د "محمد" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۲۱۷ کرښه:
څنګه چې دمدينې منورې ډيرى اوسيدونكي يهودان ووپه دوی كې بني قينقاع ,بني نضير او بني قريضه غټې كورنۍ وې , د بني قينقاع دكورنۍ خلكو زرګري كوله ,او په نورو يهودانو كې دوی زړه ور او جنګيالي وو ,له دې كبله لومړى دوی دجګړې داعلان جرأت وكړ, او دپيغمبر صلى الله عليه وسلم له لورې ورسره شوى تړون يې مات كړ , دبدر دجنګ په شپو كې نوموړې كورنۍ خپله كينه ښكاره كړه ,او ګړبړ يې جوړ كړ ,ورسره داپيښه هم وشوه چې يوه مسلمانه ميرمنه ديهودو هټۍ ته ورغله , هغوی د دې ميرمنې بې پتي وكړه ,يو مسلمان چې هلته ولاړوو هغه يهودي يې وواژه , او يهودو بيا هغه مسلمان شهيد كړ .
كله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم خبر شو نو ورغى او يهودانو ته يې وفرمايل :
{{دوراشې کامه|ای له خدايه وويريږئ داسې ونه شي لكه دبدر په خلكو چې وشول او په تاسې عذاب راښكته شي |10px|حديث}}
{{وراشه|قول=
ای له خدايه وويريږئ داسې ونه شي لكه دبدر په خلكو چې وشول او په تاسې عذاب راښكته شي . يهودانو په ځواب كې ورته وويل :
مونږ قريش نه يو ,كه له مونږ سره مو شخړه پيښه شوه نو مونږ به تاسو ته وښيو چې جنګ څه ته وايي ؟ كله چې ديهودو له لورې تړون مات شو , رسول الله صلى الله عليه وسلم هم دې ته اړشو چې له دوی سره جنګ وكړي .
يهودان يې كلابند كړ او دا كلابندي تر پنځلسو ورځو اوږده شوه , وروسته په دې راضي شول چې هره پريكړه رسول الله صلى الله عليه وسلم وكړي مونږ يې منو ,عبدالله بن ابي چې د دوی سوګندي وو رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وويل چې دوی دې جلاوطنه شي ,هماغه وو چې دايهود چې اووه سوه تنه وو او دريو سوو تنو پكې زغرې اغوستي وې دهجرت په دوهم كال د(وړوكي اختر) په مياشت كې دشام اړوندې سيمې (اذرعات) ته وشړل شول . |حواله=حديث رسولّ}}
 
== د احد وتلې غزا ==
"https://ps.wikipedia.org/wiki/محمد" نه اخيستل شوی