د "عبدالمالک بېکسيار" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
۷ کرښه:
لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې د میدان په لېسه كې او لوړې زده كړې يې [[د كابل پوهنتون]] د ژبې او ادبياتو په پوهنځي كې پاى ته رسولې دي .
عبد المالک بېکسيار د [[افغانستان]] يو ځوان نوښتګر شاعر دی . دی د يو ملي اند خاوند دى . خپله پښتونواله او ملي مينه يې په خپلو فرهنګي هڅو په زبات رسولې ده . دى له افغانستان نه لرې په يو هېواد [[ډنمارک]] کې د پردېسۍ ژوند تېروې ، خو د خپل تندي د خولو په بيه د هيلې په شان د يوې ښکلې مجلې د خپرولو جوګه دی . رښتينولي ، سپيڅلتيا ، مينه او ملي ولوله د ده د شخصيت نور رغنده توکي دي ، په هېوادنيو او ملي چارو کې بېړندی او ګړندی دی ، د خپل ژوند خواږه يې تر ملي ژبې بلهاري كړي ، او د فرهنگي خدمت لپاره يې ځان ملنګ کړی دی . د بيکسيار ملنګي د نورو تر خانۍ او پاچا هۍ غوره ښکاري او په دې ژوند کي يې يو لوی شان او شوکت ليدل كيږي .
==د شعر یوه بېلګه==
<center>غزل
{{شعر}}
{{ب|د خيال يوه څـپه راشي د يـاد يوه څپه شي|موږ دواړه غـرفېدلو چې را ياد يوه څپه شي}}
{{ب|د مينې سمنـدر چې کړي د هجر سيلۍ لاندې|منزل ته يوه و رسـي برباد يوه څپـه شي}}
{{ب|وران کړى دا وطن خو دى بې شمېره سېـلاوونو|حيران يمه چې ولې قلمداد يوه څپه شي؟}}
{{ب|د مېږو، د کيږديو، د اوښانو بوى چـې راوړي|را پېښه داسې کله به د باد يوه څـپه شــي}}
{{ب|له زړونو نه چې مينې بېکسياره! کډې وکـړي|مېشته شي پکې کرکې او اضداد يوه څپه شــي}}
{{ب|کيسه د ژوند لا هسې شاړه او دا جړ خوبونه|ځه چې ويده شو، زه ته دواړه او دا جـړ خوبونه}}
{{ب|همدا نن راشه که تعبير يې شې خـو نه چې سبا|سبا بيا ما له خدايه غواړه او دا جړ خوبونه}}
{{ب|اشنا چې تـه ماته يې دغه دوه ډالۍ را ډالۍ|پاس په باڼه اوښـکه ولاړه او دا جـړ خوبونه}}
{{ب|لېونى خيال مې بيا د کوم سمندر تل ته کاږي|دغه د زړه خونه ويـجـاړه او دا جـړخوبونه}}
{{ب|د بېـکسيار له مرگه وروسته ورثه به د چا؟|د گـرېــوانه څــيرې ريتاړه او دا جـړ خوبونه}}
{{د شعر پای}}</center>
 
 
 
غزل
 
 
نيولی خوږ اواز يې په ما ولوروې خدايه!
 
اشنا راولې ناز يې په ما ولورې خدايه!
 
 
 
محمود مې په کار نه دی، نه جګړې تر هندو چينه
 
په زړه کې ناست اياز يې په ما ولورې خدايه!
 
 
دا نه چې زه له ځانه مرور او يار له مانه
 
موسکی او تندی واز يې په ما ولورې خدايه!
 
 
 
رقيب ته يې چې کاندې اشنا ګام په ګام ويلېږم
 
په ژوند کې يو ځل نياز يې په ما ولورې خدايه!
 
 
په شونډو د اشنا چې مدام ژبې ته راځي نه
 
نيمزالی هغه راز يې په ما ولورې خدايه!
 
 
تړلې بېکسيار پورې د ژوند ټولې خوښۍ دي
 
د شنو بنګړيو ساز يې په ما ولورې خدايه!
 
==سرچينې==
# http://samsoor.com/sheruna.php