاب كه څه هم لكه د روسو نور آثار غلط او تخيلي مطلبونه لري، خو بيا هم د لطيفو ټكو، ځيرو څېړنو لرونكى او د فرانسوي ادبئاتو له غوره آثارو څخه ګڼلگڼل كيږي، د روزني په اړه د روسو نظريې دا ډول دي:
پر هيچا بايد هيڅ شى ونه تپل شي او نه هم يوه كار ته اړ ايستل شي، بلكي د كار تګلارهتگلاره بايد داسي جوړه كړه شي چي د ده طبيعي غريزې ومنل شي، بيا نو كېداى شي چي د ښه فكر، ښې وينا او ښې كړني هيله ځني وشي.
 
كه څه هم ټولنيز تړون په فرانسه كي دومره چيغي او بغاري ونه زېږولې خو اميل د مسلمانانو او مسيحيانو او فيلسوفانو، چي يو د بل پر وړاندي ولاړ وو، قهر او غضب د ده پر وړاند راپاراوه.
مسيحي مشران او سياستوال د رسو پر وړاندي يو لاس شول، د پاريس پارلمان د كتاب د سوځلو او ليكوال د بند امر وكړ، څلور ورځي وروسته د ژنيو شورا د ده دواړه كتابونه وغندل، څه مهال وروسته برن هم همدا فتوا وركړه، په دې اړه روسو وايي:
"په ټوله اروپا كي مي پر ضد يو داسي له قهر او غضب څخه ډكي چيغي پورته شوي وې چي هيڅ سارى يې نه درلود."
د ولټر غندنليك د روسو ستونزي نوري هم پسي ډېري كړې او د عاړي وګړووگړو احساسات يې پر راوپارول، په ټوله اروپا كي يې د آرام ځاى ورك شو، يو وار سويس او له ځايه انګلستانانگلستان ته وتښتېد، د ډيويډهيوم په مادي او مانيز ملاتړ يي ژوند كاوه، خو د ډيويډهيوم سره يې هم ذوقي توپير درلود او كله_كله به يې شخړي كولي، په 1767م كال كي يې انګلستانانگلستان هم پرېښود او په فرانسته كي نوموتي خطيب د ميرابو پلار ته ورغى، بيا يې په نرماندي كي استوګنهاستوگنه غوره كړه.
د 1770م كال تر اپريل پوري هلته پاته شو، هلته يې فكر وكړ چي بايد بېرته پاريس ته لاړ شي، د دښمنانو خولې پټي كړي، كلونه وروسته يې خپل "اعترافونه" وليكل، غوښتل يې چي هغه د خپلي بېګناهۍبېگناهۍ د زبات لپاره په پاريس كي غونډو ته واوروي.
د روسو "اعترافونه" كتاب په رښتيا يو د تر ټولو په زړه پوري ژوندليكونو څخه دى چي يو ليكوال يې په خپل قلم ليكي او خلګوخلگو ته يې وړاندي كوي، خو بيا هم ونه توانېد چي د نوموړي كتاب په زور د هغه مهال د فرانسې لړلي چاپېريال د هوسا سا ايستلو لپاره پاك كړي، په پايله كي "خبري اتري" او "د يوه ګوښهگوښه ګرځندوىگرځندوى تخيلات" كتابونه وليكل.
پاريس ته تر راتګراتگ وروسته يې طبيعت مخ پر خرابېدو و، هغه و چي د 1778م كال د جولاى پر دويمه يې خپل 66 كلن ترخه ژوند ته د پاى ټكى كښېښود.
تر مرګمرگ وروسته يې ډېر مينان پيدا كړل، د هغو ستونزو، غمونو او سرګردانيوسرگردانيو د جبران لپاره يې، چي د ده ژوند يې ور تريخ كړى و، ډېري ځلاندي او پرتميني غونډي جوړي كړې، تر مرګمرگ شپاړس كاله وروسته د پاريس د كنوانسيون په آمر يې مړى د پاريس پانستون ته چي د پاريس تر ټولو غوره هديره وه راوړل شو.