د "باچا خان" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Addbot (خبرې اترې | ونډې)
و Bot: Migrating 2 interwiki links, now provided by Wikidata on d:q312966 (translate me)
۵۲ کرښه:
== د هند کانګرېس پارټۍ او غفار خان ==
== خدايي خدمتګار ټولنه او غړي ېې ==
خدايي خدمتګاري او عدم تشدد (د ظلم ځخه لاس اخيستنې) دا دواړه خبرې تر يو بله سره تړلي دي . خدايي خدمتګاري ، د خدای د مخلوق خدمت دی . او دا خدمت به په زور ، جبراکراه او تشدد نه ، بلکه په رضا ، قناعت ، مينه ، محبت او عدم تشدد وي . د خدايي خدمتګارۍ په مرامنامه کې د انسان د ټولنيز ژوندانه د سمون لپاره پرنسپونه او اصول وړاندې شوي ، چې مرامنامه يې په لاندې ډول لوستلی شۍ.
== د خدايي خدمتگارﺉ مرامنامه ==
 
<center> بسم الله الرحمن الرحيم </center>
<center> ولتکن منکم امهّ يدعون الی الخير ويامرون بالمعروف وينهون عن المنکر و اولّک هم المفلحون ـ قرآن مجيد . ترجمه : او تاسې څخه دې همېشه يوه ډله وي چې خلق د خير خواته غواړي او په نېکو کارونو حکم کوي او خلق د بدو کارونو څخه منع کوي . همدوی دي خپله مطلب ته رسېدونکي .</center>
خدايي خدمتگاري د هغه تحريک (خوځښت) نوم دی چې په خلکو کې د خدای د مخلوق د خدمت جذبه راپیدا کوي . او څرنگه چې خدای پاک ته د خدمت ضرورت نشته نو د هغه د مخلوق خدمت د خدای خدمت گڼي . او د هغه ډلې نوم دی چې بې بدله د خدای د مخلوق خدمت کوي . دا يو سوشل (مجلسي،ټولنيز)اصلاحي او اخلاقي تحريک دی . ددې باني او محرک خان عبدالغفار خان دی . د دې تحریک ابتدا په سنه ۱۹۲۹م زېږديز کې د هشنغر په اتمانزو کلي کې شوې وه .
*اول ـ هر خدايي خدمتگار به د خپلې ژبې او لاس نه د خدای مخلوق ته ضرر نه رسوي او کوم کار چه د ځان دپاره نه خوښوي هغه به د بل دپاره هم نه خوښوي .
* دوهم ـ هر خدايي خدمتگار به د چا غيبت او سپکه نه کوي او درواغ به نه وايي .
* درېيم ـ هر خدايي خدمتگار به صابر وي او د زور ظلم او زياتی مقابله په ښو خويونو کوي او په مينه محبت به تيري کوونکي د بدکار نه اړوي .
* ځلورم ـ هر خدايي خدمتگار به د ظالم ملگرتيا نه کوي او د مظلوم مرسته به کوي .
 
* پينځم ـ هر خدايي خدمتگار به پرې جنبي تربگنﺉ او دښمنﺉ نه کوي .
* شپږم ـ هر خدايي خدمتگار به غلط رسمونه او رواجونه ، چه قام او وطن ته ترې تاوان رسي ، پرېږدي او د بدو رسمونو د ورک کولو دپاره به مجاهده ، مجادله او تبليغ کوي .
* اووم ـ هر خدايي خدمتگار به ساده ژوند اختياروي .
 
* اتم ـ هر خدايي خدمتگار به خپل حلال کسب و کار کوي د تيارخورﺉ او بېکارﺉ ژوند به نه خوښوي .
* نهم ـ هر خدايي خدمتگار به په قام او وطن مين وي او په ايماندارﺉ به يې خدمت کوي . قام او وطن به په پیسو او منصب نه خرڅوي . د قام وطن دپاره به د هېڅ قسم قربانﺉ نه درېغ نه کوي .
* لسم ـ هر خدايي خدمتگار به د خپلې ډلې اکثريت منلې فيصله او پرېکړه مني او په هغې به عمل کوي .
 
<center>د خدايي خدمتگارو وعده (ژمنه) </center>
زه خدای حاضر ناضر گڼم او ورسره وعده کوم چه زه به د خپلې ډلې سره وفا داريم او د پاس لسو موادو پيروي کوم .
ان الله لايغير ما بقوم حتی يغيرو اما بانفسهم . ترجمه: خدای پاک هغه قام ته تغير نه ورکوي چه قام پخپله ځان له ترڅو تغير ورنه کړي .
 
== د پاکستان لخوا په باچا خان بنديزونه==
د افغانانو \پښتنو د بیدارۍ ، یووالي او خپلواکۍ دپاره د ده اوږدې هلې ځلې او مبارزواو په دې لار کې د جیلونو او کړاوونو له ګاللو څخه هیڅوک سترګې نه شي پټولی . د افغانانو دې ستر ملي مبارز ته د« هندي ناسیونالیست » نوم ورکول ، نه یواځې له واقعیتونو څخه سترګې پټول دي ، بلکې دافغانانو د ملي ارزښتونو سره په ټکرکې کار دی . همدارنګه باچاخان نه یواځې خپل ټول ژوند د پښتنو یووالي او د ډیورنډ کرښې نفې د پاره وقف کړی و ، بلکې په عمل کې یې په خپل وصیت سره ، چې وروسته له مړینې یې جنازه په جلال اباد کې خاورو ته وسپارل شي دغه ارمان تر سره کړیدی .