د جوزجان ولايت ختیځ ته بلخ لویدیځ ته فاریاب جنوب ته سرپل او د شمال سنډو یی د آمو سین بهیږي او د د سین پوری غاړې ته د ازبکستان جمهوریت دی. د ا ولایت په۱۹۸۸ عیسوی کال کی د بلخ او سمنګانسمنگان نه بیل کړی شو. او د دی لرغونی ښار شبرغانی مرکز دی. خو د دی سره تړی دسر پل سیمه ځان له بیل ولایت وګرځیدهوگرځیده. د دی ولایت نفوس ۴۲۶۹۸۷ خلکوته رسیږی. د مختلفو اقوام خلک، ازبک،ترکمن،پښتون،تاجک او نور اقوام په کی ژوند کوی، مساحتی ۱۱،۷۸۹ کیلومتر مربع دی. او خلکی په ۳ ژبو دری، پښتو او ازبکی باندی غږیږی.
==اداري وېش==
جوزجان لس ولسوالي لری، چی خواجه دوکوه، درزآب ، منګجک،منگجک، قرقین، آقچه، مردیان، فیض آباد، خماب، خانقاه، او قوش تپه دی. او ۳۰۴ کلې لری. جوزجان ولایت په ډیرو، نفوس او زراعتی ځمکو، طبیعی جنګلونه،جنگلونه، معادن، د ځمکی لاندی نفت او ګازگاز په در لودلو د هیواد شتمن په ولایاتو کی شمیرل کیږی. د جوزجان ولایت د خلکو عمده محصولات ، کرهنه او زراعت، د قره قل پوست، پشم، قالین، لاسی صناعی، دی. چی ډیر پخوا نه د دی ولایت خلکو په ژوند او د ملی اقتصاد د ودی کی ازښتمند رول لوبولی دی. مخکی د داخلی جنګونونهجنگونونه ۴۶ فیصده د هیواد بودیجه، د دی ولایت د ګازوگازو صادرولو نه تامین کیده. د جوزجان ولایت هوا او اقلیم وضعیت متناسب په شمال ولایاتو مساعد دی، مګرمگر د زراعت او څکل اوبه د سرپل او بلخ د سیند څخه راځی، چی دا کافی نه ده. د ولایت د ښار او کلی اوسیدونکی بل خصوص بزګربزگر همیشه د اوبو د کموالی څخه سر ټکویی. د دی ولایت زراعتی سیمی مواز په ۲۱۵۷۵۳ هکتار ځمکه ده، چی د دی جملی نه ۴۰۰۰۰ هکتاره ځمکه للمی ساحی تشکیلوی. په دی سیمو کی، جوار، زغر،کنجد، مالوچ،ماش، نخود،زیره، د بزګروبزگرو د کرهنیز عمده اقلامو څخه دی.
==تاريخ==
په لسمه پیړی کي د ابن سینا نامتو شاګردشاگرد ابوالعبید الجوزجانی د غور د واکمنو د تاریخی پیښو د لیکونکي په توګهتوگه وپیژندل شو. په یولسمه پیړی کي د نړی د جغرافي مشهور کتاب چی د جوزجانی حدودالعالم نومیږی د دی سیمی یو جغرافیه دان په عربی ژبه ولیکلو. په دیارلسمه پیړی کي د وینس سیلانی مارکوپولود خپل سفر په یو پړاو کی په شبرغان کی ایسار شو، او د دی ځای د شاتو په شان خوږو خټکو حال په خپلی یاداشتونو کی ولیکلي. د جوزجان په ډیرو ولسوالیو کي د نوی کال ، اختر او کله کله د وادونو په موقع خلک وز لوبه یا بزکشی کوی، په جوز جان کي د دی لوبی لپاره د آسونو ساتل او د د ښار نه بهر د آزاده او هوار میدانونوکی لوبی کوی.
د ۱۹۶۰ او ۱۹۸۰ عیسوی کلونو تر مینځ موده کي د پخوانی شوروی لخوا د افغانستان په جیولوژیکی سروی ګانوگانو کي جوته شوی وه چی د دی هیواد په شمال کي د ګازوگازو او خامو تیلو پینحلس زیرمی موجودی دی. په دوی کي د ګازوگازو دری لوی زیرمی د شبرغان په شاو خوا کی دی. د دری لوی زیرمی نه د ګازگاز دراویستل پروژه په څوارلس کالو کي پوره شوه. په ۱۹۷۴ عیسوی کال کی د خواجه ګوګردکگوگردک د زیرمو نه شمال لوری ته دوه سوه کیلو متره د ګازگاز پیپونه وغځول شل. یوازی د آمو سین د پاسه د پایب وګدواليوگدوالي ۶۶۰ میتر وو. د ګوګردکگوگردک د زیرمی نه په کال کي څلورو او شپږو میلیاردو تر مینځ مکعب متر ګازگاز راویستل کیږی . په دوی کی ۷۰ تر ۹۰ فیصده برخه پخوانی شوروی ته ورکوله دا معلومه نه ده چی په کومه بیه، خو په ۱۹۹۲ عیسوی کال کي د هغه وقت جمهور ریس، داکتر نجیب اله دا څرګندهڅرگنده کړه چی ګوندیگوندی د روسی سره د ګازوگازو د پلورل په یو تړون خبری روانی کړی وی. په دی وقت کی د پښوانی شوروی اتحاد نا بیله شوو ځینی جمهوریتونو د افغانی ګازوپهگازوپه تیرولو او د دی د ویش د پاره د خپلو غونډو غوښتنه وکړه او دا معامله پّه ځای ودریده، د پښوانی شوروی اتحاد لخوا جوړ شوی د جار قودوک په ودانی ته په رسیدو خبر شو چی هلته یوازی ساتن دویان ولاړ وو او پروژه فعاله نه وه. د ګازوگازو هغه نل لیکه چی ختیځ لوری ته مزار شریف پوری غځیدلی ده. د افغانستان د دوه لسیزو په کورنی جګړوجگړو کی دی ته پاملرنه ونه شوه، خو په ۱۹۹۹ عیسوی کال کي دا لیکه یو سه ترمیم شوه او د ګوګرډکگوگرډک ګازپهگازپه لګلگ مقداری خلکوته ورسیدل .
د ګازوگازو پایب لان چی دی ولایت کی دی ، دی نه پخوا دغه ځینه شوروی ته ګازگاز تلل او کله چی هغه قرارداتونه ختم شول ، بیا دا پایپونه وویستل شول ، اوس دغه پایپونه مزارشریف ته ګازگاز ورکوی.
یو وقت د سر پل ولایت هم په جوزجان کي شامل وو، او دا پراښه سیمه د زردشت دین کتاب اوستا کي د نسایا په نوم یاده شوی ده. څوارلس سوه کاله پخوا چینایی سیالګرسیالگر هوین چان چی دی سیمه ته ورغلو نو د دی سیمه نوم هوشنګانهوشنگان وو، روسته دا ګوزګانگوزگان شو، او کله چی عربان دی سیمی ته ورغلل او ګافگاف ګيې نه شو تلفظ کوولی ، نو دی ته یی جوزجان نوم کیښوده