د "باراک حسين اوباما" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و r2.7.1) (روباټ بدلول: th:บารัค โอบามา
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
[[دوتنه:Official portrait of Barack Obama.jpg|thumbبټنوک|باراک حسين اوباما]]
'''دوهم باراک حسين اوباما''' ''(په انګرېزي: Barack Hussein Obama II)'' د ١٩٦١ زېږدي کال د اګست په څلورمه نېټه د [[د امريکا متحده ايالات|امريکا]] په هاوايي ايالت کې نړۍ ته سترګې غړولې او د امريکا د ډموکراټ ګوند غړی دی. د ايلينوی ايالت ځوان سناتور او د امريکا د متحده ايالتونو ٤٤ ولسمشر دی. هغه له ٢٠٠٧ زېږدي کاله ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان ونوماوه او د ټاکنيز کمپاين په ترسره کولو سره يې ځان په امريکا کې د يوې ملي څېرې په توګه وځلاوه.
 
هغه د امريکا د ٢٠٠٨ کال د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوماندۍ له مهاله د عراق د جګړې د پای ته رسولو خبره کړې وه او بالاخره دغه ٤٧ کلن تورپوستی او د ميشل اوباما په نوم يوې مېرمنې خاوند؛ ډموکراټ نوماند د ٢٠٠٨ زيږدي کال د جون په درېيمه نېټه د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د ډموکراټ ګوند له لوري نوماند وپېژندل شو.