د "ټوټالېټر" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
د "'''ټوټالېټر''' په لغت كې د جامع معنا وركوي او د صفت په ډول په هغو رژيمونو اطلاقيږي چې دا لاندې ..." تورو مخ جوړ شو |
د سمون لنډیز نسته |
||
۱ کرښه:
'''ټوټالېټر''' په لغت كې د جامع معنا وركوي او د صفت په ډول په هغو رژيمونو اطلاقيږي چې دا لاندې مشخصات ولري.
▲2) ټول سياسي قدرت د يوه حزب په واك كې وي او د ټولنې د ټولو ديموكراتيكو افكارو څارنه كوي. د انتقاد مخه په كلكه نيسي، منتقدين وهي، ځينې د محبس تورو تمبو ته غورځوي او وژني يې.
▲3) په حزب او دولت كې په مطلق ډول د يوه تن تسلط موجود وي.
▲4) په زور او جبر حاكم حزب خپله حزبي ايډيالوژي د ټولنې په ټولو اقشارو كې خپروي او فردي آزادي له منځه وړي.
▲5) د مخالفينو د سركوبولو او له منځه وړلو له پاره هر ډول ترور، اختناق او بې شرمانه اعمالو ته هڅه كوي. په ټوټاليټر دولتونو كې د ټولنې او افرادو په سياسي، اجتماعي او اقتصادي ژوند كې د دولت مداخله هيڅ حد نه لري.
دغه ډول فعاليتونه، حتى هنري او ادبي فعاليتونه تر څارنې لاندې نيسي او د جمعي ارتباط په ټولو الكتريكي او طباعتي وسايلو، جدي او كلك مراقبت جاري ساتي. ټوټاليټر دولتونه داسې ډلې او اشخاص چې د دوى د قضاوت او نظارت له حوزې څخه د باندې وي، نه شي تحمل كولاى. دغه ډول خلك لومړى په يوه حزب كې په ديموكراتيك شكل متشكل كېږي، خو كله چې قدرت ته ورسېدل نو بيا ديموكراسي يوې خواته ږدي او له خپل قدرته كار اخلي. په دنيا كې ددې ډول نهضتونو بارزه نمونه د هټلر ناسيونال سوسياليست ګوند ؤ چې د ديموكراسۍ له لارې قدرت ته ورسېد، قدرت ته د رسېدو سره سم يې ديموكراسي يوې خواته وغورځوله او په غورو او زورګويو يې پېل وكړ. د ايټاليا فاشيست او د المان نازي دولتونه د ټوټاليټر دولتونو ښې نمونې دي.
|