د "کونړ ولايت" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۱۲ کرښه:

'''د کونړ ولایت'''، ( '''([[انگریزيانگرېزي]]''': ''kunar)'') د [[افغانستان]] له ۳۴ ولایتونو څخه یو ولایت دی، چې ختیڅه برخه کې موقعیت لري.
دا ولایت له گاونډي [[پاکستان]] سره په پوله پروت دی. منڅۍ (مرکز) یې د اسد اباد ښارگوټې دی.

کونړ دپخوانيو مورخانو په اثارو کي کنړ، کنير، کهويس (Khoes)، کونرkunarکونر (kunar) ، کولو، کونړ، کونر او داسي نورو په نومونو راغلي دي.
کونړ (کونرkonar) په شکل له دوو کلمو څخه جوړ شوي دي چي نورستانيانو ورته کونړ وايه او په نورستاني لهجه يې معنا(دښوونه دره) يا زيتون دره ده.
په دي نوم کې هم درنورو نورستانى کلمو او نومونو په شان چي په نورو ژبو کې يي(له)،(په) (ړ) او ښتلي بدلون راغلي دي او په کونړ يى شهرت پيدا کړي دي.
تاريخى اسنادو ځيني نور شواهد داسي ښي چي ډير پخوا د کنړ دره له غرونو څخه نيولي ان دکنړ د [[سيند]] دغاړوپوري په گنوځنگلونو پټه وه ، چي زياتره پوټي يي، ښونان اوغوړا څکي وو، د دي ډولونود موجوديت د ثبوت د پاره به دا کافي وي چي وويل شي کله چي [[سلطان محمود غزنوي]] د لومړي ځل لپاره د اسلامي فتوحاتو په لړ کي د کونړد دي دري په خوله کي د [[کابل]] له سيند څخه راپوري ووت دنور او قيرات په درويي حملي کولي نو يي د خپل لښکر سره دنجارانو، آهنگرانو، سنگ تراشانو اونور کسبگرانو ډلي هم را واخستلي ترڅو چي د ځنگل وني اوبوټي ووهي، تيږي ماتي کړي او د خپل لښکرد پرمختگ د پاره لاره جوړه کړي.
د يو بل مستند دليل له مخي چي ددغو دوو ډولونو عموميت ته مصداق ورکوي هغه دا دي: کله چه د کونړ د ناوي د ښکتنيو او هوارو برخو پخواني کورونه وکتل شي دهغوۍ دکوټو په چتونو کي د ډاگو (دستک) د پاسه د دړو پرځاي د ښونانو او غوړاڅکو لښتي اچول شي دي چي پورتني دواړه تاريخي او عيني شواهد په دي دلالت کوي چي په رښتيا سره په پخوانيو زمانوکې د کونړ دره په تيره بيا د کونړ د سيند د شمال شاوخوا په ځنگلونو پټه او زياتره وني يي همدغه ښونان او غوړاڅکي وو، او زما ديادو خبره ده چي زموږ دسيمي (نرنگ) دغرونو لمني ان تر سمي پور ي د ښونانو او څيړيو او نورو ونو پټي وي، نوځاي يي درلود چي نورستانيانو هغه د ښوونو په نامه ياده کړي ده.
۲۶ کرښه:
ځيني وخت ليدل کيږي د کونړ د جمع شکل د کونړونه(کنړونه) ليکل کيږي په دي شکل د کونړ ليکل که مفرد وي کنړ او که جمع وي کنړونو دواړه شکله بيخي غلط دي. دا چي ولي داسي ليکل کيږي زما په نظرڅه رنگه چي په کونړکې په رسمي دفترونو کې ټول مراسلات او مکتوبونو په دري ؤ يعني په خپله د کونړ دفتري [[ژبه]] [[دري]] وه نو دا ده چي د کنړ د کلمي پرځاي د سهولت له مخي يي په کنر انتقال کړي بيا دغه کنر کنرها شوي او وروسته تري د جمعي حالت په پښتو کنړونه جوړ شوي دي. پرته له دي بله کومه تاريخي ريښه نه شي لرلاي.
دا چي په مخکنۍ برخه کې وليکل شو چي کنړ ته کنر هم وايي د کونړ د نوم دا شکل هم د يوي خواته د حدودالعالم د اشاري له مخي چي کنر يي ورته ويلي دي او د بلي خوانه دخاص کونړ ختيزي خواته يوکلي د تنر په نوم شته دي که دهغه کلي د نوم سره د مقايسي له مخي وويل شي نو ممکن هغه (ته نر) وي او که درون ته.

==جغرافیوی جوړښت او قومی جوړښت==
[[د کونړ ولایت]] د [[افغانستان]] په خنیځ کې پروت دی چې شمال ته یې د [[نورستان]] ، سهیل ته یې د [[ننکرهارننگرهار]] ، لویدیځ ته یې د [[لغمان]] ولایتونه پراته دي.او په ختیځ کې د خیبر پښتونخوا سره ۱۷۵ کیلو متره گډه پوله ویشي.دکونړ ولایت یو غرنی ولایت دی چې څه دياسه ۴۵۰۰ کیلو متره مربع مساحت لري.
=== دکونړقومونه ===
Line ۴۱ ⟶ ۴۲:
# '''مشواڼي''':مشواڼي په اصل کې غرغښتي پښتانه دي، دوئ دکونړ په ناړۍ،دانگام او اسمار کې اوسیږي.
# '''ملکزي''': په کونړ او دنرنگ په جار قلعه کې هستوگنه لري.
# '''ملاگوري''': سړبني پښتانه دي او د مومندو په سترې قبیلې پورې اړه لري ، د ملا گورو کورني د درې په ملا گورې او دنرنگ دکوټکې په کلي کي اوسیږي.

# '''مومند''': مومند دسړبن په ټولنیز گروپ کې یوه ستره [[قبیله]] ده چې د کونړ د ولایت په [[اسد آباد]] ، خاص کونړ،سرکاڼو،نورگل او نرنگ کې اوسیږي.

# '''یوسفزي''': یوسفزي هم په کونړ کې هستوگنه لري او یو لوۍ پښتون ټبر دی.

# '''بزرگخېل''': بزرگخېل یوهلویه قبیله ده چې دکونړ په نرنگونو لکه بر نرنگ ، کوډو ، کړه ماراو په یوه روایت سره په کوټکي او حکیم آباد(کولي گرام) او دڅوکۍ په کلماني گې هستوگنه لري.
# '''ساپې''':(صافي) د زیاتره تاریخي اسنادو له مخې د ساپي قوم چې په کونړ کې مېشت دي یو لوۍ قوم شمېرل کیږي چې په لومړۍ سر کې د غوړې مرِۍ څخه سره کمر ته رالېږدېدلي دي او بیا له دې ځایه د شونکړۍ له غاښې کونړ ته اوښتلي لومړۍ یې بهر آباد او بیایې له مجبوریته د کونړ سین ښکته او پورته برخوته د هغو ځایونو دقومي قدرت په وجه نفوذ نه دی کړی له سین څخه دېوگل ته راغلي او هلته استوگن شو او په دې پلار دره کې یې لوۍ مرکزیت پیدا کړ او بیا د مزار درې،باډېل درې او دپېچدرې له سرونو څخه د درو دخولو پورې را خپاره شول.
۱۷-# '''سادات'''

۱۷-'''سادات'''
په کونړ کې زیات شمېر د سیّدانو کورنۍ موجودې دي ، د دې سیدانو عمومي لوۍ کلی پشات(پشت) دی چې [[سیّد محمود پاچا]] هم دلته اوسېده ، په دې برسېره د کونړ په ځینو نورو سیمو لکه شال،بر نرنگ،شین کوړک،دو شاخېلو،یارگل،خاص کونړ،کوز نرنگ او نورو ځایونو کې هم د سیّدانو (پاچاهانو)کورنۍ مو جودې دي.
۱۸-# '''موسیٰ خېل'''

۱۸-'''موسیٰ خېل'''
موسیٰ خېل هم په کونړ کې اوسېږي.

==امنیتي حالات==

دهېوادونو په [[تاریخ]] کې هغه سیمې د ولسونو او ځواکونو د پوره پاملرنې وړ گرځېدلې دي چې د نورو سیمو په پرتله د هغوۍ جغرافیوي او سوق الجیشي موقعیت د یو شمېر مشخصاتو له پلوه دوتلي فوقاالعاده اهمیت درلودونکي وي. زموږ په گران [[هېواد]] کې هم کومې سیمې چې د جغرافیوي،اقتصادي، فرهنگي او سوق الجیشي ممتاز اهمیت څخه برخوردارې دي هلته زموږ نیکونه راټول شوي ، کلاگانې،کلي،ښارونه، حصارونه او کروندې یې آبادې کړي،قوي بناگانې یې تأسیس،تجارتي،مذهبي،علمي او کلتوري مرکزونه یې رامنځ ته کړي او مدنیتونه یې ایجاد کړي دي او د تاریخي دورو په اوږدو کې په تېره بیا د مسیحي دورې د لسیزې پېړۍ په شاو خوا کې چې تقریبا داسلامي دورې سره سمون لري له خوږو، ترخو، تودو، سړو، ژورو، ماتو او بربادیو څخه ډک تاریخي خاطرات او یادونه لري.نو که د کونړ دې ډول موقعیت ته وگورو په ډېره وتلې توگه د دغسې ممتاز موقعیت لرونکی دی .خو په خاص ډول په تېرو درې لسیزو کې چې کومې ناخوالې زمونږ په گران هېواد او په اسلام او هېواد پاله خلکو راغلي او روانې دي نو کونړ(کونړونه)هم د دغو ناخوالو او بر بادیو څخه په امن کې نه وو او نه دی.