د "انسان" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Addbot (خبرې اترې | ونډې)
و Bot: Migrating 161 interwiki links, now provided by Wikidata on d:q5 (translate me)
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
[[دوتنه:Akha cropped.png|بټنوک|300px|کیڼ|د انسانانو یوه ښځينه او نرينه جوړه]]
د'''انسان''' ويي د( ا، ن ،س ) له تورو څخه جوړه شوې ده او د ( ناس / انس ) وييونه هم پکې شامل دي. د [[آدم|آدم <sup>(ع)</sup>]] او نبیرې ته هم د انسان ويي راځي چې جمع یې اناسین او ناسي راغلې ده ، د ناسي کلمه اسم جنس ده د آدمي نسل او نبیره ترې مراد دی او د انس او انسان کلمې د لغت له مخې سره ګډېگډې دي او د استعمال له مخې یوه له بلې جلا یادیږي. د (انسان ) کلمه له آره ( انس ) وه خو د ( الف او نون ) پر زیاتیدو او یوځای کیدو ترې انسان جوړ شو (انس) د الف په پیښ د اخیستلو او ښکاره کولو په مانا دی همدا راز ویل کیږي چې انسان له نیسان څخه اخیستل شوی دی په لغت کې د بشر ، آدمي ، د آدم نه پیدا او آدم زی په معنا دی او دغه مطلب چې انسان د نیسان نه اخیستل شوی دی کمزورې وینا ګڼلگڼل شوې ده د ( ظهور ) د مفهوم په نظر کې نیولو سره چې انسان په لفظ کې مراد دی باید انسان په خپلو خویونو ، رویې ، دین ، ایمان او دخپلې عقیدې په ښکاره کولو کې د (جن ) دکلمې پر ضد چې د پټوالي مانا لري ښکاره وي ، پټ نه شي خپل نظر ښکاره کړي .
 
انسان په موجوده مخلوقاتو کې یوبې ساري او بې جوړې مخلوق دی او داسې ځانګړنېځانگړنې لري چې په نورو مخلوقاتو کې یې څرک هم نه په سترګوسترگو کیږي د بیلګېبیلگې په توګهتوگه د زده کړې او روزنې قابلیت لرل ، د بیان او مافي ضمیر د ښکاره کولو توان لرل ، ټولنیزې ځانګړتیاوېځانگړتیاوې لرل ، د کومک او مرستې روحیه لرل ، په ارادې کې استقلالیت د برخلیک په ټاکنه او تصمیم نیولو کې اختیار لرل ، ښه شکل لرل او همداراز نورې فزیکي ځانګړتیاوېځانگړتیاوې هم لري . د پورتنیو ځانګړنوځانگړنو سره سره په مادي ژوند کې هم د نورو موجوداتو په څیر اکسیجن ، خوراک، اوبو ، استوګنځایاستوگنځای ، خوب ، آرامي او داسې نورو ته اړدی چې ددغو په نظر کې نیولو سره یې انسان داسې تعریف کړی دی: انسان د [[تی لرونکی|تي لرونکو ژویو]] له جنس څخه یو ژوندی موجود دی د پر مختللي عقل ، ولاړ قد د وینا او بیان د قوې په لرلو سره د نورو [[ژوي|ژویو]] نه جلاکیږي ولې د انسان داسې واقعي تعریف چې د هغه هر اړخیزه مادي او معنوي ټول اړخونه را ونیسي او د انسان واقعي مفهوم ته انعکاس ورکړي ډیر ګرانگران او له ستونزو ډک کار دی تر نن ورځې خو لا ناشوني ورته ویل شوی دی
 
 
"https://ps.wikipedia.org/wiki/انسان" نه اخيستل شوی