د "رودلف ۲ هابسبورگ" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Darios (خبرې اترې | ونډې)
Darios (خبرې اترې | ونډې)
۲۹ کرښه:
'''رودلف ۲ هابسبورگ''' ([[چیکی ژبه|په چیکی]]: Rudolf II ) د هابسبورگ د کرنۍ څخه یو مشهور چېکی پاچا، [[هنګري|هنگری]] پاچا ، [[کروواسيا|کروواسی]] پاچا او رومی امپراطور وو چی د ۱۵۷۶ کال څخه تر ۱۶۱۱ کال پورې یی حکومت کاوه. پلار یی امپراطور ماکسمیلیان دوهم او مور یی مریم اسپانی وه.
==د رودلف ۲ ژوند==
رودلف دوهم په ۱۵۵۲ کال کی په [[وین]] کی زیږیدلی وو. په ۱۵۶۴ کال کی د زده کړی لپاره [[اسپانیا]] ته ولاړ. رودلف تر ۱۵۷۱ کال پورې د اسپانی امپراطور فیلیپ دوهم په کورنۍ کی ژوند او زده کاوه. په ۱۵۷۱ کال کی هغه [[وین]] ته راستن شو. په دی وخت کی [[هنګري|هنگری]] پاچا یانوش دوهم مر شو . پاچا مکسملیان پر هنگری اشرافو باندی سیاسی فشار وچاوه او پسر یی رودلف دوهم په ۱۵۷۲ کال کی د پرېشپورک په ښار کی هنگری پاچا د هنگری اشرافو لخوا وتاکل شو. په ۱۵۷۵ کال کی رودلف دوهم [[چېک جمهوريت|چېکی]] پاچا شو چېکی اشرافو غوښتل چی رودلف دوهم او کورنۍ یی [[پراگ]] ته ولار شی خو په دی سال کی د رودلف پلار ماکسمیلیان وفات شو او رودلف رومی امپراسطور هم وتاکل شو او په [[وین]] کی یی خپل مقر جوړ کړ. په ۱۶ پېړۍ کی [[عثماني پېر|عثمانی امپراطوری]] پر [[اروپا|اروپا]] یرغل وکړ او څو حصو یی ونیو. امپراطور رودلف له [[عثماني پېر|عثمانی]] یرغل نه ویر شو او د دی لپاره په ۱۵۸۳ کال کی یی خپل مقر د [[وین]] څخه [[پراگ]] ته انتقال کړ او [[پراگ]] د هابسبورگ امپراطوری سیاسی، علمی او ثقافتی مرکز شو. رودلف ۲ [[هنرونه|هنر]] او علم ډیر خوښ کړ او د دی لپاره هنرمندان او پوهان د نړی د بیلو بیلو سیمو پراگ ته راتلل. رودلف په [[پراگ]] کی ښایسته او قیمتی ټولونه ټول کړ او د هنرمندانهنرمندانو او پوهانانپوهانانو څخه یی ملاتړ وکړ. په دی وخت کی په [[پراگ]] کی مشهور ستوری پړهانپړهانو (منجمان)، کیمیا پوهانپوهانو ژوند کول. په ۱۵۹۳ کال کی د هابسبورگ امپراطوری او [[عثماني پېر|عثمانی سلطنت]] په منځ کی جگړه پېل شوه او په دی وخت کی رودلف ۲ په [[باو]] اخته شو. رودلف ۲ هابسبورگ په ۱۶۱۱ کال کی وفات شو او مقبره یی [[د مقدس ویټوس کليسا|د مقدس ویټوس په کلیسا کی]] پرته ده.