د "فیودور داستایفسکي" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د """فیودور ميخايلوويچ داستاېفسکي"" په روسي کې Фёдор Миха́йлович Достое́вский د ۱۸۲۱ ز کال د ا..." تورو مخ جوړ شو
 
د سمون لنډیز نسته
۲ کرښه:
=خټه او نسب=
داستاېفسکي د پلار له لوري د “ رتيشېوي “ په کورنۍ پورې تړاو درلود ، چې د سردار “ ایوان واسيلېويچ “ له نږدې خلکو څخه وو . د داستاېفسکي مور “ مارييا فیودورونا “ ( ۱۸۰۰ – ۱۸۳۷ ) په شتمنې روسۍ سوداګريزې کورنۍ ، چې (( نېچایویخ )) نومېده پورې تړاو درلود. داستاېفسکي د ۱۸۲۱ ز کال د اکټوبر پر ۳۰ په [[مسکو]] کې زېږېدلی دی . دی د مور او پلار له اوو ژوندیو پاتې شویو اولادونو څخه وو .
=د ليکوال زلمیتوب او پنځوونکی ژوند=
کله چې داستاېفسکي ۱۶ کلن شو ، نو مور یې له نري رنځ څخه مړه شوه ، او پلار يې خپل مشران زامن “ فيودور “ او “ ميخاییل “ ، چې وروسته دی هم ليکوال شو ، پیتربورګ ته ولېږل او هلته یې په ليليه کې شامل کړل .
۱۸۳۷ زېږدي کال د داستاېفسکي لپاره یو ارزښتناک کال وو . همدغه کال هم د ده د مور د مړينې کال وو او هم د ستر روسي شاعر [[پوشکين]] د مړينې کال . پر همدغه کال دی پیتربورګ ته ځي ، هلته د انجينرۍ په لوی کالج کې شامليږي ، چې نن ورځ د انجينرۍ پوځي – تخنيکي پوهنتون دی . داستاېفسکي په همدغه کالج کې زده کړې وکړي او هممهال يې خپلو کولتوري زده کړو ته هم وده ورکړه . پر ۱۸۳۹ ز کال ده ته د خپل پلار د وژنې خبر ورسېد ، چې د نيمه مريي بزګرانو له خوا وژل شوی وو . داستاېفسکي د [[بېلينسکي]] په ډله کې شامليږي . د پوځي خدمت له پای ته رسېدو څخه یو کال مخکې د [[بالزاک]] د “ ېفګېنيې ګراندې “ اثر روسي ژبې ته راژباړي . ( ۱۸۴۳ ز کال ) . یو کال وروسته يې لومړني اثر “ بې وزله خلک “ چاپیږي او دی سملاسي نامتو کیږي . [[بېلينسکي]] د ده دغه اثر پر لوړه کچه وارزاوه ، خو د بل راتلونکي اثر “ دووينيک “ يې کوم نامتووالی په برخه نه شو.