د "كاپيسا" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
W.Kaleem (خبرې اترې | ونډې)
کاپيسا ولايت ته وګرځولی شو
۱ کرښه:
#REDIRECT [[کاپيسا ولايت]]
'''کاپيسا''' د هېواد د مركزي ولايتونو په لړۍ كې راځي. په تاريخي كتابونو كې د [[كاپيسا]] يادونه همدې ته ورته نومونو شوې ده.
 
د كاپيسا مركز [[محمود راقي]] دى، ولسوالۍ يې په دې ډول دي: [[كوهستان]]، [[نجراب]]، [[تګالب]].
 
كاپيسا دوه علاقه دارۍ لري: يوه [[كوه بند]] او بله [[اله ساى]].
 
د كاپيسا ولايت ټول مساحت ۱۸۷ كيلو متره دى. چې په ۱۳۵۹ كال كې يې د خلكو شمېره ۲۵۶۲۳۲ تنه ثبت شوي او په ۱۳۷۹ كې ۳۷۴۰۹۸ اټكل شوى.
 
كاپيسا ډېره ښه هوا لري، واوره په كې اوري. اوړى يې تود او ژمى يې سوړ دى. پخوانيو پاچاهانو به د محمود راقي او نجراب له غونډيو څخه د اوړي په موسم كې د تفريح ځايونو په توګه كار اخيست. له همدغو غونډيو څخه تاريخي اثار هم لاس ته راغلي دي.
 
د كاپيسا زيات وګړي په [[مالدارۍ]]، [[كرهڼه]] او [[بڼوالۍ]] بوخت دي. پخوا وختونو كې د [[نساجي]] فابريكې په دغه ولايت كې زياتو خلكو ته كار موندلى وو او هلته په دندو بوخت وو.
 
د كاپيسا د تګاب [[انار]] ډېر مشهور دى. هلته د انارو ښايسته او ګڼ باغونو دي. چې سودا ګر يې د هېواد بېلا بېلو سيمو ته پر لېږلو سربېره بهرنيو هېوادونو ته هم صادروي. د نجراب [[ستو]]ان (تلخان) او پنېر ډېر مشهور دي او خلك يې ډېر زيات خوښوي.
 
د دغه ولايت د اوبو سرچينې د تګاب، پنجشېر او نجراب سيندونه دي. په تګاب او نجراب درو كې يو شمېر كارېزونه هم شته چې د ځمكو په خړوبولو كې ترې كار اخيستل كېږي.
 
د كاپيسا ولايت خلك پوهه پالونكي اوعلم دوسته خلك دي. په ډېرو ولسواليو اوعلاقه داريو كې ښه د حساب وړ شمېر ښوونځي لري، په تېره بيا په دې وروستيو دوو كلونوكې هلته د لېسو، منځنيو او لومړنيو ښوونځيو شمېر ښه د پام وړ دى.