د "احمد شاه درانی" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
۱۵۵ کرښه:
 
== لومړی سفر ==
د ۱۱۶۰ هـ س. کال په پای کې يا د ۱۱۶۱ هـ. س. کال په سر کې <ref>ځينو مؤرخينو لکه فيض محمد د سراج التواريخ د لومړي ټوک په ۱۱ مخ کې او عبدالکريم د تاريخ احمدي په ۶ مخ کې دا سفر پر دوؤ برخو وېشلی دی او داسې ښيي چې احمد شاه بابا يو وار په ۱۱۶۰ هـ س. کال کې تر پېښوره تللی، بيا بېرته کندهار ته راغلی او په ۱۱۶۱ هـ س. کال بيا له کندهاره د لاهور خوا ته خوځېدلي دي، خو نورو مؤرخينو لکه سلطان محمد د تاريخ سلطاني په ۱۲۴ مخ کې او مير غلام علي آزاد بګرامي د خزانه عامره په ۴۹۷ مخ کې او قاضي عطا الله خان د پښتنو تاريخ د لومړي ټوک په ۱۰۴ مخ کې او نورو خارجي مؤرخينو لکه الفنسټون د کابل سلطنت د دويم ټوک په ۲۸۵ مخ کې او [[ګندا سنګهـسېنګ]] د احمد شاه دراني په ۳۶ مخ کې چې د مطالعه تاريخ افغانستان از نګاه عسکري مؤلف ښاغلي [[علي احمد جلالي|جلالي]] هم حواله ورکړې ده، د احمد شاه بابا دا سفر يو بولي او د ۱۱۶۰ هـ. س. په پای او د ۱۱۶۱ هـ س. په سر کې يې ګڼي. خو ښاغلی غبار يې پخپل کتاب احمد شاه بابا کې ليکي: <br /> بعضی مؤرخين در تعين تاريخ و اعداد سفربريهای احمد شاه اشتباه کرده اند، مثلاً فيض محمد سفر اول احمد شاه و عودت او را از پشاور به قندهار در سال ۱۱۶۰ هـ ق (سال اول جلوس) مېداند (سراج التواريخ - ص. ۱۱) در حاليکه ما مېدانېم قتل نادرشاه در منتضنف سال ۱۱۶۰ هـ جمادي الاخر، اتفاق افتاده و احمد شاه چهار ماه بعد از ان تاريخ در شوال به پادشاهي افغانستان انتخاب ګرديده است و البته مسافرت احمد شاه از خراسان به قندهار و اجتماع رؤسا با تشکيل جرګه و تعيين پادشاه اينقدر زمانه بکار داشت، پس واضح است جلوس احمد شاه دو ماه به انجام سال ۱۱۶۰ مانده واقع شد، در دو ماه تشکيل يک حکومت مرکزي و انتظام قندهار با ترتيب عسکر و تا پشاور سفر نمودن و عودت ظاهراً از سمتنعات است - احمد شاه در سال ۱۱۶۱ هـ ق. بحرکات سفريه آغز نمود ... - ۱۹۲ مخ </ref> احمد شاه بابا هم د هېواد لمرختيزې خواا ته د هڅې دپاره ځان چمتو کړ، سردار جانخان سپهسالار يې د خپل مخکښ په توګه ولېږه او پخپله د درنې توپخانې او ټولو احتياطي وسايلو سره ورپسې رهي شو. دا چې په دې سفر کې د احمد شاه بابا د لښکر شمېر څو تنه ؤ، د مؤرخينو اختلاف دی، الفنسټون دوولس زره تنه دراني او بلوڅ بللي دي، فيض محمد او نورو په ۱۱۶۱ هـ. س. کال د لاهور خوا ته د حرکت په کې دېرش زره تنه ليکي، او [[ګندا سنګهـسېنګ]] بيا د لاهور خوا له پېښور څخه د احمد شاه بابا د لښکرو شمېر د ۱۸۴۷ ز. کال د ډېسمبر په مياشت کې اتلس زره تنه ګڼلی او د نندرام مخلص د ليکنې سره سم پينځه ويشت زره تنه، او د عبدالکريم د يادونې په اساس دوولس زره تنه پلي او سپاره وو. <ref>مطالعه تاريخ افغانستان از نګاه عسکري - ۳۴۱/۲ مخ - د [[علي احمد جلالي]] ليکنه</ref> خو لکه څنګه چې موږ دمخه ووييل احمد شاه بابا د خپلې پاچهۍ په سر کې شپاړس زره منظم عسکر چمتو کړي درلودل نو په دې سفر کې بايد څه نور غير منظم جګړن (يعنی قومي لښکر) هم پر زيات شوی وي، په تېره بيا له غزني نه تر پېښوره پورې ډېر پښتانه د احمد شاه بابا په لښکر کې داخل شوي وو، چې په دې حساب په دې سفر کې د احمد شاه بابا منظم عسکر دوولس زره او غير منظم قومي لښکر لس زره اټکل کېدای شي.
 
== د کلات کلابندي ==