د "باکټريا" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Xqbot (خبرې اترې | ونډې)
و r2.7.3) (روباټ زیاتول: gn:Pokokaku'i
د سمون لنډیز نسته
۳۶ کرښه:
[[Thermotogae]]<br />
}}
'''باکټريا''' ''([[انګرېزي ژبه|په انګرېزي]]: Bacteria)'' د يوسلولي مايکرواورګانيزمونو د يوې لويې ډلې نوم دی. په عادي توګه د باکټريا اوږدوالی له يو څو مايکروميټرو نه زيات نه دی او دغه يوسلولي ډله د کروي، تاوراتاو او استواني بڼو نه نيولې ګڼ شمېر بڼې لري. د باکټريا نوم د يوناني ژبې βακτήριον نه اخيستل شوی چې د همدې نوم مانا واړه توکي دي. باکټريا د زمکې په هر ډول چاپېريال کې موندل کېږي، همداسې دغه مايکرواورګانيزم په هر ډول چاپېريال، لکه خاوره، د اسيدو تاوده لښتي، راډيواکټيف فضلې موادو، په اوبو، د زمکې په ژوره برخه او همدا شان په عضوي توکو، په ژونديو بوټو او ژويو کې ژوند، برار او وده کولای شي.
په يوه ګرام خاوره کې د باکټريا ۴۰ ميليونه سلولونه موندل ژوند کوي او په تازه اوبو کې د دغه مايکرواورګانيزم يو ميليون سلولونه اوسېږي، د زمکې پر سر نژدې پينځه نونيليون (۵×۱۰۳۰) باکټريا شته چې همدوی د نړۍ د ژونکتلې ډېرۍ برخه جوړوي.
باکټريا د تغذيوي توکو په بياجوړېدنه کې حياتي دنده ترسره کوي، د تغذيوي څرخونو اهم پړاوونه همدغه اورګانيزمونو ته اړ دي د ساري په توګه له اتموسفير او د پروټينو د خوساکېدنې په کړنه کې د نايټروجن جوړېدنه.