د "امسټرډام" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
ZéroBot (خبرې اترې | ونډې)
و r2.7.1) (روباټ زیاتول: kab:Amesterdam
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
[[دوتنه:Sights in Amsterdam2.jpg|بټنوک|300px|کیڼ|امسټرډام]]
'''امسټرډام''' د [[هالنډ]] پلازمېنه او لوی ښار دی. دا ښار په (شمالي هالنډ) او د هالند (نېډېرلند) پر لوېدیځ کې د امستل د رود له غاړې پروت دی. په دیارلسمې پېړۍ کې د دغه رود په غاړو بندونه (په هالنډۍ Dam) جوړ شول چې دې څخه د دغه ساحې نوم امسټرډام شو.
'''امسټرډام''' د [[هالنډ]] پلازمېنه او لوی ښار دی.
د امسټرډام نامتو لیدځایونه Anne Frank Huis ،Van Gogh Museum ،Stedelijk Museum ،Hermitage Amsterdam ،Anne Frank House ،Amsterdam Museum ،Rijks Museum، سره څراغونه او د نشې (چرسو او ماریوانا) د څکولو کافیانې دي. چې دغه دوو د هالنډ دود د څه نړیوالو په سترګو کې راکښته کړی خو هالنډیان دې ته په نورموله سترګه ګوري او څه هم پر ویاړي. بر سېره پر دې امسټرډام دوه نړیوال پوهنتونه او ډېر شمېر خپلواکه انستیتوتنه چې غټ یې د امسټرډام د لوړو زده کړو ښوونځی دی؛ لري.
 
== پېښلیک ==
دا پلندۍ (ولاړ اوبو او واښو) سیمه په ۱۰۰۰ زېږېدیز کې د امستلې (چې د امستل د سیند څخه اخیستل شوی ټکی دی) په نامه یادېده. له اوترېخته (دامسټرډام سهیل ته پروت ښار) بزګرو د امستلې په خوا د ځمکې څخه د کار اخیستل پیل کړل. چې تر اوبو لاندې پرته ځمکه هم وچه او کار ترنه واخیستل شي، دوی ابو ته بندونه جوړ کړل. دې سیمې وده وکړه تر څو چې په دیارلسمې پېړۍ کې د (ای) د رود او د (زاودر زې) چې د ودن سمندرګي یوه برخه وه په غاړه بندونه جوړ شول. وروسته امستېل رود څه سمبال او څه نور پسې وکندل شو چې د سوداګرۍ لوی بنسټ وګرځېد. د ښار لومړنی بندر چې (دمرک) د غټې لارې تر څنګ وو، جوړ شو. په کابو ۱۳۰۰ زېږېدیز کې امسټرډام په رسمي توګه لکه یو اروپايي او په پینځلسمه پېړۍ کې لکه یو د سوداګرۍ نړیوالو ښار وپېژندل شو.
په ۱۵۷۰ زېږېدیز کې د امسټرډام وګړو شمېر تر ۳۰۰۰۰ لږ ول. په ۱۶۲۲ زېږېدیز کې دا شمېر تر ۱۰۰۰۰۰ او د اولسمې پېړۍ په پای کې تر ۲۰۰۰۰۰ واوښت. چې د هغه وخت د اروپا له غټو ښارونو سره لکه لندن او پاریس پرتله کېدای شوای. د دغه وګړیزه لویوالي سره ښار هم له پلان سره لوېده. د ویالو (کانالونو) پر غاړو کورونه، د سوداګرې ودانۍ او ګدامونه جوړ شول چې د ښار په پرمختګ کې یې لوې ښیګڼې درلودې.
 
== وګړشمېرنه==
په ۱ د جنوري د ۲۰۱۲ کې امسټرډام ۷۹۰.۰۰۰ تنه وګړي درلودل. دا ښار یو ګڼ ولسه ښار دی چې ۵۰،۵ پر سلو کې وګړي بهرني دي. دغه بهرني د ۱۷۷ ټبرو (ملیتونو) څخه راټول شوي دي.
 
 
== ځمکپوهنه ==
امسټرډام په شمالي هالنډ کې پروت دی. دا ښار ۹۰ ټاپوګانې او ۱۵۳۹ پلونه لري. د دغه سیمې وچه ۲ متره د اوبو تر کچ لوړه ده او ۲۱۹،۳۳ کیلو متره مربع یې پراخوالی دی چې په یو متر مربع کې یې ۴۷۵۱ تنه ژوند کوي.
 
== اقليم ==
امسټرډام سمندرۍ اوبو هوا لري چې شمالي سمندر سترې اغېزې پر کوي. د ژمي ساړه یې تر صفر درجې نه ټیټېږي او اوړی یې برابر تود او لنډ دی. په هوا کې یې لندبل ګډ دی په دې وجه ډېر وخت ورېځ او اورښت لري. کله هم دا اورښت توند او تکړه شي نو بیا د ښار په چاپېریال کې د پمپونو په مرسته اوبه سمندر ته لېږدول کېږي.
 
 
[[وېشنيزه:هالنډ]]