د "په منځنۍ اسيا كې لويه لوبه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۲۳ کرښه:
}}
 
'''په منځنۍ اسيا كې لويه لوبه ، [[هند]] ته د روسي پوځ لښکرکشي''' د روسۍ ختيځپوه [[محمدتاتيانا طاهرنيکولايونا کاڼیزاګارودنيکووا]] لخواله دخوا راټول شوی او ژباړلاوډل شويوشوی لاسوندونوتاریخي ټولګهاثر دهدی.
=د کتاب د منځپانګې په اړه=
د روسيې ختيځپوه او تاريخپوه ت . ن . زاګارودنيکووا دا تاریخي اثر چې د [[پښتو]] تکړه [[ليکوال]] او برلاسي ژباړن [[محمد طاهر کاڼی|محمد طاهر کاڼي]] په خوږه او روانه پښتو ژباړلی ، د [[منځنۍ اسیا]] او [[افغانستان]] له لارې برتانوي هند ته د روسي لښکرکشۍ يوه رڼه هنداره ده . دا اثر منځنۍ اسيا او جنوب لويديځې اسیا ته د ولسونو د سیاسي [[برخليک]] د مينه والو لپاره يو په زړه پورې اثر دی . د افغانانو لپاره یې ځکه لوستل تر نورو لوستوالو زيات ارزښتناک دي چې موږ د تېر او لرغوني [[تاريخ]] په بهير کې له همیشه راهيسې د همدغې پوځي او سياسي ژرندې په پلونو کې دل شوی ولس يو.
د دې کتاب په روسي چاپ کې د روسیې له دولتي پوځي تاريخي ارشيف ، د روسیې له تاریخی موزيم ، او د هند له ملي ارشيف څخه ۱۵۶ لاسونده راټول شوي ، چې ژباړونکی یې له پېنځو لاسوندنو پرته نور ټول پښتو ته راژباړلي دي . دغه لاسوندونه تر دې وروستيو وختونو پورې پټ ول او د اغلې اوډونکې په قول يوازې د شلمې پېړۍ په نوي یمو کلونو کې ترې د «بېخي پټ» ټاپه لري کړای شوه .
=د چاپ چارې=
په منځنۍ اسیا کې لويه لوبه اثر په جرمني کې د [[افغانستان]] د کولتوري ودې ټولنې له خوا د زرو ټوکو په شمېر خپور شوی دی . د چاپ چارې یې پر۱۳۸۵ لمريز (۲۰۰۶ ) ز کال په [[پېښور]] کې د دانش خپرندويي ټولنې تخنيکي څانګې له خوا ترسره شوې دي . کتاب په سپين ښه کاغذ کې چاپ شوی چې ټول ۳۸۹ مخونه لري . دغه اثر په پای کې د انځورونو برخه هم لري چې ۱۶ انځورونه پکې راټول شوي دي . د کتاب کمپوز پخپله ژبړن کړی او د ډيزاين کار یې هم حاجي محمد عمرخېل ترسره کړی دی .
=اخځونه=
# په منځنۍ اسیا کې لويه لوبه ، هند ته د روسی پوځ لښکرکشي .