Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۱۲۷ کرښه:
==ګل خان ورور او نورو دوستانو ته سلامونه==
عزتمن ګل خانه وروره ، ستاسو خبره به کره وي ، چې له ما څخه د بېلابېلو اشخاصو په اړه ليکنې ستاينيزه بڼه غوره کوي . زه ډېری مهال کېدای شي دې ته نه يم متوجه شوی او دا کار مې په لوی لاس نه بلکې په نااګاهانه ډول کړی دی . زه په دې پوه يم چې په دې برېښنايي پوهنغونډ کې ليکنې بايد بې پرې وي ، خو بيا هم لکه څنګه چې مې مخکې هم نغوته وکړه دا کار راڅخه په نااګاهانه ډول شوی دی . زه به پر راتلونکي مهال هڅه وکړم چې دې موضوع ته پام ولرم . خدای مو ښاد ، سوکاله او بريالي لره .
==ګرانو دوستانو او درنو کارنانو==
ځينې ښاغلي کارنان ددې پر ځای چې یوه نوې ليکنه په ويکيپېډيا کې ځای پر ځای کړي ، بس يوازې په دې پسې ګرزي چې چېرته کومه نوې ليکنه ګډوه وډه او له بد نه بتره کړي. دوی پخپله ګرامري او املايي ستونزې لري ، خو ځان ته دا اجازه ورکوي چې د بل چا سمه لیکنه له لوستلو او ښې توښې وباسي . سربېره پر دې له ليکنې څخه د سرچينو لينکونه او پتې لرې کوی . زما هيله له دغو ښاغليو کارنانو څخه داده ، چې خدای او رسول ته وګورئ ، د خلکو زړونه له پښتو ويکيپېډيا څخه نور مه تورئ .
مننه . محمد طاهر کاڼی .