Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
==ګرانو دوستانو او درنو کارنانو==
ځينې ښاغلي کارنان ددې پر ځای چې یوه نوې ليکنه په ويکيپېډيا کې ځای پر ځای کړي ، بس يوازې په دې پسې ګرزي چې چېرته کومه نوې ليکنه ګډوه وډه او له بد نه بتره کړي. دوی پخپله ګرامري او املايي ستونزې لري ، خو ځان ته دا اجازه ورکوي چې د بل چا سمه لیکنه له لوستلو او ښې توښې وباسي . سربېره پر دې له ليکنې څخه د سرچينو لينکونه او پتې لرې کوی . زما هيله له دغو ښاغليو کارنانو څخه داده ، چې خدای او رسول ته وګورئ ، د خلکو زړونه له پښتو ويکيپېډيا څخه نور مه تورئ .
مننه .
محمد طاهر کاڼی .
 
 
محترم کاڼی صيب سلامونه ! مننه له ځواب ځخه مو ، زه بې نومه نه يم نوم مې احمد دی خو دلته په دې (Afghanwrites) په نوم ځکه لیکنې کوم چې زما موخه يوازې ويکيپېډيا کې برخه اخيستل دي او ځان ستاينه مې نه خوښېږي ، او نه هم تاسو پشان پېژندل شوی کس يم . په هر حال ، ستاسو د لیکنې سره ځه نا ځه همغږي لرم خو په بشپړه توګه يې نه لرم ځکه باید چې يو وار له سره د زيار صيب او ارواښاد رښتين صيب په پښويې (ګرامر) باندې کتنه وکړم او پرتله يې کړم چې تاسو ته وکولی شم کره د معيار او ګړدود توپیر روښانه کړم . په يو شي چې کره خبر يم هغه د (ول ـ ووـ و) په هکله دی ، ول د ګړدود برخه ده او ـ و ـ ووـ معيار جوړوي . زه به يې انشاالله وخت سره سم درسره څېړم او هیله ده چې مالومات موږ سره شريک کړۍ . اوس مې په لنډ ګنډ وخت کې ځواب لیکلی چې بشپړ ستاسو ځواب ندی . تر بيا چې وخت په لاس راځي نو انشاالله تاسو ته ښه وخت او قلم مو تاند غواړم. په درنښت د ويکيپېډيا کاريال