د "اسټرالیا" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Addbot (خبرې اترې | ونډې)
و Bot: Migrating 225 interwiki links, now provided by Wikidata on d:q408 (translate me)
د سمون لنډیز نسته
۹۰ کرښه:
د ١٩٢٠ لسيزې په اوږدو كې په آسترليا كې د موټرو او لاريو له رامينځ ته كيدو سره افغاني اوښ واله بيكاره شول• ځيني ئې افغانستان ته ستانه شول، او نورئې د وړو ملكيتونو خاوندان شول•
 
د افغاني مهاجرينو دوهمه ډله په ١٩٧٩ كال كې پر افغانستان باندې د [[د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو اتحاد|شوروي اتحاد]] له تيري وروسته آسترليا ته راغله• پر روغتونونو، ښونځيو او جوماتونو باندې د شورويانو د يرغلونو په اثر څه د پاسه دوه ميليونو افغانانو كډې وكړې• آسترليا د هغوى يو كوچنۍ شمير د پناه وړونكو په توگه ومنل چې په دې توگه په افغانستان كې د زيږيدل شوو كسانو شمير د ١٩٩٠ لسيزې په لومړيو كلو كې نږدې ١٠٠٠ تنو ته ورسيد• گڼ شمير ئې په ويكتوريا او نيو سوت ويلز كې ميشته شول•
 
د شورويانو له وتلو وروسته فرقوي جگړې د طالبانو د راپيدا كيدو سبب شوې چې هغوى بيا په خلكو باندې سخت مذهبې ضوابط تحميل كړل• د بهرنيو هيوادونو په لاسوهنه دوامدارې كورنى جگړې سبب شوې چې لا زيات افغانان له ملك نه كډې وكړې• ځينې ئې آسترليا د پناه وړونكو په توگه ومنل• په ٢٠٠٠ كال كې سختې وچكالۍ څو سوه افغان پناه غوښتونكي آسترليا ته د بيړيو په وسيله راتگ ته وهڅول• په افغانستان كې د زيږيدل شوو شمير په ويكتوريا كې له ٧٦٤ تنو نه په ١٩٩١ كال كې ٥٢٤٦ تنو ته په ٢٠٠٦ كال كى لوړ شو•