د "اپورتونېزم" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
W.Kaleem (خبرې اترې | ونډې)
د "'''اپورتونېزم''' دغه اصطلاح د فرانسوي ژبې Opportum څخه اخيستل شوې ده چې د فرصت معنا لري. فرصت لټول..." تورو مخ جوړ شو
(بې توپيره)

د ۱۷:۲۶, ۲۷ اپرېل ۲۰۱۳ بڼه

اپورتونېزم دغه اصطلاح د فرانسوي ژبې Opportum څخه اخيستل شوې ده چې د فرصت معنا لري. فرصت لټولو، ابن الوقتي د اوضاعو له تعبير سره سم د خپلو شخصي ګټو له پاره د خپل جهت ته تغير وركولو ته اپورتونيزم يا اپورچونيزم وايي. هغه كسان چې د دغه سياست پيروي كوي، اپورچونيست بلل كېږي. په سياست كې اپورچونيست هغه چاته ويل كېږي چې تل د قدرت وخواته ميلان لري. زموږ د عامو خلكو په اصطلاح د چرګ د لكۍ حيثيت لري؛ هرې خوا ته كږيږي. اپورچونيستان د هېڅ ډول اصولو تابع نه دي، ملي مترقي عناصر اپورچونيزم ته په كركه ګوري او عقيده لري چې اپورچونيست سړى هيڅكله خپل هېواد او ملت ته خدمت نه شي كولى او نه ثابت فكر او ټاكلي مشي درلودلاى شي.