د "ارستوکراسي" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
W.Kaleem (خبرې اترې | ونډې)
د "'''ارستوکراسي''' د دغه لغت سټه له يوناني ژبې سره اړه لري چې د Arisrus ښه او Kratia حکومت نه اخيستل ..." تورو مخ جوړ شو
 
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
'''ارستوکراسي''' د دغه لغت سټه له يوناني ژبې سره اړه لري چې د Arisrus ښه او Kratia [[حکومت]] نه اخيستل شوې او لفظاً يې معنا د نيكانو، نجباوو او اشرافو حكومت دى. د نجابت او اشرافيت په پېژندنه كې اختلاف موجود دى. د افلاطون او ارسطو له نظره د نيكانو حكومت هغه حكومت دى چې د يو نجيب او ښه اقليت له خوا په يوه هېواد كې اجراء كېږي. د ښه والي معيار يې هم نظري او هم عملي دى او يوازې فلاسفه دغه خاصه درلودلاى شي.
ارسطو د اليګارشياليگارشي او ارسطوكراسۍ ترمنځ فرق كاوه، خو له ډيرې پخوا نه ارستوكراسي او اليګارشياليگارشي يو د بل مرادف استعمال شوي دي. د سياسي فلسفې له نظره ارسطوكراسي هغه حكومت دى چې د افرادو د يوې داسې ډلې له خوا جراء كېږي چې د عقل او اخلاقو خاوندان وي، عمومي مصالح تر خپلو مصالحو وړاندې ګڼيگڼي. د دوى حكومت د برترۍ او تسلط جنبه نه لري. مقصد د ارسطوكراسۍ نه د اشرافو او نجباوو حكومت دى چې د نسب، اقتصاد او كلتور له نظره له نور ملت څخه فرق ولري چې موجوده وخت كې په بورژوازي نړۍ كې د كارګروكارگرو منځ كې د كارګريكارگري اتحاد يو مشر چې له نورو كارګروكارگرو څخه امتياز لري. د كارګريكارگري ارسطوكراتانو په نامه ياديږي.
زموږ له نظره ښه حكومت هغه دى چې د ټول ملت په اراده منځ ته راغلى وي، ملي اساس ولري، د ملت د ملي مصالحو او منافعو نه دفاع وكړي، فردي او اشرافي حكومتونه زموږ په نزد د تائيد وړ نه دي.