Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
محترم کاڼی صيب سلامونه ! مننه له ځواب ځخه مو ، زه بې نومه نه يم نوم مې احمد دی خو دلته په دې (Afghanwrites) په نوم ځکه لیکنې کوم چې زما موخه يوازې ويکيپېډيا کې برخه اخيستل دي او ځان ستاينه مې نه خوښېږي ، او نه هم تاسو پشان پېژندل شوی کس يم . په هر حال ، ستاسو د لیکنې سره ځه نا ځه همغږي لرم خو په بشپړه توګه يې نه لرم ځکه باید چې يو وار له سره د زيار صيب او ارواښاد رښتين صيب په پښويې (ګرامر) باندې کتنه وکړم او پرتله يې کړم چې تاسو ته وکولی شم کره د معيار او ګړدود توپیر روښانه کړم . په يو شي چې کره خبر يم هغه د (ول ـ ووـ و) په هکله دی ، ول د ګړدود برخه ده او ـ و ـ ووـ معيار جوړوي . زه به يې انشاالله وخت سره سم درسره څېړم او هیله ده چې مالومات موږ سره شريک کړۍ . اوس مې په لنډ ګنډ وخت کې ځواب لیکلی چې بشپړ ستاسو ځواب ندی . تر بيا چې وخت په لاس راځي نو انشاالله تاسو ته ښه وخت او قلم مو تاند غواړم. په درنښت د ويکيپېډيا کاريال
 
 
محترم کاڼی صيب اسلام علیکم !
هیله ده چې نېکې هیلې او پېرزوينې مو ومنۍ . ستاسو د تاند قلم غوښتونکی يم او په ویکيپېډيا کې ستاسو د خدمت نه مننه کوم خدای (ج( مو قلم تاند لره . محترمه ستاسو د لیکنو په لړ کې چې زه يوې پښويه ييزې (ګرامري) اړخ ته ځیر شوی يم او پام مې ورګرځېدلی هغه دا چې تاسو د يوې جملې وروسته چې جمع يا ډېر اړخ ونه لري هم ورته د (وو) کاروۍ ، زه فکر کوم د محترم ارواښاد رښتين صيب څخه نیولې تر زيار صيب پورې په لیکنو کې د جمع او مفرد په حالتونو کې توپیر ښکاره شوی د بېلګې په توګه هغوی ستاسو د کارولو (وو) جمع ته کارولی لکه .