د امام فخر الرازی څخه ډیر آثار ذکر شوی دی چه مهمترین د هغو لاندی ذکر کوم .
۱-# تفسیر قرآن کریم چه په تفسیر کبیر سره مشهور دی او هغه پخبله دی تفسیر ته د ( مفاتیح الغیب ) نوم ورکړی دی .
۲-# بل تفسیر د قرآن چه په تفسیر صغیر باندی مشهور دی .
۳-# د سوره فاتحه په تفسیر کښی یی یو کتاب لیکلی دی چه په یو جلد کښی دی او ابن القفطی فرمای چه د سوره فاتحه په تفسیر کښی یی د دولسو جلدو یو کتاب په میده خط سره لیکلی دی .